
په څو ویبپاڼو کی می د ښاغلی حیران صاحب (دپښتو نړوال کنفرانس په اړه یو څو خبری) تر سرلیک لاندی لیکنه ولوستله . زه رښتیا چی په انترنیت کی ټولی لیکنی نه شم لوستلای ځکه وخت نلرم ټولو ته څرګنده ده چی په اروپا کې خلک د وخت په اعتبار ژوند کوي .
لومړی باید یادونه وکړم چې زه د دی نړوال کنفرانس طراح، مبتکر او حتی ګډون کوونکی هم نه یم خو هغه ضرورت چې پښتو ژبه او پښتانه یی د داسی کنفرانسو د جوړښت د پاره لری تر نورو کم نه درک کوم ، که چېری په هره برخه کی منطق او استدلال وړاندې شي نو دا به یوه لویه لیکنه او داسې شی ، شی چې هدف به پکی ورک شي .
موږ دی کنفرانس ته چې لومړنی پښتو نړوال کنفرانس دی ډیر لیوال ؤ او هره لیکنه او خبر پدی اړه په انترنیت کی لټوو او لولویې.
نو ځکه می دی حیران صاحب لیکنه هم ولوستله . د ده لیکنی په رښتیا چې زه هم حیران کړم . ځکه چې حیران صاحب زما په ذهن کی د یوه نوی پښتون ادیب په حیث ځای درلود . ژر می د هغه(حیران صاحب) د ژوند لیک د پیداکولو هڅه وکړه ، د نیکه مرغه د بینوا ویبپاڼی په لومړی مخ کی د هغه د ژوند لیک همداوس پر لیکه دی راته څرګند شو.
۱ـ دا ډیر ځوان ژورنالیست دی .
۲ـ په افغانستان کی نه دی لوی شوی ، او په ژوند کی یی ډیرې ترخې شپې او ورځې لیدلي اود هجرت په دیار کې یې مدرسه لوستی ده په پښتو، اردو، او انګریزی ژبو پوهیږي او لیکنی پرې کوی د ده په استعداد او جرئت دې برکت وي .
زه د یوه پاخه عمر افغان په حیث ده ته دا وایم ، که چېری پښتانه ادیبان ، عالمان او پوهان د خپل غرض او مرض څخه تیر نشي نو پښتانه به نور هم پدی اوسني ناورین کې پاتی وی .
ګرانه حیران صاحب: چې په خپله اقرار کوې چې کنفراس په نهو بجو شروع کیږی او ته په لسو بجو ورځی او دا هم لیکې چې د اروپا څخه راغلی یې زما په اند ځان پخپله ملامتوی او له دې لیکنی دې خپل شخصی غرض او مرض څرګندیږی. دا د پښتنو نړوال کنفرانس ؤ نه کوم کلیوالی واده چې هر څوک کولای شی په هر وخت په هغه کې اشتراک وکړي . زموږ په اند دا کار به هم شوی وای خو فکر کوم چې ته کومه امنیتی ستونزه او اندښنه نلرې په وطن کې د وینو ویالې روانی دی ، په جومات ،مدرسه او مکتب کې ځانوژونکی حملی کیږی . دوهم دا چې تاسی ولی د یوه دوه پیره دارانو نظر او خبره د کنفرانس د تدارک په غړو اچوی اود هغوی ګناه یې بولی او په کنفرانس کې ناست کسان داخلی او خارجی پوهان ، ادیبان ، شاعران ، لیکوالان د پیښور د نشه یانو سره پرتله کوی ، زما په نظر دا ډیره بی انصافی او د پښتو او پښتنو سره جفا بولم . څومره چې ما ته معلومه ده دکنفرانس د تدارک د کميسيون غړيو د کومې سياسي ، دولتي او خارجي منبع څخه مادي ګټه نده پورته کړی په پښتو او وطن مینو افغانانو د کنفرانس په جوړیدو کې ونډه واخسته د ۸۰۰ شاو خوا د پښتنو ګډون په دی کنفرانس کې د دی څرګنديي کوي چې انشاالله دا به نسبی پایلی ولری .
موږ یې له خارج څخه څارو ځوان او بادرده پښتانه د سپین ږیرو وطنپرستو ادیبانو په لار ښونه په مخ روان دی او عملی نتیجی به تر لاسه شی .
یوه بله خبره حیران صاحب ته یادوم چې زموږ د ژبی او وطن د اوسنی ناورین چا راوستی دی ؟ دا پښتانه ولی په دی یووشتمه پیړی کې جهان ته په دی مشکل د منلو وړ نه دی ؟ زما په اند دا روشنفکرانو راوستی ده ، په وطن خو طبعی سیلاب او طوفان نه دی راغلی .
همدا موږ په خپله د خپلی ژبی او وطن پر ضد راپورته کیږو لکه زموږ نامتو شاعر او اديب درویش دورانی چې وایی.
دښمن په زوره ننوت په کور د پښتانه
همدا کار یی هم وکړ په زور د پښتانه
الحاج ګل عباس
اوکراین – ادیسه