د موقتې ادارې له رامنځته کېدو سره سم د هېواد په تاریخ کې یو نوی څپرکی پیل شو. د جهادي مشرانو په ګډون د جرمني په بن ښار کې د افغانستان د معضلې د حل په موخه یو کنفرانس جوړ شو او له دغه کنفرانس سره سم د هېواد په تاریخ کې یوه نوې پاڼه واوښته. موقته اداره رامنځته شوه، د نړیوالو پام افغانستان ته واوښت، له افغانستان سره د روغتیا، پوهنې، بیا رغونې او... برخو کې مرستې پیل شوې، خو د نړیوالو تر ټولو ډېره پاملرنه د هېواد له معارف ته وه. د تېرو پنځلسو کلونو په موده کې موږ د معارف په برخه کې خورا ډېرې لاسته راوړنې هم درلودې. پخوا په ټول هېواد کې ۴۰۰۰شاوخوا د ښوونځیو ودانۍ وې، خو اوس دا شمېره تر ١٥٠٠٠هم لوړه شوې، پخوا په ټول هېواد کې تر يومیلیون كم زده کوونکي ښوونځیو ته تلل، خو اوس مهال دا شمېره ۱۱.۲میلیونه ته لوړه شوې. څنګه چې مخکې مو ورته اشاره وکړه زموږ په هېواد کې د زده کړو کچه ډېره ټیټه وه او هېڅ مسلکي ښوونکی مو نه درلود؛ خو د دې مودې په جریان کې د معارف نظام وتوانېد په هر ولایت کی حد اقل یو اساسي دارالمعلمین او د ولسوالیو او حتا کلیو په کچه د ښوونکو د مسلکي روزلو په موخه د دارلمعلمین الحاقیې جوړې کړي او په زرګونو مسلکي ښوونکي وروزي. په تخنیکي او مسلکي برخو کې، د اسلامي تعلیماتو په برخه کې، د یوه نړیوالو او معیاري نصاب په برخه کې، د تدارکاتو په برخه کې او بلاخره دتعلیم په ټولو برخو کې د پوهنې وزارت لاسته روانې او کارنامې د ستاینې او یادونې وړ دي.
د ملي یووالی د حکومت په راتګ سره د پوهنې وزارت وضعیت له خورا زیاتو ننګونو سره مخ شو، لکه څنګه چې حکومت د دوو مخکښو ټیمونو تر منځ د یوه هوکړه لیک پر بنسټ رامنځته شو، همدارنګه د دواړو ټیمونو تر منځ واک هم نیم په نمیه ووېشل شو. زه پوهېږم ولسمشر غني د هېواد د ښېرازۍ لپاره ډېر ښه پلانونه درلودل، خو متاسفانه چې مخه یې ډب شوه. مافیایي کړۍ ترې چار چاپېره شوې او بلاخره د هېواد د مهمو ادارو رهبري نا اهله کسانوته وسپارل شوه، چې ښه بېلګه یې د پوهنې وزارت اوسنی سرپرست وزیر ګڼلی شو.
اوسنی سرپرست وزیر د اجرایه رییس له لوري د عطا محمد نور په فرمایش د پوهنې وزارت لپاره معرفي شو، د اوسني حکومت تر ټولو یو بې کفایته وزیر ورته ویلی شو؛ ځکه که دی بې کفایته نه وای پارلمان به بېرته د باور رایه نه ترې اخیسته. تېر کال د ښوونځي د زنګ د کړنګولو پر مهال ولسمشر غني د لومړي ځل لپاره مخامخ د پوهنې له همدغه سرپرست وزیر څخه ګیله وکړه، ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل: (د پوهنې د وزارت رهبري خورا کمزورې ده؛ فساد ورځ تر بلې په ډېرېدو دی، په وزارت کې قوم پرستۍ او سمت پرستۍ ته لمن وهل کېږي او ډاریږم چې د معارف څو کلنې لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې نه شي.)
نه یوازې ولسمشر بلکې د ښوونځیو له ښوونکو او زده کوونکو را نیولې تر ولسمشره ټول خلک د پوهنې وزارت له اوسني وضعیت څخه سر ټکوي. دا چې ولسمشر ولې له دغه وزارت دومره نا خوښ و، غواړم د اوسني سرپرست وزیر د بې کفایتیو یادونه وکړم:
۱ـ د پوهنې وزارت سره تر ټولو ستره جفا د امریکا دپرختیایي اداري یا USAID ، کاناډا، دنمارک، بانک جهاني او پوهنې ته د لاسرسي د نړیوال مشارکت یا GPE له لوري د زیات شمېر مرستو بېرته ګرځول دي، چې تړونونه یې پخوا لاسلک شوي وو USAID تېر کال د پوهنې له وزارت څخه شاوخوا ۶.۲میلیونه ډالره کلنۍ مرسته بېرته وګرځوله. دا مرسته د وزارت د ناسمې او بې کفایته رهبرۍ له کبله وګرځول شوې. په ۲۰۱۳کال کې د پوهنې وزارت پخوانیو چارواکو د امریکا له پراخیتایي ادارې سره د ۳۰میلیونه ډالرو د مرستې تړون لاسلیک کړی و، چې یاده مرسته به د ۲۰۱۳کال څخه تر ۲۰۱۷یعنې سږني کال پورې د پوهنې وزارت ته ورکړل شوې وای. د پوهنې وزارت پخواني چارواکي وتوانېدل چې تر ۲۰۱۵کال پورې له دغه مرستو څخه یوازې ۱۸.۵میلیونه ډالر په لاس راوړي او پاتې نور یې د اوسني سرپرست وزیر د بې کفایتۍ له کبله بېرته وګرځول شوې.
۲ـ د پوهنې له وزارت څخه د تعصب بوی د یاد وزارت په څو کلومټرۍ کې حس کېږي، دا چې یاد وزارت د یوې ډلې په پچه ختلی، نو په وزارت کې ټولې ټاکنې د قومي، سمتي او ژبنیو اړیکو پر بنسټ کېږي. د تدارکاتو د کمېټې کار کوونکي چې له تېرو پنځلسو کلونو را په دې خوا یې په دې برخه کې کار کړی و، کاپي تجربه او وړتیا یې درلوده، د وزارت د رهبرۍ له لوري ټول ګوښه کېږي او پر ځای یې د د سرپرست په څېر نور بې کفایته کسان ګومارل کېږي، چې تر دې بله ستره جفا د پوهنې له وزارت سره نشته.
۳- د پوهنې په وزارت کې وزیر له خپل دفتره را نیولې، په ټول وزارت کې غیر مسلکي کسان په دندو ګومارلي دي. تېر کال د یوه راپور پر اساس د پوهنې سرپرست وزیر حنیف بلخي یو خپلوان په دې پلمه چې نور په وزارت کې ځای نه و، د حاضرۍ په برخه کې مشاور ټاکلی، چې تر دې بل لوی شرم به چېرته وي.
۴ـ پوهنې وزارت له ولایتونو سره د مور او میرې چلند کوي. څه موده وړاندې مو له پکتیا څخه راپور درلود، چې د پوهنې وزیر پکتیا ولایت ته سږ کال هېڅ بودجه نه ده ځانګړې کړې، د پکتیا ولایت د پوهنې رییس پر حنیف بلخي تور پورې کړ، چې غواړي په یاد ریاست کې د اړیکو پر اساس ګومارنې وکړي، بل خوا د والي مرستیال او ولایتي شورا ځینو غړیو د پوهنې وزیر له دغه ولایت سره د مور او میرې په چلند تورن کړ، دوی وویل چې حنیف بلخي سږ کال پوهنې ریاست ته هېڅ بودجه نه ده ځانګړې کړې او کومه بودجه چې پخوا پکتیا ته ځانګړې کېده، شمالي ولایتونو ته ورکړل شوې ده. دوی له افغان ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې د پوهنې په برخه کې باید د پکتیا د خلکو حق ورکړل شي. دا یې صرف یوه نمونه ده، که زابل، اروزګان، غزني، فراه او ځینې نور ولایتونه وګورو د ټولو پښتنو پر مخ د معارف دروازې بندې دي او وزیر یې د خلاصون په موخه تر دې دمه هېڅ هڅه نه ده کړې.
۵ـ د پوهنې اوسني وزیر داسې کسان ګومارلي چې څلور دندې هم لري، د بېلګې په توګه: د پوهنې په برخه کې د اجرایه ریاست سلاکار، د پوهنې د وزیر سلاکار، د ښوونیز نصاب د بیا کتنې او تصحح د پروژې مسوول او د پوهنې د عملي شورا سرپرست رییس، چې دا کس همدا اوس هم دغه ټولې دندې پر مخ وړي.
۶ـ په تعلیمات اسلامي، تعلیمات تخنیکي او تربیه معلم په برخه کې فساد اوج ته رسېدلی، چې تر ډېره بریده خپله وزیر ورسره شریک دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د نننۍ تحلیل تر ټولو مهمه برخه د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر حنیف بلخي د تېرې ورځې مرکه ده. بلخي تېره ورځ له اریانا نیوز سره مرکه درلوده، د ده خبرې مې تر پایه واورېدې، د ده له هرې خبرې سره ماته پوښتنه پیدا کېده.
یو کال وړاندې زما ښه په یادېږي چې دپوهنې سرپرست وزیر په بلخ ولایت کې وویل چې د پوهنې وزارت د شمېرنې له مخې په ټول هېواد کې شپږ میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي؛ خو وزیر دومره بې سواده دی چې خپلو خبرو ته یې هم پام نه وي او د خپلو خبرو په تایید یوه سمه خبر هم نه شي کولی. پرون په مرکه کې خبریال له وزیر څخه وپوښتل چې د پوهنې وزارت اوس مهال څومره زده کوونکي لري؟ وزیر په ځواب کې وویل: ( د پوهنې وزارت د شمېرنې پر اساس په تولو هېواد کې شاوخوا لس میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.)
زه د وزیر دې خبرې بیخي متحیر کړم، د ظالم زوی تېر کال شپږ میلیونه وو او سږ کال لس میلیونه؟! که داسې وي نو ستا په پنځه کلن پلان کې به د افغانستان ټول نفوس ځوانان او ماشومان تشکیل کړي. ځینو ته کېدای شي پوښتنه پیدا شي چې وزیر ولې داسې بې منطقه خبرې کوي؟ د دې پوښتنې ځواب به زه درته واضیح کړم: د پوهنې وزارت د پخوانیو چارواکو د شمېرنې پر اساس په ټول هېواد کې شاوخوا یوولس میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي. دا چې وزیر ولې دا خبر وکړه د وزیر موخه دا وه چې سږ کال به شپږ میلیونه ووایم راتلونکی کال به یې لس میلیونه کړم چې خلک هم حیران شي چې دا دی نو پرمختګ؛ خو وزیر دومره بېچاره دی چې د خپلو دروغو تسلسل هم نه شي ساتلی. دا به څوک ومني چې په افغانستان کې په یوه کال کې څلور میلیونه زده کوونکي په ښوونځیو کې زیات شول؟ دا چې پخوا د پوهنې وزارت شمېرنه کړې او د هغې شمېرنې پر اساس په ټول هېواد کې شاوخوا یوولس میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، نو اوسني وزیر دا یو میلیون ځکه اوس کم کړي، څو د راتلونکي کال لپاره ولس او خلکو ته د شرم پزه ولري.
له وزیر څخه په یوه بله پوښتنه کې وپوښتل شول چې که تاسو خپلې دوه کلنې لاسته راوړنې که په واضیح ټکو کې بیان کړئ؟ وزیر په ځواب کې څه وایي؟ (زموږ دوه کلنې لاسته راوړنې دا دي چې موږ پخوانۍ نیمګړې پروژې بشپړې کړې) خبریال بیا ترې پوښتنه کوي چې هغه څنګه؟ یعنې کارونه یې له پخوانۍ ادارې په نیمګړې توګه پاتې وو؟ وزیر بیچاره په ځواب کې وایي نه، نه داسې نه ده کارونو یې دوام درلود، خو بشپړې شوې نه وې. تاسو اوس نو د وزیر دوه کلنې لاسته راوړنې وګورئ. واقعا د یوه وزیر لپاره د شرم ځای دی چې یوه خپلواک ژورنالېست ته داسې بې منطقه ځواب وایي.
هېره دې نه وي چې پخوا د وزیر لاس پاک یوازې او یوازې پخواني چارواکي وو او د خپلې هرې بې کفایتۍ پړه به یې پر پخوانیو چارواکو اچوله، ښه بېلګه یې د خیالي ښوونځیو او خیالي ښوونکو خبره وه، چې بیا د عمومي تعلیماتو مرستیال محمد ابراهیم شینواري د وزیر دغه تور رد او له همدغه اریانا نیوز سره یې په خبرو کې وویل چې موږ: (موږ د کلیو پراختیا وزارت او نړیوالې پرمختیایي ادارې په همغږۍ دری ځلې څېړنې وکړې چې په پای کې مو هېڅ خیالي ښوونکی او خیالي ښوونځی ونه موند.)
شینواري په خپلو خبرو کې ویلي وو چې موږ د سیګار راپور هم ولوست او بیا مو بشپړې څېړنې وکړې چې په ترڅ کې یې هېڅ خیالي ښوونکی او ښوونځی پیدا نه شو. ده ویلي وو چې USAID هم څېړنه وکړه او د څېړنې په پای کې هېڅ خیالي ښوونکی او خیالي ښوونځی پیدا نه شو.
ده د سیګار د راپور علت ته هم اشاره کړې وه، چې د ده په خبره سیګار هغه ښوونځي خیالي یاد کړي چې په هېواد کې د نا امنۍ او جګړې له کبله تړل شوي دي، در حالیکه د دا ډول ښوونځیو شمېر د ملي یووالي د حکومت په راتګ سره څو برابره شوی، یعنې په سلګونو نور ښوونځي هم د جګړو له کبله تړل شوي.
په پای کې د افغانستان له ولسي جرګې او د ولس له رښتینو وکیلانو د زړه له تله مننه کوم چې دی او ده ته ورته نور بې کفایته وزیران یې سلب صلاحیت کړل. په دې هیله چې ولسمشر د معارف پنځلس کلنو لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د پخوانۍ ادارې لاسته راوړنو ته په کتو، یاد وزارت ته داسې یو کس راولي چې د ګران هېواد د معارف لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي. زه باور لرم چې په تېرو پنځلسو کلونو کې یوازنۍ اداره چې ډېر پرمختګ یې وکړ او د نړیوالو ځانګړې پاملرنه یې را جلب کړه هغه د پوهنې وزارت دی.
هر هغه چا چې د ګران هېواد معارف لپاره هلې ځلې کړې، الله پاک یې د اجرونه ورکړي، زموږ د هېواد د پرمختګ یوازنۍ لار پوهنه او معارف دی.
د یوه سوکاله او پرمختللې معارف په هیله!!
وروستي