داچی تیره ورځ دهلمند په ناوه ولسوالی کی د دولت وسلوالو مخالفینو دیوه ایښودل سوی ماین په چاودنه کی چی شاوخوا۱۱ ملکی وګړی وژل سوی او یو بل تن وژل سوی چی لاس او پښه یی پری سوی دهلمند مدني ټولنه خواشیني څرګندوي او دجګړی له ښکیلو غاړو غوښتنه کوي چی دملکی وګړیودسرخوندیتوب ته دی جدی پاملرنه وسي
هلمندمدني ټولنه له افغان دولت نړیوالي ټولني او ددولت وسلوالو مخالفینو نه غوښتنه کوي چی د ملکی تلفاتو دمخنیوی په موخه دی جدی ګام پورته کړي
داچی ډیری وختونه ملکی وګړی د جګړی پرمهال دسپرپه توګه استعمال سوی هلمندمدني ټولنه ورته کړنه غندي او له نړیوالی ټولنی ،بشرحقونو او دملکی خلګو دسرخوندیتوب ادارو نه غوښتنه کوی چی اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه وکړی ترڅو ملکی تلفات دجګړی د ډګرپرمهال رامنځ ته نه او نه هم ملکی وګړی دسپرپه توګه وه کارول سي.
هلمندمدنی ټولنه دملکی وګړیو پروژنه خواشینی ښیی او دوژل سوو کورنیو ته صبرجمیل او دالله ج نه ورته جنت فردوس او ژوبل سوو کسانو ته دعاجلی شفاغوښتنه کوي.
په درنښت
دهلمند مدني ټولني رسنيز دفتر
وروستي