د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د نا څرګندو پایلو ډالۍ مو په هېواد کې د دوه سري حکومت رامنځته کېدل و، د ولسي جرګې تېرې ټاکنې هم داسې جنجالي وې، چې د ټاکنو د کمیسون د پایلو پر ځای ورته ځانګړې محمکمه جوړه شوه او د ځېنو ولایتونو رایې له سره څو ځله وشمېرل شوې، ولس په دواړو ټاکنو کې هغو ته چې زمینه برابره شوه رایه ورکړه، خو د قدر په سترګه ورته ونه کتل شول .
د اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحیمي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبرې غونډه کې وویل: له شک څخه پرته چې ناامني یوه ستره ستونزه ده، خو تر دې بریده ستونزمنه نه ده چې د ټاکنو د ترسره کېدو مخنیوی وکړي .
د دې تر څنګ د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، اوسمهال يې په ټاكنو كې د ټكنالوژۍ د كارولو په اړه څېړنې پيل كړې چې په څلورو اوونيو كې به دغه څېړنې بشپړې او له هغه وروسته به د ټاكنو د نېټې، ټكنالوژۍ د څرنګوالي او ټاكنو د بوديجې په اړه تصميم ونيسي .
د حکومتي چارواکو په خبره چې نا امني تر دې بریده نه ده، چې د ټاکنو د تر سره کېدو مخنیوی وکړي، خو دا خبره به څوک ومني ؟ د حکومتي چارواکو بې ځایه څرګندونې یو له هغو عواملو څخه دي، چې د خلکو باور یې پر دولت او دولتي چارواکو کمزوری کړی دی .
له کندوزه به یې پیل کړم، د کندوز ښار په دوه کیلو مترۍ کې وسله وال طالبان شتون لري، له ښار پرته د مرکز ډېرې سیمې د دوی په ولکه کې دي، اوس نو پوښتنه دا ده که وضعیت په همدې توګه دوام وکړي نو دولت به پرته له ښاره د مرکز په کومو سیمو کې د رایې اچونې لپاره صندوقونه ږدي ؟
که د ټاکنو په ورځ ښار ته له نږدې سیمو نه وسله وال طالبان پر ښار مرمۍ را وتوغوي، نو په دغسې حالاتو کې به ولس د تېرو ټاکنو نا څرګندو پایلو ته په کتو سره څنګه زړه ښه کړي، چې بیا دې هم د رایو صندوقونو ته ورشي او د نا معلومو پایلو لپاره دې ځانونه په خطر کې واچوي .
دغه راز د کندوز د ولسوالیو په اړه وسله وال طالبان ادعا کوي، چې دشت ارچي او چهاردره ولسوالۍ صرف مراکز يې له ۵ سلنه ساحې سره له دولت سره ده، نوره ۹۵ سلنه له طالبانو سره دي .
وسله وال طالبان د امام صاحب او قلعه ذال ولسوالیو په اړه ادعا کوي چې له مرکزونو پرته یې د دې ولسوالیو ۷۰ سلنه خاوره له دوی سره ده .
دغه راز وسله وال طالبان د خان اباد او علي اباد ولسوالیو په اړه د ۸۰ او ۶۰ سلنه خاورې د کنترول خبره کوي .
د دې تر څنګ د ملي یووالي حکومت په کندوز کې درې نوې ولسوالۍ تشکیل کړې( ګل تيپه، کلباد او اقتاش) چې تر اوسه لا دا ساحې د طالبانو په لاس کې دي او دولت په دې نه دی توانېدلی چې د نوو تشکیل شوو ولسوالیو لپاره سرپرست ولسوالان خپلو ولسوالیو ته سر ور ښکاره کړي .
د نورو ولایتونو په اړه خبره نه کوم، هلته په وضعیت هغه څوک ښه پوهېدلی شي چې هلته ژوند کوي، خو دومره ویلی شم، چې د هېواد په ډېریو ولایتونو کې د کندوز وضعیت ته په کتو سره پرتله کولی شو چې هلته هم هغسې چې دولتي ویاندویان خبرې کوي هغسې نه ده .
که دولت غواړي چې یواځې په همغو سیمو کې دې ټاکنې وشي، چې د دوی په واک کې دي او دا ډول ټاکنې ورته د منلو وړ هم دي، نو ولس خو په تېرو ټاکنو کې هم خپله رایه ورکړې او د بې باورۍ تر بريده همدغو دولتي چارواکو رسولې چې د ولس اعتماد یې په ډک سین لاهو کړ .
که دولت دا ځل بیا داسې ټاکنې تر سره کوي، چې له نیم نه ډېر ولس په کې ګډون ونه لري، نو بیا خو سمه ده، د ملي یووالي حکومت بنسټ هم د ولس د رایو پر اساس نه دی ايښودل شوی، د سیاسي توافق پر بنسټ د ملي یووالي حکومت رامنځته شوی چې د ولس رایې ته په کې هېڅ ډول اعتبار نه دی ورکړل شوی .
زه په دې باور یم، که دولتي چارواکي غواړي چې د ولس تر منځ ځای ولري اود ولس تر منځ د لاسه تللی اعتبار یې څه نا څه بېرته رنګ واخلي، نو پکار دا ده چې ولس ته هر څه رښتیا و وایي، د غولونې او دوه رنګۍ له پردو نه بهر را ووځي، تور ته تور او سپین ته سپین و وایي، نور نو ولس ته د کڼو او ړندو ګمان ونه کړي ، دا هغه څه دي چې په اوسنیو شرایطو کې ورته سخته اړتیا لیدل کیږي او د چارواکو د حیثیت ساتنه هم په دغه چاره کې نغښتل شوې ده .
وروستي