د زغم پایله

په پیښور کې اوسیدو له هغه ځایه د خپل هېواد پر لور را وخوځېدو؛ دلته په یو مناسب کور کې په کرایه اوسېدو، له کلي لږ لرې وو. موده تېرېده په خپل کور مو کار شروع کړ او دا چې مونږ په پېښور کې وخت تېر کړی و، د خپل کلي له دستور څخه لږ نا خبره وو.
په کور کې مو کار کولو، یو ناڅاپه یوه غوا په منډه منډه زمونږ پر لور را روانه وه، تر شا یې یو ځوان په ځغاسته و، کله چې د دې ځوان ستړیا او تښتېدلې څېرې ته ځیر شوو، خوا مو پرې بده شوه او ترې ومو پوښتل، چې ای وروره! خیر خو دی ولې په بیړه کې یې؟ په ستړي او سوځېدلي لهجه یې وویل: دې غوا مړ کړم او له ډېر لرې ځایه رانه بې مهاره شوې او هېڅ قابو کېږي نه. مونږ د انساني همدردۍ له مخې ور سره په دې برخه کې د مرستې ډاډ ور کړ. ده ته مو وویل؛ ته لږ تم شه، دمه وکړه، مونږ ور پسې کېږو، خپل باغ مو پسې لټ په لټ کړ، داسې وخت راغی، چې غوا زمونږ څنګ سره باغ ته واوښته. غوا مخکې او  مونږ ور  پسې روان وو، دا باغ مو پسې ښه بې درېغه ګام ګام کړ، یو وخت د دې باغ څښتن خبریږي، مخ پر موږ له زیا تې غوسې سره را روان دی، له روغبړ او سوال و ځواب پرته یې یوه څپېړه د مخ پر یوه خوا او بله له قهر ډکه څپېړه مې د مخ په بل لور وهي؛ تر څنګ ولاړ ورونو مې چې دا حال ولید، چې څنګه  زمونږ پر وړاندې زمونږ په لالا د څپېړو ګذارونه کېږي، نور یې  زغم وروستي پړاو ته رسي، نږدې و چې پر دې شخص ګذار وکړي، خو ما له لاسه ونیوه، په آرامه ډول مې ورته وویل خیر وار یې پر ما کړی ته لږ چوپ شه، خدای به خیر کړي، دا زما او د ده تر منځ شخړه ده. له لږې آرامتیا وروسته مې ورته وویل زړه دې تش شو؟  ویل یې نه، ما وویل: نور ګذارونه دې هم زغمی شم، زه ملامت یم، ستا نیمګړتیا دا وه چې پرته له سوال ځوابه دې پر ما ګذارونه وکړل. خیر لږ به دې ځان په دې مسئله پوه کړی و، بیا چې دې څه کول اختیار دې و. ورته مې وویل دا زه عار نه ګڼم، چې ستا لخوا پرما د څپېړو ګذارونه وشول، ما ته چې الله تعالی دومره قوي جسم راکړی له دې سره یې قوي زغم او حوصله هم را کړی. زما توپیر باید له تا سره وشي، احمق د جنګ ځواب په جنګ ورکوي.
لږه موده وروسته خبر شو چې دې هلک اپریشن کړی و او له دې سره سره دې هلک قلبي تکلیف هم درلود  په معمولي ګذار سره دی د قوي صحي پېښو سره مخ کېده. بس شکر مې و ایسته، صبر مې وکړ، کنه اوس به د یوې لویې ستونزې ښکار وو. څو ورځې وروسته همدغه هلک زما کشر ورور ته ویلي و، چې له ما څخه لویه تېروتنه شوې، زه سخت پرې پښیمانه یم، ورور سره دې د مخ کېدو زړه نه شم کولی، خیر دی زما لخوا ورته و وایه، چې هغه هلک پخپلو کړو پښیمانه دی، تا ته خجالت او تا سره د مخامخ کېدو زړه نه شي کولای، ورته ووایه هغه له تا نه ډېره بښنه غواړي. ما ورته وویل؛ د بښنې غوښتنې ضرورت نه شته، ما همغلته بښلی و.