د وروستي تعویض نرخ
Marginal Rate of Substitution
د وروستي تعویض نرخ نظریه د بې توپيره کرښې له مهمو وسایلو څخه شمېرل کېږي کله چې تقاضا څيړي او دا هغه نرخ دی چې له مخې یې مصرفونکي دې ته واداره وي چې (x) توکی له y توکي سره تعویض کړي. مانا دا چې مصرفونکی څومره مقدار (x) له لاسه ورکړي تر څو y په لاس راوړي چې کولای شو په لاندې جدول کې ښه روښانه کړو:
جوړښتونه |
Xتوکی |
Y توکی |
MRSxy |
A |
1 |
12 |
|
B |
2 |
8 |
4 |
C |
3 |
5 |
3 |
D |
4 |
3 |
2 |
E |
5 |
2 |
1 |
د مصرفوونکو وړاندېوالی Consumer ‘s Preference : که چیرته موږ دوه بنډله X1,X2 او Y1,Y2له ځانه سره ولرو که مصرفونکی لومړي بنډل X1,X2 نسبت دویم بنډل Y1,Y2 ته لومړیتوب ورکړي، نو په ریاضیکي ډول ویلی شو چې مصرفونکي لومړی بنډل نسبت دویم ته لومړیتوب ورکړ. کولای شو داسې ولیکو X1,X2 > Y1,Y2 . نو له دې څخه څرګنديږي چې د تصور اړیکه دمصرفوونکو له چلند سره ده.
که مصرفونکی د دواړو بنډلو په وړاندې بې توپیره پاتې شي، نو دا (~) ورسره لیکو، د بې توپیره مانا دا چې مصرفونکی کولای شي لومړی یا دویم بنډل وټاکي ځکه دواړه ورته یو شان سکون ورکوي او یو پر بل وړاندېوالی نه ورکوي او که مصرفونکی له دواړو څخه لومړی ته نسبت دویم ته برتري ورکوي یا بې توپیره پاتې کېږي نو موږ وايي چې دا یوه ضعیفه ترجح ده.