د پاچا خان بابا ویناوي

 
۱۶: په خدای پاک د عقیدی دا نښه ده ، چې سړی د انسانانو سره مینه وکړي.
۱۷: کوم قوم کې چې نفاق او ډلي وي ، هغه خپل منزل ته رسیدلی نه شی .
۱۸: پاڅئ ! دا خپل کور جوړ کړی او بیل بیوالی پریږدي یو قوم شي که یو قوم شی نو ستاسو دنیا به هم اباده شی آخرت هم.
۱۹:د قومونه د ژوندۍ کولو او بیدارولو لپاره داسی کسان په کار دي چې بې غرضه وي ،دینداره وي ایمانداره وي او د خدای ج لپاره دخپل قام خدمت ته تیاروي.
۲۰: زما په  څیر پښتون یا مسلمان ته دعدم تشدد دفلسفي پلې کول د حیرانتیا خبره نه ده دغه خو یو نوی عقیده نه ده دا خو څوارلس سوه کاله  پخوا يیغبر (ص) تل په مکه کې تطبیق کړي او  هغه  ځای يې د ظلم نه خلاصوه،  خو موږ هیره کړي وه کله چې ګاندی مخی ته کیښووله ، موږ فکر وکاوه چې دغه یوه نوی عقیده ده .
۲۱:په توره هر څوک مري، انسان هغه دی چې په خبری مړ شي.
۲۲: سړی چې څه غواړی هغه کولی شی په شرط ددي چې هغه د عزم او صبر او اعتدال نه کارواخلی.
۲۳: په ځای ددې چې موږ بل ته ګوته ونیسو ځان ته ګوته نیول پکار ده د نورو د اصلاح نه لومړی د ځان اصلاح فرض ده .
۲۴: پښتنو کې دا ډیره لویه  کمزورتیا ده چې چیرته لاړ شي او چا سره واده وکړي نو هغه خپله ژبه ترې پاته شی.
۲۵: پښتون یو  ژوندۍ  قوم دی ، دقومیت او قربانی ناره په کې شته خو راویښول غواړي .
۲۶:هي افسوس ! دنورو قومونه په شان ددې پښتنو غمخوار نسته د دوي شپون نسته ، ځکه خو یې شرمښان خوري او ماتوي .
ادامه لري.............