
ارواښاد ډاکټر عثمان
د خوست سيمه زموږ په ګران افغانستان کې د اقتصادی پلوه نسبتآ خواره او وروسته پاتې سيمه ده ، هيڅ واکدار ورته ځانګړی پاملرنه نده کړې . په اوسني وخت کې د افغانستان د پنڅه ديرشو ولايتونو څخه يواځنی ولايت دی چې سرک ندی ورپوخ شوی ، سره ددې چې زموږ د پارلمان وکېلانو او جمهوری رياست کانديدانو به خلکو ته پدی باره کې هغه وخت ډيری وعدی ورکولی چې کله به د انتخاباتو صندوقونه ايښی و.
يو وخت داسې هم و چې د خوست خلکو د تعليم او زده کړی سره مينه او علاقه نه درلوده او تر ډيره وخته پکې يوازې يوه ليسه (دغرغښت ليسه) وه، مګر په وروستيو څلويښتو کالو کې په خوست کې د همدی ولايت دخلکو په نوښت او سرښندنه ډير لوی پرمختګ د ولس په ژوند کې رامنځ ته د علم او تعليم سره ځانګړی علاقه پيدا او داسی علمی کادرونه او شخصيتونه پيدا شول چې د مملکت په سطحه وپژندل شول يو لدی اشخاصو څخه خدای بښلی پروفيسر دوکتور محمد عثمان دی ، ما د 33 کالو راهيسی د تحصيل او کار په دوره کې د نوموړی سره پژندګلوی او ناسته ولاړه درلوده .
زه دخدای بښلی ډاکتر محمد عثمان علمی سطحی ، وطنپالنی، وظیفه شناسی، زحمتکشۍ او د خلکو او وطن سره د بيدریغه مينی ديته وهڅولم چې دا څو نمګړی کرښی دده باره کې لیکم . اميد دی چې نور دوستان ، ملګری او خوستيان غلی نشی او د ده په باره کې خپلی خاطری ، نظریی او انګيرنی ولیکی .
د طب له اړخه د ده په مسلکی صلاحيت او پوهه څه لیکل د طبیبانو کار دی . چې زما د کار لوری ندی .مګر څومره چې دی ما پیژند ، پدی باب داسی زياتوم چې ارواښاد پروفيسور دوکتور محمد عثمان د خوست د تڼيو ولسوالۍ په يوه کليواله کورنۍ کې نړی ته سترګی پرانستی وی . د کوچنيوالی طبی لوبی یی په خپل لی کې کړی وی . مګردی د مکتب په دوره کې يو بااستعداده او لایق شاګرد و د تعليم او ښونځی سره د خاصی مينی په درلودلو یی د ليسی دوره په اعلیَ درجه پای ته ورسوله . چې د همدی لياقت په وچه یی د کابل پوهنتون د طب پوهنځۍ ته د کانکور ازموينی په پايله کې کامياب او په ښه درجه د پوهنتون څخه فارغ شو .
نوموړی ارواښاد پداسی وخت کې له پوهنتون څخه فارغ شو چې په وطن کې د ريژيم تغيير رامنځ ته شو او د همدې تغيير په نيجه کې په هيواد کې جګړه شروع شوه او تر اوسه دوام لري .
پروفيسور دوکتور محمد عثمان خپله ټوله ځوانی د وطن او خلکو په خدمت کې تيره کړه ، ښه می په ياد دی چې د طبی علومو د اکاډمی په ۴۰۰ بستره ایز روغتون کې به اونۍـ اونۍ پروت و . شپه او ورځ به د جراحی په عملياتو بوخت و هغه هم د يوی بوجی اوړو او يوه معاش په بدل کې .
ده د خپل مسلک او خلکو سره ډيره مينه درلوده او خپله دا مينه یی پدی سره ثابته کړه چې په هر ډول شرایطو کې له وطن څخه و نه وتو ، د خلکو چوپړ ته ودريدو د تعصب او سياسی ملاحظاتو پرته یې خلک ديوه رښتنې طبیب په حیث تداوی کول .
د مسلک او خلکو سره دی ډيری مينی په نتیجه کې یې د دوکتورا ټول لازم معيارونه (طبیبان پری پوهیږی ) د طبی علومو اکاډمی په ۴۰۰ بستره ایزه روغتون کې لا پخوا پوره کړی و خو صرف ددی په خاطر شوروی اتحاد ته واستول شو چې اسناد یې قانونی پروسیجر طی کړی . له هغه وروسته بيرته خپل ګران هيواد افغانستان ته راستون او د خلکو خدمت او تداوی ته یی اوږه ورکړه تر څو چې په افغانستان کې د وطن ګوند حاکميت ړنګ شو په کابل او نورو سيمو کې د تنظمونو تر منځ خپل منځی جګړی شروع په کابل د عادی ژوند تيرول هم د طاقت څخه وتلی کار شو ، شفاخانی او طبی مرکزونه د فلج حالت ته ورسيدل ، ارواښاد پروفيسور محمد عثمان بيا هم د وطن څخه و نه وتو ، خپل د زیږدو سيمی خوست ته ولاړ ، دا داسی وخت و چې په خوست کې طبی خدمتونه او جراحی عمليات يا هيڅ نه کېدل او که و نو په هيڅ حساب و ، ده په خپلو ډيرو ناڅیزو اقتصادی امکاناتو خپل طبی مرکز پرانيست او د خلکو خدمت ته یې شپه او ورځ ملا وتړله .
داسی جراحی عمليات یې تر سره کړل چې که چيری دی نه وای نو خلک به مجبور وای چې خپل ټپيان خارجی ملکوته ولیږدوی او دا د خلکو اقتصای توان څخه وتلی کار و ، لنډه دا چې ډاکترمحمد عثمان په خپل ټول ژوند کې يوازی او يوازی ډاکتر پاتی شو .
يوه بله خبره چې دی ده په باره کې د يادولو وړ بولم هغه دا چې : ډاکتر محمد عثمان يو نوښتګر ډاکتر و دی پوهيدو چې زموږ په وطن کې د طبی مرستو او خدمتونو کچه څومره ټیټه ده نو په هر وخت اوهر ځای کې یی د نوښت څخه کار واخستو او په ډيرو کمو امکاناتو به یې ډير کار کاوه.
خپله پوهه او تجربه به یې ځوانو طبی کارکونکو ته انتقالوله د طبی مرکزونو ایجاد او پراختيا ته یی خاصه پاملرنه کوله خوست ته یې د پوهنتون په انتقال او هغه ته یې د پيسو او استادانو په برابرولو کې مرسته اوډير کار وکړو .
ډيری ستونزی ، لوږی، تندی او محروميتونه یې وګالل تر څو د يوه لوی طبی پروفيسور درجی ته ورسيدو ، زما د ټولو دوستانو څخه دا هيله ده چې د نوموړی د ژوند د ټولو اړخونو په اړوند کوم معلومات چې لری د لوستونکو سره شریک کړی .
الله پاک (ج) د خوستوالو څخه پروفيسور دوکتور محمد عثمان بيرته واخيست دا به د ده رضا وه خو خدای خبر چې خوستۍ مور به بيا کله داسې پروفيسور لکه ډاکتر محمد عثمان او داسی ادیب لکه محمد صديق روهي وزيږوي ، الله پاک د زموږ کاروان صيب ته اوږد عمر ورکړی .
د پروفيسور دوکتور محمد عثمان مړينه نه جبرانيدونکې ضايعه ده ، الله(ج) د دی غرق رحمت وګرځووی.
الحاج ګل عباس
اوکراين اديسه