د بسیطه جهل علاج!

یعنې د هغې نا پوهی علاج کوم چې انسان په کې په خپل علم او پوهې هم معتقد نوي دا مرض د ناپوهی مرض دی، چې په زده کړې  سره محوه کیږي  او د تحصیل په دوایي علاج کیدلی شي. 
دا رنګ نا پوهی په ابتدا د عمر کې بده  نده او هر سړی اول نه پوهیږي او بیا وروسته د سعیه او کوشش په اثر عالم او پوه شي.
هوکه سړی ابتدا پوه وي نو په  ښوونځي، مکتب او مدرسی، تعلیم او تعلم ته څه حاجت پاتې شي؟  نو معلومه شوه چې هر سړی اول عالم نوی ،لکن وروسته د تحصیل ځنې په یو څه پوه شي نو د ناپوهي مرض په ابتدا د عمر کې قبیح نه دی په زده کړې سره یې علاج کیدلی شي، او د پوهانو د پاره په کاردی چې د ناپوهانو د پاره به همیش د علم صفت او جهل مذمت کوي او د جهل د اضرارو دپاره به امثال اوشواهد او هغه ناکاری پیښی چې د جهل په اثر راځي خلکو ته بیانوي.
دادی چې په دې لاندې ډول سره به زه هم یو څه د علم او پوهی په صفت او دجهل په مذمت کې د گرانو لوستونکو په حضور تقدیم کړم :
انسان باید فکر وکړي او په حال د انسان او دنورو حیواناتو کې عمیق شي چې دا څه وجه ده چه انسان د نورو حیواناتو ځنې  ممتاز او په قباء « ولقدکرمنابنی آدم»  ملبس دی.
دا وخت به انسان ته داعقیده حاصله شي چه فضلیت د انسان په نورو حیواناتو باندې په علم سره دی ، او په علم او پوهې سره انسان د عزت او اکرام منزلت حاصل کړی دی. له بلې خوا باید انسان د جاهل او ناپوه حقیقت ته متوجه شي کوم چه هغه د علم په صفت سره متجلی او ښایسته نه وي نو دا وخت به دا ورته واضح شي چه جاهل په شمار د بې خولې حیواناتو کښې حسابیـږي او د حیواناتو په شمار کښې دی.
همدا وجه ده چه جاهل او نا پوه کله چه د عقلاو،  فضلاو او پوهانو مجلس ته حاضریږی او هغوی په علمي مسائلو کښې بحث کوي او اجتماعي، اخلاقي، سیاسي، ادبي او مذهبي تحقیقات او توضیحات کوي، هلته جاهل په یو عالم سکوت مبتلا او په زړه کښې ئې د غم غوبل وي.
هو خبرې به نشي کولی او د بل په خبرو به نه پوهیـږي او دجهالو او نا پوهانو مجلس به نوی چه د چټیاتو او ناپړیتو به وینا کښې جاهل هم څه فعالیت ښکاره کړي نوځکه جاهل د پوهانو په مجلس کښې زیات خفه او ملول وي.  
حقیقت دا دی چه دا رنګه نا پوهان چه خپل قیمتي وخت یې عبث کړی وي او د مکتب او د مدرسې ځنې یې استفاده نه وی کړي او همیش په لهوه او لعب کښې یې خوند اخستی او د حیات په مرموزه اسرارو نه وي خبر نو  د حیواناتو ځنې هم مبتر دی ځکه حیوانات خپل طبعي او خلقي قوت او طاقت کوم چه هغه د بل په واک او اختیار کښې دی دبل په ارادې په کار اچوي، په خلاف د ناپوه انسان ځنې ناپوه انسان خو خپل هغه استعداد چه دعلم او زده کړې د پاره  آماده وو په کار وانچول او ده دا ونه کړه چې په زیار او زحمت سره د علم په صفت موصوف او د جامعې او ټولنې  د پاره د کار غړی شوی وي.
نو ځکه نا پوه انسان د حیوان لایعقل ځنې مبتردی، بلکه نا پوه انسان د جماداتونه هم ښکته دی ځکه جمادات تیږه لوټه او داسې نور غیر نامي او نه لویدونکي اجسام په خپل طبعي استعداد سره د انسان په اختیار کښې دي او ناپوه انسان خو خپل اختیار د بل په اختیار ورکړي او خپل په خپله یې خپل موجودیت لکه د جماد په شانې کرځولی.
همداوجه ده چه خدای پاک فرمائي: « أُوْلَـئِكَ كَالْأَنْعامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَـئِكَ هُمُ الْغافِلُونَ » (د اعراف سوره،  ۱۷۹ آیت).
د یونان ستر عالم او فیلسوف ارسطاطالیس ویلي که کوم لیدونکی (بینا) د یونابینا لاس ونیسی او دواړه په څاکې ولویږي ، نو په شقاوت او بدبختی کښې خو دواړه شریک شول ، لکن نا بینا ددی له امله چه عاجز وو او استعداد د لیدلو ئې نه در لوده معذور اومرحوم شمیرلی شي،  او بینا ملامت او مقصر دی.
هو ده ته خدای پاک سترګې ورکړی وي عقل یې در لوده نو ځکه خپل عقل اولیدلو ته مقصر او ملامت دی.
یو عربي شاعر وایي:
ولم ار فی عیوب الناس عیـباً + کنقص القادرین علی التمام
وائي زه نه وینم په عیبو د خلکو کښې داسې عـیـب په شانی لکه چه نقص او عیب د قادرینو دی په تمام والی د کار باندې هو په رښتیا چه په اتفاق د صاحبانو د عقل او نقل هیڅ کوم فضیلت بې د علم نه حاصلیږي. همدا وجه ده چه پاک الله خپل حبیب محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ته فرمایي (قل رب زدنی علماً) وائي: ووایه چې ای مربي زما په علم کښې مې زیاتوالی وکړئ.
کله چه حضرت عایشه رضی الله تعالی عنها رسول صلی الله علیه وسلم ځنې پوښتنه وکړه چه په څه شي سره فضلیت د خلکو په خلکو سره پیدا کیـږي حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم ورته په ځواب کې وویلې چه په عقل سره.
یو ورځې انحضرت صلی الله علیه وسلم علي کرم الله وجهه ته فرمایل: « یا علی اذا تقرب الناس الی خالقهم بانواع البرفتقرب بعقلک تسبقهم با لدرجات و لزلفی».
د ترجمې حاصل: ( ای علي کله چه د ستا او د نورو خلکومسابقه راغله په زیات نزدې والې او تقرب سره دربار د خالق جل جلالله ته اوخلکوغـوښتـل چه ځان نږدې کړی په اقسامو د نیکیو سره، نو ته ځان نږدې کړه په عقل سره، نو پدې مسابقه کې به ته  په دوی باندې په ډیرو درجو او قُرب سره په هغې باندې مخکښی شې.)
په یو حدیث شریف کښې راغلي:‎« الناس اما عالم او متعلم و الباقی همج» خلک په دوه قسم دي یو قسم عالم دي او بل متعلم باقی نور خلک لکه واړه واړه مچانو په شانې دي.
یو صحابي د آنحضرت محمد صلی الله علیه وسلم ځنې سوال وکړو چی ګوم عمل بهتر دی .
رسول صلی الله علیه وسلم جواب کې ورته وویلې (علم) په درې کرته صحابي همدا سوال وکړو او رسول صلی الله علیه وسلم همدا ځواب وویلې. اخرصحابی وویلې، چه زه د عمل  ځنې سوال کوم  او تاسې په علم سره ځواب راکوئ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویلې چې لـږ عمل سره دعلم ځنې دا بهتر دی د ډیرعمل ځنې چه د جهل ناپوهی سره وي.
د مرکب جهل علاج
یعنې د هغې ناپوهي علاج کوم چه ناپوه په کښې په خپل ناپوهی باندې  د پوهې، علم یقین او عقیده لري.
د مرکب جهل په حقیقت باندې د ښه پوهېدو لپاره لاندې شعر ډېر ښه بیانونکی دی:
آن کس که بداند و بداند که بداند + اسب خرد از گنبد گردون بجهاند
آن کس که بداند و نداند که بداند + آگاه نمایید که بس خفته نماند
آن کس که نداند و بداند که نداند +  لنگان خرک خویش به منزل برساند
آن کس که نداند و نداند که نداند + در جهل مرکب ابدالدهر بماند   (1)
لکه چه اطباء او ډاکتران د ځینې مزمنو امراضواو رنځونو د علاج عاجز دي همدا رنګه د نفسي او روحي امراضو اطباء او ډاکتران د مرکب جهل د علاج نه عاجز دي او دا ځکه چه دا رنګ خلک سره د ناپوهی ځنې د پوهې دعوا هم کوي او دیته نه حاضریږي چه ځان په خپلې نا پوهی خبر کړي.
حضرت عیسی نبینا وعلیه الصلواة والسلام به ویلې:
چه زه  د مورنی وړوند او د ابرص د مرض له علاجه عاجز نه یم لکن زه د احمق  له علاجه عاجز یم.
دومره ده چه یو څه سړي ته لـږ قدرې اطمینان ورکوي چه ګوندې د دې مرض مصیبت رسیدلو خلکو به علاج پرې وشي هغه دا دی چه په دا رنګ خلکو دی د ریاضي او ساینس علوم  وویل شي لکه حساب او هندسه او داسې نور ځکه چه په علومو کښې حقایق په سترکو مشاهده کیږي او مطالب بداهت ته رسیـږي. ځکه چه د دې علومو په ویلو کښې به ورته یو لذت حاصل شي او په حقایقو باندې به يوڅـه پوه او عادي شي ګوندې په ورو ورو سره دا مرکب جاهل یو وخت په خپلو خطاوو پوه او ددی دعوا ونکړي چه زه پوه یم او په دې وسیله دده د جهل بسیطه شي او بیا دیته حاضر شي چه خپل خطاوې دعلم په برکت سره محوی  کړي او د بسیطه جهل ځنې هم نجات ومومي.
محترم لوستونکي !
به خدای خبر چه د څنکه ناپوهانو سره مخامخ شوي وي او زه نه پوهیږم چې دوی به کوم جاهل مرکب لیدلی وي اوکه نه او یا دوی به داسې نا پوه چه د سړي زړه خوری او آسمانی تندر به وي چیرته لیدلی وي او که نه لیکن ما په خپله خوزښت ډیر داسې ناپوهانو سره خپل زړه خوړلی او ځینی داسې مرکب جاهلانو سره مخامخ شوی یم چې تر ننه پورې په دې عقیده یم چه دا سړی به هیڅ د ساینس او ریاضي په علومو او د افلاطون او بوعلي سینا او د نابغه پوهانو په تعلیم به پوه او انسان نه شي.
هـو چه په لوح محفوظ ښکلي لیوني وي +  به تعلیم د معلم به هوښیارنه شي
لیکن زمونږ وظیفه دا ده چه اول د پوهې د پاره سعیه لرو او په آخر کښې به دوعاء ورته کوو.
یاددونه :
(1) دغه شعر چی خدابخښلی داکتر صاحب  «سعید افغانی»په خپل کتاب کی ترینه یادونه کړی ،د « ابن یمین فریومدی یا سبزواری»  د امیر تیمور د وخت دشاعرانو دجمله ځنی  دی .دغه نامدار شاعر په اتم پیړی کی تیر شوی .اودخرسان قدیم له مشهور  شاعرانو ځنی شمیرل کیږی .او ددغه شعر ټول بندونه دادی .
آن کس که بداند و بداند که بداند + اسب خرد از گنبد گردون بجهاند
آن کس که بداند و نداند که بداند + آگاه نمایید که بس خفته نماند
آن کس که نداند و بداند که نداند +  لنگان خرک خویش به منزل برساند
آن کس که نداند و نداند که نداند + در جهل مرکب ابدالدهر بماند   
آنکس که نداند و نخواهد که بداند+حیف است چنین جانوری زنده بماند
دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی » «دنجات اوکامیابي لیاره دعلم او فلسفې له پلوه  ! » دکتاب څخه اخستل شوی ده .  (کال:1354 هجری شمسی )