راشد خان د کریکت لپاره الهي ډالۍ

راشد خان چې د افغان کریکت لوبډلې غوره لوبغاړی دی، د هندوستان په سوداګریز کریکټ لیک(IPL) کې د خپلې غوره لوبې له امله د کرکیټ د خبرونو سرټکی جوړ شوی.
وارنر  چې د کریکت نړۍ په زړه پورې او پیاوړی لوبغاړی دی، د رشد خان د توپ اچونې څخه متاثره شوی او هغه یې سوپر سټار بللی   دی.
هندي سریش راینا چې په ورستۍ لوبه کې د رشد خان له بال ویریدلی وايي سره له دې چې د رشدخان ویډیوګانې یې لیدلي خو بیا یې هم د هغه بال ونه شو سنجولی،خو د کریکت تبصره کونکي وايي د رشد خان د بال پېژندل د ټوپونکو له پوهیدو لوړه خبره ده.
رشد خان چې د ګوګلي بال له امله د نړۍ په کریکټ کې په تیزۍ سره د لوړ مقام خواته روان دی، هندي محمد کېف د هغه په اړه ویلي چې ګوګلي  رشدخان ته د الله ج لخوا  ورکړل شوې ډالۍ ده، چې په وړاندې یې د نړۍ پیاوړي توپوهونکي بې وسه دي.
په دې ورستیو کې د نړۍ په هره څنډه کې د رشد خان مینوال په ډېریدو دي او هم مهاله د کریکټ نړیوال تبصره کونکي په دې باور دي چې رشد خان د کریکټ نړۍ ته د الهي ډالۍ په توګه ورکړل شوی.
هندي لوبغاړي اجي جدیجا د رشد خان په اړه وايي سره له دې چې سوریش او ځینې نور لوبغاړي د رشدخان په وړاندې په ډېر اختیاط ولوبیدل خو بیا هم اوټ شول، که چرته د رشدخان په وړاندې تېزه لوبه وکړي، پایله به یې څه وي؟
رشدخان په هند کې د کریکت د مینوالو لخوا ستایل شوی او په هندې کې ددې افغان لوبغاړي مینوال په زیاتیدو دي.
د هند د سپورټي راډیوګانو او ټلویزیونونو ترڅنګ په ټولنیزه میډیا کې د رشدخان د بال په اړه تبصرې روانې دي او د هغه په اړه یې د کریکټ په نړۍ کې د انقلاب د راوستو خبرې کړي.
نړیوالو تبصره کونکو ویلي که رشدخان بال همداسې دوام وکړي، هغه خبره به چې (کریکت د چانس لوبه ده) له چلینج سره مخامخ شي.
راشدخان چې د هند په سوداګریزو سیالیو کې د حیدراباد لوبډلې لپاره لوبیږي په خپله دویمه لوبه کې یې مکلم، فېنچ او رېنا د ګوګلي توپونو ښکار کړل او درې واړه یې په ایل بې ډبلیو له مېدانه بهر کړل، چې په دې سره د حیدراباد لوبډلې د مینوالو او د کریکت د تبصره کونکو د پام وړ وګرځیده.