
څو لسیزوجګړو، ورانیو، وژنو او وحشتونو د افغان ولس د صبر کاسه چپه او یو نوي اوښتون ته یې اړ کړل، بلاخره یې الله پاک سوال قبول او په ۲۰۰۱ کال کي یې نړیوال ځواکونه ورباندي رانازل کړل، افغان ولس پدي امید د نړیوالو هرکلی وکړ چې د ۱۶ پیړی افغانستان ته به د ۲۱ پیړی ژوند ورکوي، دوی ته به د آرام بستروغوړوي، د نورمال ژوند کولو شرایط به وربرابري، له وژنو او جګړو به یې د تل لپاره خلاصوی، او په ژوند کی به یې مثبت بدلون راولي، څنګه چې افغانانو فکر کاوه همداسی و هم شول.
خو له لنډي مودي وروسته د نړیوالو په وړاندي د یو شمیر افغانانو مقاومت هغه څه وو چې د افغان ولس هیلې یې په سیند لاهو کړي اوله دوه کالو نسبي آرامی وروسته یې هیواد یو ځل بیا د نړیوالو رقابتونو، جګړو او تباهیومیدان وګرځید.
تر ۲۰۱۰ کال پوري نړیوال پدي باور وو چې ګواکی دښمن به د نظامې برخورد له لیاری ختموي، خو داسی ونشول او ددوي پر وړاندی دمقاومت لیکي ورځ تربلې پیاوړي کیدي، بلاخره امریکا د جنګ پر ځاي په سوله ترکیز وکړ او د یو میکانیزم د جوړیدو په هڅه کی شول.
هماغه وه چې د سولي عالې شورا د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري د سولې مشورتې لویې جرګي له رابللو وروسته جوړه او مشري یې پخواني جهادي مشر برهان الدین ربانی ته ور ترغاړی شوه.
په کار خو داوه چې د یادي شورا په تشکیل کي بانفوذه او مخور شخصیتونه ځاي پرځاي شوي وو، هغه چې د ولس په ژبه پوه او د ولس درد یې خپل درد ګڼلی واي، خو له بده مرغه چې د شورا په رأس کی داسي کسان وګمارل شول چې لاسونه یې د ملت په وینو سره او خیټي یې دیتیمانو او کونډو له مال ډکي وي.
تر ډیره حده ددي شورا رول سمبولیک او تشریفاتي وساتل شو، د پریکړو او تصمیمونو حق ځني واخیستل شو، ځکه که وګورو نو په تیرو ۷ کالو کي دوی هیڅ لاسته راوړنه نلري، بس له امریکا او انګلیس څخه ډبل معاشونه خپلو جیبونو ته غورځوی او ترڅنګ یې تعقیبي موټر او ساتونکي روان وي نور خیر او خیریت ده داچې په ولس څه تیریږي بلا یې توره ورپسې.
خو پدی وروستیو کی یی خارجی حامیان هم پوه شول چی نور لدی تیار خورو څه نه جوړیږي ځکه خو یې له یادي شورا خپل برأت اعلان او مالې کومک یې ورباندي بند کړ، دسولی عالی شورا هم نن اعلان کړه چی سر له نن څخه یی بودیجه ختمه او معاشونه نشته، اوس به وګورو چې ددي شورا غړی به د سولي راوستو په خاطر بې معاشه کار وکړي او که نه؟
خو سوله او د سولی عالی شورا د افغانانو د هیلو د تحقق موندنی لپاره وروستی هیلی دی نو په کار ده چی ولس ناهیلی نکړي او د سولې لپاره بي معاشه هم کار وکړي.