انځور: د عبدالهادي داوي ليسې ملازم
لومړۍ برخه
په ګردونو کې پټ اتل
د نورو ورځو په څېر نن سهار بیا له همکارانو سره په موټر کې ناست يم. د کابل په ښار کې، له ښار نه تيريدل ډير زغم او وخت غواړي. د ښار په ګڼه ګوڼه کې، هغه ماشومان هم تر سترګو کيږي، چې خيرنې بوجۍ يې په شا او له کثافاتو خوراکي او نور توکي راټولوي او يا هم بوټونه رنګوي او یا هم سوالګري دي. زړه مې په رښتیا د دوی لپاره درد کوي؛ وایم دوی خو اوس په دې وخت کې باید ښوونځي کې ناست وای.
هو رښتیا، ښوونځي. هره ورځ ښوونځيو ته ځو، د دوی څارنه کوو، دا تصور مې نشو کولی، چې موږ به دلته پلازمېنه کې داسې ښوونځي ولرو، چې دومره زياتې ستونزې ولري. ډيری ښوونځي، ښوونکي او نور اساسي توکي لکه کتابونه، څوکۍ له کمښت سره مخ دي. حتی تورې تختې نشته، خو زه په واټونو کې د سياسي اتلانو لوی لوی انځورونو او پوسټرونه ګورم په زرګونو لګښت لري. له ځانه سره مې سوچ کولو، چې د هر يو پوستر په بدل کې څو ښوونځيو ته د لیکلو تختې اخستل کیدی شي، خو څوک به دې پاملرنه وکړي.
زما د سوچونو لړۍ د چارواکو که زورواکو د هغو تورو شیشو موټرو او باډيګارډانو هارنونو او الارم وشلوله، چې په سرکونو کې يې موټر داسې ځغلول لکه مسابقه چې وي.
کرار کرار د «عبدالهادي داوي ليسې» ته نږدې شو. د ښوونځي په دروازه کې له موټر نه ښکته شو او د ښوونځي غولي ته داخل شو. له لږ ځند وروسته مو د ښوونځي امر او مرستیال راپيدا کړل او ځانونه مو ور وپيژندل. د ډيرو بوختیاوو سره سره يې موږ ته ښه راغلاست وويلو. ما هم لازمه و نه ګڼله، چې د دوی وخت ډير ضایع کړم، همکارانو مو چک لستونو را و ايستل او د ښوونځي د مرستيال په مرسته يې په کې ارقام ليکل.
د نورو ورځو په شان ما د ښوونځي امر له ځانه سره کړ، تر څو په ښوونځي کې وګرځو او پر ستونزو ځان پوه کړم. د ښوونځي امر ښه مدير ښکاريده، د اوبو له پرابلم پرته يې په خپل مديریت تقريبا ټولې ستونزې حل کړي وې، چې دا ډول مديران هم کم تر سترګو کیږي. په لاره کې د ښوونځي ملازم هم زموږ سره يو ځای شو او د امر تر څنګ ده هم پوره مالومات درلودل. امر صاحب د ځينې مسايلو پوښتنه له ده نه کوله او ده ته هر څه مالوم وو.
په ښوونځي کې مې د څوکيو د اړتیا د مقدار په هکله پوښتنه وکړه، ويل يې موږ ورته اړتیا نه لرو. ما لږ تعجب وکړ، ځکه په نورو ډيریو ښوونځيو کې دا يوه لویه ستونزه وه؛ د څوکيو او ميزونو نه شتون او په ښوونځي کې د ماتو څوکيو انبار.
امر صاحب هم د خپل ملازم ستاينه وکړه. د ده په وينا، چې په ښوونځي کې د څوکیو کمبود ځکه نشته، چې دغه ملازم د ولډېنګ ماشين په واسطه د ښوونځي ټولې ماتې څوکۍ، چې شمېر يې څو سوه ته رسيدلو، پخپله ترميم کړي دي. د دې خبرې په اوريدو سره مې دغه ملازم ته په زړه کې مينه پيدا شوه.
لږه شیبه وروسته د ښوونځي امر سره زما خبرې خلاصې شوې، خو د ملازم په هکله مې په زړه کې تلوسه په ډيريدو وه. لږ مې وستايلو او بیا مې ترې غوښتنه وکړه، چې غواړم يو یادګاري عکس یې واخلم.
د ښوونځي انګړ کې مې شنې ونې تر سترګو شوې، ما ورته وویل ښه ده شينوالي ته هم پاملرنه شوې، خو راته مالومه شوه، چې زیاتره دغه ونې هم ملازم کينولې وې.
کله مې چې له ده سره د خبرو لپاره ډيره لېوالتیا وښوده، نو د ده هم زړه وشو چې د ښوونځي په هکله ډير مالومات راکړي. په لاره کې يې تر ټولو په زړه پورې کیسه په داسې مهال راته وکړه، چې د ښوونځي نورو کارکوونکي هم بدرګه راسره روان وو. د ده په وینا، چې لس کاله مخکې په ښوونځي کې يو نل وچاودیده او وزارت ته خبر ورکړل شو. له هغه ځایه، چې کوم پلاوی راغی، د دې نل د جوړیدو لګښت او برآورد ۱۷۵ زره افغانۍ وشو، خو ملازم وويل چې ده پخپله د جوړولو لپاره يې مټې راونغښتلې او د ۳۵ افغانيو په لګښت يې نل جوړ کړ او لس کاله کیږي، چې بيا ندی خراب شوی.
دغو خبرو زه هيښ کړم، او په زړه کې مې ډير درناوی ورته پيدا شو.
زما سره تر خدای په امانۍ وروسته، په ښوونځيو کې خپلو چارو ته بيرته ورغی او په ګردونو کې يې په کار پيل وکړ.
ما ته د تګ وخت کې هوډ وکړ، چې زه به په ګردونو کې د دغه پټ نومورکي اتل کیسه نورو سره شريکوم، ځکه ما ته يې ډيرې هيلې پيدا کړې او د زړه ځواک مې زيات شو.
دغه اتل د لغمان اوسيدونکی ښاغلی عبيدالله دی.
14.03.2017
کابل، مکروريون د شپې ناوخته
نور بيا...
وروستي