۱-دا دروغجن سزا د نده چې خلک یې په خبرو باور نه کوي، بلکې خپله هم نه شي کولای چې د چا په خبرو باور وکړي. جيورج برنارد شاو
۲- په ژوند کې هیڅ حالت هم دايمي ندی، کله چې ژوند مو ښه وي، نو خوند ترې واخلئ او استقبال یې وکړئ.
کله چې ژوند مو ښه نه وي نو دا په یاد ولرئ چې دا د تل لپاره نه دی بلکې ښې ورځې په لاره کې دي.جیني یانګ
۳- که څوک د خپلو شته شیانو شکر ادا نه کړي، نو هيڅکله به یې خوشالۍ په برخه نه شي.
۴- ژړل د کمزورتیا نښه نده بلکې د زیږیدلو پرمهال ژړل هغه نښه ده چې ستاسو په ژوندي پاتې کیدلو دلالت کوي.
۵- که غواړئ، کاميابه واوسئ، دا ډیره اسانه ده.
په کوم څه چې پـوهېږئ هماغه کوئ.
د کوم څه سره چې مینه لرئ هماغه کوئ.
په کوم څه چې باور لرئ، هماغه کوئ.
ویل روګرز
۶- تاسو کولای شئ چې له هغه شیانو سترګې پټې کړئ کوم چې نه غواړئ ووينئ .
خو تاسو نه شی کولای چې زړه له هغه شیانو څخه بند کړئ چې تاسو یې نه غواړئ حس کړئ.جاني دیپ
۷- تر ټولو مهم څه هڅه کول دي.ډایټر فوکودروف
۸- کورنۍ د ونې د ښاخونو په څېر ده دوی ټول مختلفو طرفونو ته لوییږي، خو په ريښه کې سره ټول نښتي وي.
۹- حساس خلک ډېر ځوریږي خو دوی ډيرې علاقې او ډيرې هيلې لري. اوګسټو کوري
۱۰- ځينې وختونه خاموشي دا خبرو څخه ډيره دردوونكي وي.
۱۱-دا مهمه نده چې نور درته څنګه ګوري بلکې د هر څه دي چې تاسو ځان ته څنګه ګورئ.
۱۲-تاسو ماضي ته بدلون نه شی ورکولای خو تاسو کولای شئ چې اوس بدلون رامنځته کړئ، صبا ته، راتلونکو ورځو ته او راتلونکي ژوند ته.بيلي کوکس
۱۳-پيسې شمیرې دي، شمیرې هیڅکله هم پای ته نه رسيږي. رابرټ نیسټه مارلي
۱۴- دوه شیان هميشه په ژوند کې په یاد ولره.
الف: خپلو فکرونو ته دې پام کوه، چې کله يوازې یاست.
ب-خپلو خبرو ته دې پام کوه چې کله له خلکو سره وئ.
۱۵- له خولې خلاصولو مخکې دې ذهن خلاص کړه.
فکر ژور کوه، خبرې په ادب کوه، مینه ډېره کوه، خندا اکثر کوه، او کار سخت. او مهربان اوسه.
۱۶-که له ژونده دې منفي فکره خلک وشړل، نو ژوند کول درته اسانه کېږي.
۱۷-هر سفر په یوه قدم سره پيل کېږي.
۱۸-کله چې پلار یو زوی ته یو څه ورکوي، دواړه خاندي.
کله چې زوی خپل پلار ته یو څه ورکوي، دواړه ژاړي.
ویلیام شکسپير
۱۹-په روښانه راتلونکي کې تاسو ماضي نه شی هیرولی.باب مارلي
۲۰-تشويش کول يوازې د وخت ضایع کول دي، هیڅ څه ته هم بدلون نه ورکوي. يوازې ستاسو خوشالۍ او خوښۍ درڅخه پټوي او تاسو مصروف ساتي.
نو زه هیله لرم چې تاسو هميشه دا موسکا کولو لپاره یو دليل پیدا کړئ.
وروستي