ژورناليزم؛ رڼه او سپېڅلې لار!

لمړی برخه:
 ډیری وخت، چې د ژورناليزم نوم اخستل کيږي نو د خلکو سترګو ته د اوسني پرمختللي ژورناليزم انځورونه ترسيميږي او فکر کوي، چې ښايې دغه مسلک او هنر به هم د روانې پيړۍ په وروستيو لسيزو کې راټوکيدلی او اوج ته رسيدلی وي.
حقيقت بل څه دی؛ نه غواړم ژورناليزم تاريخي شاليد باندې بحث وکړم، مګر هغه اساسي ټکی، چې د ډیرو له پامه غورځيدلی بايد يادونه يې وکړم.
زموږ امت له پيله په معاصره اصطلاح يو متمدن امت دی، داسې امت دی، چې انسانيت يې د بې شميره احساناتو پوره وړی دی، د دغه امت سرلارو او لارويانو، چې  انسانيت له پاره د ستړيا او پلټنو پايله کې کوم ګامونه پورته کړي، تر ننه ترې انسانيت ګټه اخلي؛ خو د درد خبره داده، چې د ابتکار او کشف وياړ بيا دوی ځانته منسوبوي.
د ژورناليزم په ډګر کې لمړی ګام د مسلمانانو قائد نبي کريم صلی الله عليه وسلم پورته کړ.
د کوثر سورت يې په ښکلي او رنګين خط وليکه، د کعبې په دروازه يې راځوړند کړ، د وخت وتلي اديبان، ژورناليستان، پوهان او مخور يې چيلنج کړل، چې مقابل کې يې خپل ليکل شوي تعبيرونه يا بيتونه راوړي؛ د پيغمبرصلی الله عليه وسلم دغه اقدام په اصل کې يو ژورناليستيک اقدام وو، داسې اقدام وو، چې د ژورناليزم د اصولو په هينداره کې ځانګړی رنګ او بشپړ جسم لري؛ د ژورناليزم اوسنی شکل له همدې ځايه سرچينه اخلي، په همدې کار سره د ژورناليزم بنياد مسلمانانو کېښود نو ځکه خو مسلمانان د دغه علم او هنر مبتکرين دي.
موږ ته د خپل پيغمبرصلی الله عليه وسلم نه په ميراث کې راپاتې منهج او تګلارې سپيڅلې او ارزښتمنې دي؛ نو ژورناليزم هم يوه خوږه او سپيڅلې دنده ده. د امت اصيل بچيان بايد د دغې لارې تقدس او اصالت وساتي، په دې بايد پوه شي، چې دغه لار انسانيت ته د اصيل او ريښتينې فکر د رسيدو لار ده، نه د خپلو کږو اهدافو د لاسته راوړنې لار.
د مطبوعاتي نړۍ ښکاره او نوم ورکي اتلان د فکر، فرهنګ او مذهب په ترويج کې د هغو علماوو نه ستره ونډه لري، چې د محراب او منبر له لارې بوخت دي او خلک نيکۍ ته رابلي؛ که د هغوي رسالت يوازې د ټولنې اخلاقي ابعادو ته کار کول يې، نو د ژورناليزم په بهير کې بوخت ژورناليستان په ملي او نړيواله کچه د سترو مسؤليتونو د بوج لاندې دي؛ د قوم راتلونکی او برخليک د دوی پورې تړلی، د مذهب او فرهنګ دقيق برداشت او اصلي پيژندګلوي يې د دوي په غاړه ده، نورې نړۍ ته د خپل ژوند او حال استازيتوب دوي کوي، که دوی د خپل مسلک نه ناوړه ګټه پورته کړي، نو د ټول ولس وبال به د دوی په غاړه وي.
د ژورناليزم ډګر ته يوازې د ذوق او شوق په عنوان نه، بلکې د مسؤليت په احساس د يو مسؤل په توګه داخل شو او د دغه مسؤليت د ترسره کيدا په لار کې ټول ديني او ملي خطوط او ارزښتونه  پام کې ونيسو.
دغه لار له هر پلوه سپيڅلې لار ده، بايد سپيڅلتوب ته يې درناوی وشي.