معاصرې انترنيت تكنالوژۍ



دا ټولو ته معلومه ده چې هر عمل او پركټس يوې تيورۍ ته اړتيا لري . د تيورۍ نه پرته
د هغه كېدل امكان نه لري ، دا ځكه مخكې له دې نه چې يو كار وكړو بايد دا راته
معلومه وي چې، دا ولې كوو، د څه لپاره يې كوو او څه ډول يې بايد وكړو. كه نه له دې
نه پرته موږ هېڅ هم نشو كولاى . زما په اند د نړۍ ټولې چارې په همدې ترتيب سرته
رسيږي . انترنيت هم د تيوريو محصول دى .
د دې لپاره چې په موضوع ښه پوه شوي وو، نو راځئ خپل كمپيوټر ګل كړو- پرېږده چې يو
څه خپله ستړيا رفع كړي او يا به هغه څه چې موږ يې اوس په كې كوو پرېږدو او د
انترنيت په هكله به يو څه ولولو.
د انترنيت د كار كولو عمومي پرنسيپونه
د هر څه د مخه به په دا چې انترنيت څه شى دى او څه ډول كار كوي رڼا واچوو- عامو
پوښتنو ته به ځواب ووايو.
انترنيت څه ته وايي؟ انترنيت سيروس يانې څه ؟
زما په فكر لومړۍ پوښته چې دلته بايد ځواب وركړو هغه به دا وي چې پخپله انترنيت څه
ته واي؟
كه چيرې يې تعريف په لنډ دول وكړو نو هغه به دا وي، انترنيت – په دې ښايي تاسې هم
پوهيږى چې دا يو نړېوال كمپيوتري جال يا نيت دى. كه رېښتيا درته اوايم نو انترنيت
په همدې نامه(نيت) د نړۍ ډېر وگړي بولي يا صرف جال (ويب) ورته وايي. د نړېوال جال
نه ځكه ورته وايي - دغې جال چې په خپلو مسي لينونو، راديو چينلونو يې د نړۍ ګوټ
ګوټ سره پېرلى او په دې ډول يې په ميليونو كمپيوترونه سره تړلي دي . البته انترنيت
د يوه معين ستندارد او معيار لاندې كار كوي (چې د كومو په هكله به وروسته خبرې
وكړو).
د دې لپاره چې د انترنيت په تعريف كولو كې مو هېڅ نه وي پرې ايښي نو انترنيت دا
يوجال نه بلكې د وړو جالونو مجموعه ده ، كوم چې د سترو ، اتحادي چاينلونو په وسيله
سره يوځاى شوي دي. د دغو وړو جالونو مقدار دومره ډېر دى چې د نړۍ ګوټ ګوټ ، كلي ،ښارونه،
ولايتونه او هېوادونه يې د كمپيوټرونو په وسيله سره تړلي دي. چې موږ ورته انترنيت (Internet)
وايو. پاتې دې نه وي چې هر هغه څوك چې انترنيت يې چالان كړى وي او كار په كې كوي د
دغې جال يو برخه جوړوي.
د انترنيت جال يوه ښه ځانګړتيا او ښوالى دا دى چې موږ د ځايه په نه خوځېدلو او
پاڅېدلو د خپل كمپيوتر له لارې كولاى شو د نړۍ په هر كونج كې واوسو هر څوك چې
وغواړو ووينو ، د هر څه په هكله چې وغواړو دلته يې ليدلاى او لوستلاى شو.
بله ځانګړتيا يې دهغه ستبليټي ده-كله چې چيرته د انترنيت كوم لين (چينل)قطعه يا پرې
شي، نو اتومات ټول هغه معلومات چې موږ په كار دي د بل چينل له لارې راځي او راكش
كيږي. پوهان وايي چې انترنيت كوم خاص مركز او هسته نه لري چې دا يې هم يو ښيګڼه ده
،ځكه كه چيرې كومه ستونځه په مركز كې جوړه شوې واى نو د ټولو انترنيت به كار نه
كاوو.
دا دى اوس زما په اند موږ دې پوښتنې ته چې انترنيت څه ته وايي ځواب ووايه ، اوس به
يو چكر د انترنيت د تاريخچې په لور ووهو تر څو وپوهيږو چې دا ټول كله او څرنګه شروع
شول.
انترنيت رښتيا هم چې ډېره ځنډنۍ او مړه تاريخچه لري. انترنيت د شلمې پېړۍ په دوهمه
نيمايي كې هغه وخت منځ ته راغى كله چې د امريكا د دفاع وزارت يوكمپيوتري جال چې د
هر ډول بريدونو، ستونځو نه به ساتل شوى وي او پټ رازونه، معلوماټ به په كې ساتل او
يو بل ته به په سيكريت يا مخفي ډول لېږل كيږي جوړ كړ. پاتې دې نه وي چې هغه وخت د
انترنيت په نامه نه بلكې د ARPANET په نامه ياديده. چې بيا د شلمې پېړۍ په اتياوو
كالونو كې پوهانو يا عالمانو ته وسپارل شو، چې هماغه وخت يې نوم ته هم تغير وركړ
پخوانى نوم (ARPANET) يې د انترنيت (Internet) په نوم بدل كړ او تر اوسه پورې يې
خلك انترنيت بولي.
په اوله موده كې د انترنيت نه د ليكونو او فايلونو د لېږلو رالېږلو كار اخيستل كېده
چې بيا وروسته د 80 كالونو په ورستيو كې په انترنيټ سايټونو(وېب پاڼو) بدل شو ، له
كومو نه چې اوس ټوله نړۍ كار اخلي او عام ګرځېدلي دي.
ډېر د خوښۍ ځاى دى، دا دى ګران هېواد هم انترنيت په دې څو كالونو كې په خپلو
جالونو سره وپېره او ډېر ولايتونه، كلي كورونه اوس انترنيت لري او ورځ په ورځ يې
كارونه او استفاده ډېريږي.



دا چې موږ د انترنيت د سيرويس په هكله يادونه وكړه ، نو ښه به دا وي چې په دې اړخ
هم يو څه رڼا واچوو.
په هر صورت، ترټولوپخوانى او مشهور انترنيت سرويس چې اوس هم شهرت لري - الكتروني
پوسته (E-mail) ده. هره ورځ په جهان كې په سلهاوو ميلونه ليكونه لېږل رالېږل كيږي،
د دوۍ مقدار ورځ په ورځ نور هم ډېريږي. د الكتروني پوستې ښېګڼه د عادي پوستې په
پرتله په دې كې ده چې هغه اسانه ده،تيزه ده، بې پيسو او هر چا ته ده.
هو! دا اسانتياوې ښېګڼې او تيزتوب يو ډول ستونځې هم لري، لكه ״Spam״- اعلانات ،
ويروسونه او نور، چې د دوۍ سره بايد مبارزه او مخه يې ونيول شي .
بل پخوانى انترنيټ سرويس – FTP (File Transfer Protocol) چې د فايلونو د تبادلې
لپاره ځنې كار اخيستل كيږي دى.
دريم انترنيت سرويس - نړېوال جال ياwww ( World Wide Web ، نړېوال پراخ جال) ، يا
په اسانه ژبه ويب (Web) دى. دا هماغه وېب پاڼې او وېب سايټونه دي چې موږ يې د
Internet Explorer Browser او نورو بروزرونو په واسطه ګورو. زما په فكر دا سرويس د
ټولو نه جالب دى ، همدغه سرويس و چې د پوهانو جال يې په عام جال بدل كړ كوم چې اوس
دومره مشهور شوى دى. دلته په دې كتاب كې موږ همدغه سرويس په بشپړه توږه وڅېړو.
ښه به دا وي چې دڅو نورو انترنيت سرويسونوچې دومره مشهور نه دي هم خبرې وكړو:
· خبرونه- دا سرويس هم يو څه د الكتروني پوستې په شان دى : كاركونكى خپل ليك ليكې
----
· نشراتي سرويس- دلته د انترنيت له لارې تلويزوني او راديويي معلومات نشريږي.
· انترنيت پيجر-
· چيټ(Chat) - دا هم د خبرو اترو يوه لار ده،د مباحثې يو اړخ زر خپل ليك وليكي او
په عاجل ډول بل اړخ ته رسيږي.



داسې ډېر نور انترنيت سيرويسونه هم شته چې موږ دلته نه دي ياد كړي. تاسې د دوۍ په
هكله معلومات په انترنيت كې موندلاى شئ .