
په اروزګان ولايت د کرهڼي اوبو لګولو رياست په همکاري د ۵۰۰سوه بیوزوښځو لپاره کورني باغچي جوړيږي
هغه ښځي چي ورته دغه باغچي جوړيږي خوشاله دي او وايي چي په دي سره به خپل کورني اړتياوي پوره کړي
دوی له دولت څخه دنورو دا ډول پرګرامونه غوښتنه هم کوې
په ټولییزه توګه افغانستان یو کرهڼيز هیواد دي چي ډېری وګړي یې په کرهڼه او مالدارۍ بوخت دي، روزګان په افغانستان کي یو له هغو ولایتونو څخه شمېرل کیږي چي اکثره اوسېدونکي یې د کرهڼي او مالدارۍ له لاري د ژوند کولو لپاره اسانتیاوي برابروې
اوس د اروزګان د کرهني مالداري رياست وايي چي دښځو لپاره يي دمالداري په برخه کي بیلابیلو پرګرامونه پر لاره اچولې تر څو ښځي وکوالايي سي چي خپل کورنې ضرورتونه پوره کړي
داروزګان دکرهڼي اوبو لګولو او مالداري رياست ريس زلمی الکو وايي چي پلان لري په راتلونکي کي د۵۰۰سوه غريبو ښځو لپاره کورني باغچي جوړي کړي چي دهري باغچي لپاره به۲۸۰کيلواصلاح سوي وطني تخم ورکوي
نومړي وايي چي ددغو باغچو د جوړولو او روزنې په برخه کي ۴۵لکه افغاني لګښت راځي
الکو وايي چي دوی هڅي کوي تر څو نور هم دغريبو او بیوزولو دښځو لپاره داډول پرګرامونه پر لار واچوې
هغه ښځي چي ورته دغه باغچي جوړيږي خوشحاله دي او وايي چي ددغو باغچو په جوړولو سره به يي کورنی ضروروتونه تر يو حده پشپړ سي
دوي وايي چي ددغو باغچو د روزني لپاره يي لازمي زده کړي کړي او غوښتنه کوي چي نوري زده کړي هم باید ورکول سي
دوي له دولت څخه د دا ډول نورو پراګرامونو د جوړيدو غوښتني هم کوي
په اروزګان کي دښځو چارو رياست ريس رڼا سمي وفا له کرهني رياست څخه مننه کوي چي دغريبو ښځو لپاره داډول پرګرامونه چمتوکوي
نوموړي وايي چي دوي هم هڅي کوي ترڅودښځو لپاره دنورو ارګانونو په واسطه زرعتي مارکيټ جوړ کړي
ديادوني وړه ده چي دوشنبي په ورځ دکرهڼي رياست له لوري داروزګان په يوه شمير سيمو کي ۳۸داني شيني خوني هم کرودګروته په دي موخه وسپارل سوي ترڅو د نورو هيوادونو دخراپو او بی کيفيت سبزيجاتو خلاص سوه داروزګان دکرهڼي او مالداري ریس زلمي الکو وويل چي ددغو شينو خونو دجوړيدو مالي لګښت ورته د دوست هيواد هندوستان له لوري ورکول سوي وه
نومړي له ټولو بزګرانو څخه هيله وکړه چي ددغو شنو خونو څخه په ښه توګه ګټه واخلي.