
کله چې زمونږ مشران، سیاستوال، شنونکي رسنۍ وکيلان او چارواکي د ډیورنډ کرښې په منلو نه منلو، یو بل ته په سختو ځوابونو ورکولو او غندلو، د کچالو پلورونکو په ملاتړ کولو، په ولسمشر د ملنډو وهلو، خپل منځي اختلافاتو، تعصب او بې اتفاقۍ ته په لمن وهلو او د ونډو په وېشلو بوخت وي هلته؛ پخواني دښمنان د ملګرتیا په پیاوړي کولو، د پټو او ښکاره غونډه په کولو، د وسله والو مخالفینو په سمبالولواو د افغانستان د نن او سبا په ټاکلو بوخت وي.
کلونه وړاندې مجاهدینو د پاکستان، او پاکستان د امریکا په مټ په افغانستان کې د پخواني شوروي د یرغل په وړاندې مبارزه وکړه او شوروي ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه ورسول.
خو؛ اوس دغه زړه دښمني په نوې دوستۍ بدلیږي!
د پاکستان او روسیې تر منځ د ملګرتیا نوی باب په ۲۰۱۴ کال کې د دواړو هیوادونو له ګډو پوځي تمریناتو، پوځي روزني لپاره د پاکستاني سرتیرو له استولو او ګډو هوايي عملیاتو سره پیل شو.
له وزیرستان څخه د پوځي جنرال اسراکوف سرګي یوروچ په مشرۍ د روسي پلاوي وروستۍ لیدنه او روسيې ته د پاکستاني جګپوړو چارواکو سفرونه او ملاقاتونه د دواړو هیوادونو تر منځ د کلکې ملګرتیا ښودنه کوي.په مسکو کې د طالبانو له استازو سره د روسیې د ناستو له افشا کېدو وروسته، دا هیواد له طالبانو سره په همکارۍ تورن شو.په همدې لړ کې روسيي د افغان حکومت له استازو پرته د افغانستان په حالاتو د غونډو کوربتوب هم وکړ.
دا هیواد ظاهرآً د دې ناستو موخه د افغانستان د کړکېچ لپاره د حل لارو پیدا کول ګڼي خو؛ د طالبانو په بریدونو او تکنیکونو کې بدلون، د کندز څو ځلي سقوط د ځینو ښارونو او ولسوالیو د نیولو هڅې، افغانستان کې په مرموز ډول د نامعلومو الوتکو ناستې، د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو وګړو حضور او له طالبانو سره د پرمختللو وسلو شتون ته په کتلو سره له طالبانو سره د روسیې له همکارۍ انکار نه شي کیدای.
پوښتنه دا ده چې طالبان ولې روسېې ته نږدې شوي دي؟
ښکاره ده: روسیه په سیمه کې د امریکا شتون اندیښمنه کړې ده، پرته له دې دا هیواد په سیمه کې د داعش له منځه وړل غواړي، په سیمه حاکمیت، له امریکا غچ، او د افغانستان د سولې په بهیر کې د چین، سعودي عربستان او نورو هیوادونو په پرتله ډیره ونډه غواړي.
له طالبانو سره د پاکستان د اړیکو مرستو او لارښوونو د اثبات اړتیا نه شته، ایران هم له کلونو راهیسې له طالبانو سره ناستې او همکاري لري.
په ورستیو کې، په پاکستان کې د ملامنصور وژنه، د بې پیلوټه الوتکو په بمباریو کې د طالبانو د مهمو غړو وژنه، په پاکستان کې د طالبانو د شتون له امله نړیوال فشارونه او پر پاکستان د طالبانو بې باوري دا وسله واله ډله روسیې او ایران ته ورنږدې کړې ده.
ایران هم په افغانستان کې د امریکا شتون نه غواړي همدا لامل د روسیې، ایران پاکستان او طالبانو د مشترکو ګټو ستره برخه جوړوي، دا هیوادونه سره نښلوي؛ د افغانستان د ویجاړتیا او د افغانانو د سرونو په بدل کې دا کړۍ خپلو موخو ته رسوي.
په دې حلقه کې د چین او ترکیې د شاملولو هڅې هم جریان لري، ویل کیږي چې ترکیې ته د پاکستاني جګپوړو چارواکو سفرونه په همدې موخه تر سره کیږي او د چین او پاکستان تر منځ ملګرتیا خو پخوانۍ ده.
که څه هم چین په اقتصادي برخه کې د نړیوال پرمختګ په حال کې دی؛ خو د وړاندوینو پر خلاف، تېر میلادي کال د دې هیواد په اقتصادي وده کې د پام وړ کموالی راغلی دی، د دې هیواد سترې اقتصادي پروژې په سیمه کې پرتې دي، د سیمه ایزو میلیوني اقتصادي پروژو د پلي کولو لومړی شرط امنیت دی نو؛ دا هیواد د خپلو ګټو لپاره په افغانستان او سیمه کې د ښه امنیتي حالت غوښتونکی دی.
چین د افغان حکومت لوی مرسته کوونکی هیواد دی او طالبان هم په سیمه کې د هر بل هیواد په پرتله په چین باور لري.
ویل کیږي چې په روانې میلادي میاشت کې به د افغانستان حالاتو په اړه د مسکو په کوربتوب، د افغانستان پاکستان، چین، ایران، هند او ځینو نورو هیوادونو د استازو په ګډون ناسته تر سره شي خو؛
له بده مرغه تل د افغانستان برخلیک پردي د خپلو ګټو له مخې ټاکي، او افغانان په دوامداره کړکېچونه اخته کوي، له وخته وروسته زمونږ غبرګونونه او خوځښتونه هیڅ ګټه نه کوي، په کار ده چې: مدني ټولنې رسنۍ، شنونکي سیاسیون او د ولس ريښتیني استازي په جزيي او بې معنا مسایلو خپل وخت او انرژي ضایعه نکړي.
هیله ده یو- وار بیا پردو ته د افغانستان د نن او سبا ټاکلو اجازه ورنکړل شي.
مشران پر ځای د دې چې په یو بل ټاپې ولګوي، قوم او سمت پالنه وکړي، اقلیت او اکثریت معلوم کړي؛ د دې شومو سیاسي جریانونو د مخنیوي لپاره دې سره یو ځای شي.
هیله ده یو موټي شئ، پردو ته نور فرصت مه ورکوئ، د خپل هیواد او ولس غم په خپله وخورئ او د افغانستان حال او ماضي وژغورئ!
پاتې دې نه وي چې د روسیې په مشرۍ دا سیاسي کړۍ دې په دې پوهه شي: طالب له داعش او داعش له طالب بد تر دي، ترهګر ښه او بد نه لري، د طالبانو پیاوړي کول به د افغانستان په ګډون تاسې ته هم ډېر زیانونه ورسوي او يوه ورځ به ستاسو په خپلو وسلو او امکاناتو ستاسې په خاوره، ستاسې د لاس پوڅو په وسیله او ستاسو د وینو په بیه د ۹/۱۱ پېښه تکرار شي.