نن ډیورنډ، سبا ټول افغانستان ورپریږدئ

څه د پاسه دوه میاشتې وشوې چې  ډونالډ ترمپ په رسمي توګه د امریکا د ولسمشر په توګه په کار پیل کړې دی.که څه هم ولسمشر ټرمپ، د خپلو ژمنو په تر سره کېدو ټينګار کوي او د ځینو ژمنو د پلي کولو اقدام یې هم کړی، خو تر اوسه یې د افغانستان په اړه دریځ روښانه نه دی.
وړاندې له دې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه ضد او نقیضې ویناوې کړې دي لکه: «افغانستان ته په ورتګ سره مو لویه تېروتنه کړې ده،څه پیاوړي مفکرین مو لرل؛ دوی دومره فکر نه کاوه چې د څه بد کولو لپاره افغانستان ته ور ځي؟ شتون مو تېروتنه ده، ګډوډي ده، اوس نو باید هلته پاتې شو؛ کنه نو په دوو ثانیو کې به هر څه له منځه ولاړ شي، لکه څنګه چې مې د عراق په اړه وړاندوېنه کړې وه؛ اوزموږ له وتلو وروسته عراق په بل مخ شو.»
بل ځای وايي:« پاکستان د افغانستان ګاونډی دی، خبره له همدې ځایه پیلږي،له اټومي وسلو سره باید احتیاط وشي،خو له اټومي وسلو پرته، هلته بله ستره لوبه هم روانه ده.»
او: «زه په پوتین باور نه لرم او دا پر پوتین د باور یا نه باور خبره نه ده،نه غواړم چې امریکا هلته ( افغانستان) کې ماتې وخوري،موږ په افغانستان کې کابو یو تریلیون ډالره لګولي خپل هیواد مو له اقتصادي ګواښ سره مخ دی،د افغانستان حالت د شيکاګو په څېر نه دی چې یوازې خلک ومري.»
په افغانستان او عراق  کې د امریکا د شپاړس کلنې جګړې په ترڅ کې ۶۸۰۰امریکايي سرتیري وژل شوي دي.
خو دا شمېر په دویېمه نړیواله جګړه کې  او د ویتنام په جګړه کې  د وژل شویو امریکايانو د شمېر په پرتله ډیر لږ دی.
څه فکر کوې، د اټومي وسلولرونکی، په هره برخه کې پرمختللی،په ځان بسیا، په نړۍ مشري کوونکی او زبر ځواک امریکا، پیاوړئاو رسیدلي ملګري یې افغانستان کې بري ته نشي رسيدلای؟ په زرګونه سرتیري د یو څو ډلو په وړاندې ناتوانه دي؟ د دې هیوادونوجګړه ایزه پالیسي ناکامه ده ؟ خواران قرباني او مالي لګښتونه ورکوي؛ خو مخالفو ډلو ته ماتې نشي ورکولای؟
له ۲۰۰۱کال راهیسې طالبانو دهر بل وخت په پرتله د افغانستان ډیرې برخې نیولي دي.
د امریکا د دفاع وزارت د تیر میلادي کال د وروستۍ میاشت د ريپوټ له مخې افغان حکومت د هیواد په ۵۷سلنه برخو کنټرول لري او کابو نیمايي خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده.
په افغانستان کې یوازې د مخدره توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي په برخه کې ۸. ۵بيلیونه ډالره لګول شوي دي خو؛ د سيګار د نوي راپور له مخې افغانستان د نړۍ ۹۰سلنه مخدره توکي برابروي!
ځيني امریکايي پوځي چارواکي وايي: په افغانستان کې د امریکا ماتې تخنیکي نه؛ د مشري ماتې ده.
په ۱۸۹۳کال کې د شیطاني تړون لاسلیک په هیواد کې د دوامداره نا امنیو بنسټ کېښود.پیړۍ وروسته  د دې شيطاني لوبی په لومړي پړاو کې د پخواني شوروي یرغل، د کفري ټاپو، د مشرانو د وژنو، د جهاد په نوم فعالیتونه،بې اتفاقیېواود ګډویېوجریانونه پیل شول؛ خولس کاله وروسته د سي - اي ـ ای په مرسته مجاهدين بریالي شول او پخواني شوروي افغانستان پرېښود.
په همدې وخت کې ( ۱۹۸۹) د ځينو اجیرانو، غلامانو،جاسوسانو او وطن پلورنکو لخوا خپل منځي جګړې پیل شوې.
 او اوسمهال د سپټمبر له یولسمې پيښې وروسته د شيطاني لوبې دویېم پړاو جریان لري!
 
ځيني امریکايي شنونکي په دې باور دي چې د افغانستان په وړاندې به د امریکا په سیاست کې هیڅ بدلون رانشي؛ ټرمپ به هم د پخواني ولسمشر بارک اوباما قلم او کتابچه و کاروي.
دا چې ولسمشر ټرمپ به د افغانستان په وړاندې څه ډول سیاست ولري؟د جورج بوش د طالباني او بارک اوباما د داعشي لوبغاړو وروسته به ټرمپ په کوم نوم او څه ډول لوبغاړي رامنځته کړي؛ د اندېښنې وړ جلا خبرې دي...
زما وینا هغو بې منطقه، بې شعوره، د سیاسي فهم او درک نه لرونکو،خاینینو، وطن پلرونکو او نوکرانو ته متوجه ده چې د ډیورنډ کرښې په رسمیت پيژندل د ستونزو حل ګڼي:
ای د ملي کنګرې ایراني اجیره ګوندیانو! تاسې سره دا استدلال کول چې وطن مور، خاوره ناموس دی؛ هیڅ اغیزه نه لري، ځکه ډېر داسې غیرتیان شته چې د ناموس او مور پروا نه لري، او د خپلو ګټو لپاره یې پریږدي او کاروي.
نن د ډیورند د تپل شوې کرښې پرېښودل غواړې، سبا به وايي چې د افغانستان ټولې اوبه هم ورپریږدې!
تاسې خو هسې هم د وطن ګټونکي او میونديان نه یې چې په خپلې خاورې د ننګ غږ به مو په ولولو راولي.
د پردو په پاتې شونو لویو شويو عقده یې محرومانو!
افغانستان ته يې تاریخ، لعلونه او کانونه، منرالونه اثارونه، پرېمانه اوبه او ټولې طبیعي شتمنۍ دښمنې شوي دي .افغانستان د اسیا بام،دروازه او زړه دی، سوداګریز مرکز دی همدا موقعیت ورته بلا ګرځيدلی .که افغانستان ارامه پريښودل شي ستاسې په څېر خاینین به چیرته وي،خود کفا رسیدلی، پیاوړی او ځواکمن هیواد به وي.
د صالح او عبدالله  درد او مرګ دې په تاسې شي، څه غیرت له هغوی زده کړئ.
 پوهیږې کنه، لویدیځ د افغانستان لپاره اږود مهاله پلانونه لري او همدا پلانونه تطبیقوي، افغانان د ډیورند کرښې نه،  مذهبي اختلافات قرباني کړي، د اسلام پر خلاف ځيني پلانونه له همدې ځای نه تر سره کیږي.
هیواد د لویدیځ او ختیځ د سیالیو ډګر دی، د ډیورنډ په رسمي پيژندلو يا نه پيژندلو د افغانستان په حالت کې هيڅ توپیر نه راځي،  دا لوبې او دسیسې به دوام ولري، ځيني خو ان دې جریانونو ته د پرمختللې نړیوالې جګړې نوم ورکوي او ځيني افغانستان  د درېیمې نړیوالۍ جګړې پیل ځای ګڼي.
 په هر صورت پوهیږم چې، افغان ولس ته د دوو وطن پلورنکو خبرې هیڅ ارزښت نه لري، نه خو دوی د دې پريکړې واک او صلاحیت لري؛ دومره یې وکړل چې ځانونه یې ولس ته ښه په رسميت وروپيژندل.