
۱۱/۱/۱۳۹۶،ل،ل
تېښته د انسانانو او نورو ژویو لپاره له خطرونو څخه د ژغورلو یو مهم اصل دی، چې د انسانانو او نورو ژویو د ژوندي پاتې کیدو وسیله ده، خو کله، کله د ډېرو مشهورو کسانو د تاریخي بې ننګیو او بدنامیو سبب هم ګرځي. تېښته ډېر ډولونه او بڼې لري، چې موږ د ټولو تېښتو پر څرنګوالي باندې نه غږیږو، یوازې د جګړو تېښتې له دوو اړخونو څخه څېړو، چې زموږ په موضوع پورې تړاؤ لري. په جګړه کې تېښته په دوه ډولونو باندې پېژنو:
لوموړي: ډارنه، ناځوانه یا لیونۍ تېښته.
دوهم: تکتیکي تېښته، یا پای مردی.
په اسلامي شرعیت کې له جګړو څخه د تېښتو په برخه کې ډېر احکام لیدل کیږي، د قرآن عظیم په لاندې آیتونو کې د دواړو(ناځوانه او تکتیکي) تېښتو په هکله احکام راغلي دي، فرمایي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوهُمُ الْأَدْبَارَ ﴿١٥﴾ وَمَن يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلَّا مُتَحَرِّفًا لِّقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزًا إِلَىٰ فِئَةٍ فَقَدْ بَاءَ بِغَضَبٍ مِّنَ اللَّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ﴾
«ای ایمان راوړونکو! کله چې د کفارو له لوی لښکر سره مخامخ کیږې، نو هغو ته شا مه اړوئ، څوک چې د جنګي تکتیک یا[د مجاهدینو] له بل پوځ سره د یو ځای کیدو پرته، د جګړې په حالت کې(شا واړوي) نو هغه به د خدای په غضب اخته شي، د هغه استوګنځی به دوزخ وي او هغه د ورګرځیدو ډېر ناکاره ځای دی. ( د انفال سورت: ۱۵-۱۶، آیتونه)
لوی خان خوشال بابا، هم له جګړې څخه دوه ډوله تېښتې، په خپلو شعرونو او د دستارنامې(دستارنامه) په کتاب کې په لنډه، خو په ژوره توګه راپېژندلي دي، بابا وایي:«تېښته چې د غلیم لپارو وي جایزه ده، که د ځان لپاره وي خواري، حیراني، پریشاني، نامردي[ده] خدای دې نصیب د چا نه کا.
ناګاه عاقلی زقضا از بلا ګریخت / زدطعنه جاهلی که فلان از بلا ګریخت
ګر نیست از سبب به سبب التجا روا / خیرالبشر زمکه به یثرب چرا ګریخت
(خوشال خان خټک: دستارنامه، ۴۵مخ)
چې بې زخمه له میدان ځي نامردي وي/ زه زخمي ولاړم د ځان نګهباني وه
یوه تېښته نامردي بله مردي وي/ وداناو ته دا دواړه عیاني وه
(د خوشال باباله شعري کلیاتو څخه)
د خوشال بابا پر دواړو ډولو تېښتو(نامردۍ او پای مردۍ) باندې چې د قرآن په پورته آیاتونو کې یې هم ذکر شوی دی، تر یوې کچې پورې رڼا اچول کیږي، ترڅو د دغو دوه ډولو تېښتو تر منځ توپیر وکړی شو.
۱ــ ناځوانه تېښته: هغه کسان چې نه ټپي وي، نه بې وسلې وي، نه په جګړه کې یوازې پاتې وي، نه د دښمن د غولونې په موخه تکتیکي شاتګ کوي، یوازي د خپلې بُزدلۍ، وېرې یا له دښمن سره د لاس لرلو له امله تېښته کوي.
په حدیث نبوي کې راغلي دي:«له اوو هلاکوونکو څیزونو څخه لیرې اوسئ. خلکو تپوس وکړ: یا رسول الله هغه کومې خبرې دي؟، ویې فرمایل: له خدای سره شرک، جادو کول، په ناحقه د چا وژل چې الله (ج) هغه حرام کړي وي، سود خوړل، د یتیم مال خوړل، له جهاد څخه تېښته کولاو په پاک لمنو مؤمنو ښځو باندې د زنا تور لګول.» (صحیح بخاري: دویم ټوک، کتاب الوصایا)
په تاریخي کتابونو کې د ناځوانه تېښتو حالات لیکل شوي دي، سره له دې چې د ټیټ پوړو سرتېرو یا افسرانو د تېښتو څرنګوالی نه دی لیکل شوی، خو د لوړ پوړو کسانو لکه پاچاهان، وزیران او د قوماندانانو تېښتې په تاریخي منابعو کې خوندي پاتې دي، چې له هغو څخه لومړۍ د سلطان محمد خوارزم شاه د لیونۍ تېښتې یادونه کوو:
د چنګېز یرغل په سلطان محمد خوارزمشاه باندې داسې لویه وېره راوستلي وه، تر هغې چې منډه یې کولی شوه په شاه یې مخ نه دی اړولی، نوموړی چې له هر ښار څخه تېریده، د هغو ښارونو اوسیدونکو چې د خپلو هیوادونو د دفاع لپاره ټینګ ولاړ وو، د ده د وارخطایۍ په لیدلو سره به یې خپله میړانه او مورال له لاسه ورکول، نه یوازې سلطان پخپله د جګړې له ډګر څخه وتښتید، بلکه خپل درې تنه پیاوړي زامن یې هم له ځان سره وتښتول، چې له کبله یې خپله لویه امپراتوري بې سرپرسته پرېښودله او ورسره یې خپلو ټولو ځواکونو ته امر وکړ چې له مغلو سره جګړه ونه کړي، ترڅو ونه وژل شي او ښارونه وران نه شي، دا وجه وه چې د دغه بې همته سلطان د لیونۍ منډې له امله بې شمېره انسانان او ښارونه د لویو تباهیو ښکار شول. (۶۱۶،ه ق، ۱۲۱۹،ز)
خوارزمشاه د ایران مازندران ښار ته ورسید او هلته یې لږه دمه وکړه، خو دا چې د مغلو له رانږدې کیدو څخه خبر شو، له هغه ځایه د خزر بحیرې، د آبسکون په جزیره کې پټ شو او په کال(۶۱۷،ه،ق) کې په داسې حال کې مړ شو چې د کفنو لپاره یې ټوکر(رخت) نه درلود! او په هغه جزیره کې خاورو ته وسپارل شو.
په ۱۸۷۸، ز، د نومبر په ۲۰، نیټه، هغه مهال چې انګریزانو پر افغانستان باندې یرغل وکړ امیرشېرعلي خان د دومره ښېګڼو او سرتمبګېو سره سره له کابل څخه د بلخ ولایت ته وتښتید، نه یوازې دا چې ده د تېښتې لاره غوره کړه بلکه د (سلطان محمدخوارزمشاه په شان یې) خپلو ځواکمنو پوځي ځواکونو ته وویل چې له تیري کوونکي انګریزي پوځ سره له جګړې څخه ډډه وکړي، د پکتیا، کندهار او جلال آباد پوځي ځواکونه دې تر هرات او کابل پورې په شا شي او تر وروستي امر پورې دې منتظر پاتې شي. لنډه دا چې امیرشېرعليخان د خپلې لیونۍ منډې له امله بې له دې چې له یرغلګر دښمن انګریز سره په جګړه کې ځان غازي او یا شهید کړي، د سلطان خوازمشاه په شان په خورا ناهیلۍ کې، په خپله بړستن(تلتک) کې مړ شو.(۱۸۷۹،ز)
کشکې ځوان د پښتانه په ننګ کې مړ وای / نه چې ګور لره روان شو له تلتکه
لوی خوشال بابا
له بلې خوا همدغو یرغلګرو انګریزانو د افغانانو سره په جګړو کې داسې بې ننګه تېښتې کړي دي چې پخپلو تېښتو هم نه دي بریالي شوي، له افغانستان څخه د انګریزانو لومړنۍ لیونۍ منډه وروسته له هغې پیل شوه چې د دوی سیاسي مشرمکناټن د ملي اتل وزیرمحمداکبرخان لخوا ووژل شو(۱۸۴۱،ز)، چې په نتیجه کې د انګریزانو(۱۷۰۰۰) وسله وال پوځ، بې له یوه ډاکټر(برایډن) څخه، نور ټول ووژل شول.
د انګریزانو یوه بله د خندا وړ او له بې ننګۍ ډګه، تاریخي لیونۍ تېښته امیرعبدالرحمن خان داسې یاده کړي ده:«د انګریزانو سرحدي پلاوی چې د پنجده سره نږدې د مرغاب رود په جنوب کې ځای پرځای ؤ، کله چې انګریز پلاوي، پر پنجده باندې د روسانو یرغل ولید په بېړې سره یې د هرات پر لوري تېښته پېل کړه، هغه هم د یلنګ توش خان جمشیدي او د هغه د (۵۰۰) تنو سپرو تر سیوري(حمایې) لاندې، کله چې افغانانو د انګریزانو په وسلو سمبال پلاوي دا ډول [لیونۍ] منډه ولیده، ویې ویل: لږ ترلږه خپلې وسلې موږ ته راکړئ، تر څو موږ خپله دفاع وکړو، خو انګریزانو ونه منله او د دې په لټه کې وو چې خپل ځانونه وژغوري سره له دې چې د تېښتې په وخت کې د دوی (۴۲) کسان د ساړه له امله مړه شول په داسې حال کې چې له دوی سره ټول اړین توکي آن د پښو بوټونه یې هم په خپل پنډغالي کې ترې پاتې شوي وو او تورې پښې تښتيدلي وو ... د انګریزانو لښکر او صاحب منصبان دومره ډار شوي وو چې د لویې ګډوډۍ او ورخطایۍ سره وتښتیدل، تر هغې چې د دوست او دښمن توپیر یې نه شو کولی او د سړې هوا له امله څو تنه بېچاره هندي ملګري یې له آسونو څخه غورځویدلي او یو شمېر صاحب منصبان هم له آسانو څخه لویدلي وو خو د هغوی نومونه نه یادوم ... د افغانستان په خلکو کې د انګریزانو د دا ډول عمل اغېزه تر نن ورځې پورې پاتې ده چې دانګریزانو نوم په سپکاوي سره یادوي... .» (تاج التواریخ،۲۶۴،مخ)
دا ډول ناځوانه او بې غېرته تېښتې د نړۍ په ډېرو قومي دودونو او دینونو کې ناوړه او بې ننګه عمل بلل کیږي، د دا شان بګېلو کسانو لپاره هر هیواد ځانګړي سزاګانې ټاکلي دي. په افغانانو کې د جګړې څخه د تښتیدليو کسانو لپاره په نظامي قوانیو کې مجازات ټاکل شوي وو او په قومي دودونو کې هم سزاګانې ورکول کیدلې(خو له بده مرغه چې په افغانستان کې هغه پخواني مجازات او مکافات له منځه تللي دي، هر څه سرچپه شوي دي)، د یادولو ده چې د پخوانیو جاپانیانو د سمورای ډلې مجازات بیا له افغانانو څخه هم ور آ خوا وو، دوی به له جګړې څخه نه تښتیدل، بلکه د ماتې په حالت کې به یې خپل ځانونه پخپله وژل.
په هیواد کې د پخوانیو مجازاتو او مکافاتو په اړه لاندې دوه بېلګې وړاندې کوو: علامه سیدجمال الدین افغان (مجازات فرار از جنګ) ترسرلیک لاندې داسې لیکلي دي:«فرار از جنګ را افغانها به حدی بد می بینند که فراري را سزای قتل می دهند و در حال ګریز اګر کسی از دست دشمن کشته شد، نعش او را ګور کردن هرګز روا نمي دانند و اګر ګرزی از دشمن سر به سلامت برد او را اعدام می نمایند ... .» (تاریخ افغانستان، ۱۴۰مخ، د محمدامین خوګیاڼي دري ژباړه)
یوه بله په زړه پورې پېښه د لوی احمدشاه بابا په لښکر کې هم رامنځ ته شوي وه چې تر اوسه پورې افغانان پرې ویاړي او د پېښې لیکل اړین بولم، وایي چې: لوی احمدشاه بابا چې د هندوستان له یوې جګړې څخه راګرځیدلی ؤ او د کندهار ښار ته نږدې د ورځې ناوخته راورسید، نه یې غوښتل چې د شپې په تیاره کې کندهار ښار ته ننه وځي، امر یې وکړ چې لښکر دې په هم هغه ځای کې شپه تېره کړي او سهار دې د ښار پر لور روان شي. هغه مهال یو تن د لښکر سرتېری چې کور یې هغه ځای ته نږدې ؤ، له لښکر کوټ څخه په پټه ووت او د خپلې میرمنې(عینو) د لیدلو لپاره ولاړ، کله چې میرمنې خپل میړه ولید په خوشالۍ سره یې پوښتنه وکړه: بریالی راغلې؟ میړه یې وویل: هو. احمدشاه بابا هم په خیر درسره راغلی دی. میړه یې د هو ځواب ورکړ. عینو بیا پوښتنه وکړه چې احمدشاه بابا نن شپه چېرې دی؟ ځواب یې ورکړ: د لښکر په پنډغالي کې دی. عینو وویل: ته ولې مخکې له دې چې پاچا خپل کور ته ولاړ شي، کور ته راغلی یې؟ یوازې ته زړه لرې چې وړاندې له نورو څخه د خپلې ښځې په غېږه کې ویده شې؟ که چېرې خلک پوه شي نو زما لپاره به لوی پیغور پرېږدي او وبه وایي چې میړه یې یو نیم کال له احمدشاه بابا سره په جګړه کې تېر کړل، خو د خپلې ښځې لپاره یې یوه شپه نه شوه تېرولی، زرتر زره د لښکرپنډغالي ته وګرځه هسې نه چې څوک درباندې خبر شي. دا یې ورته وویل او دروازه یې د خپل میړه پرمخ وتړله. غازي چې د خپلې میرمنې دا ډول خبرې واوریدلې پښیمانه او اړ شو چې د لښکر پنډغالی ته وګرځي، خو کله چې لښکرکوټ ته نږدې شو، د ساتونکو سرتیرو لخوا ونیول شو، هرڅو یې چې وویل، زه هم ستاسو په شان غازي یم، کور مې په دې نږدې ځای کې دی، کور ته تللی وم چې د خپلې میرمنې حال واخلم او بیا راوګرځم، خو پهره دارانو هغه خوشې نه کړ او تر ګهیځه پورې یې له ځان سره وساتلو او سهار یې احمدشاه بابا ته حاضر کړ. احمدشاه بابا پېښه د غازي له خولې واوریدله او بیا یې امر وکړ چې څو تنه[سرتیري] سره د اسونو او کجاوو دې د غازي میرمنې عینو کور ته ولاړ شي او غازي ته یې وویل چې له دغو کسانو سره ولاړ شه خپله میرمن او خواښي دې په دغو اسانو باندې راوله، موږ روانیږو او تاسو هم په لاره کې له موږ سره یو ځای شئ!، کله چې غازي له سرتیرو او اسونو سره یو ځای د عینو کور ته ورسیدل، میړه خپلې میرمنې عینو ته وویل: ته احمدشاه بابا خپل حضورته غوښتي یې، زر شه چې ولاړ شو، عینو چې باور یې نه کولو په خندا یې وویل: ځه بابا دغه ټوکې پریږده، زه بې وزله چېرې او احمدشاه بابا چېرې؟ غازي په قسم خوړل هغه پوه کړه چې پاچا دغه اسونه ستا او ستا د مور د وړلو لپاره رالیږلي دي، باید زر تر زره د پاچا حضور ته حاضر شو. عینو او مور یې ځانونه تیار کړل لږ وخت وروسته د پاچا حضور ته ورسیدل، عینو له آس څخه کوزه شوه او د احمدشابابا حضور ته ورغله او د افغانانو د دود سره سم یې د احمدشاه بابا لاسونه ښکل کړل او د پاني پت د جګړې د فتحه مبارکي یې هم ورکړه. بیا احمدشاه بابا د تېرې شپې جریان د عینو له خولې واورید. احمدشاه بابا ورته وویل: آفرین دې وي پر تا، کوم کار چې تا ترسره کړی دی، د یوې افغانې ښځې سره ښايي او زیاته یې کړه: د دغې شریفانه احساس او افغاني تربیې لپاره هغه کارېز چې د دولت په ملکیت کې دی، د ټګري په نوم تا ته ډالۍ کوم. وروسته عینو د خپل میړه او مورسره د احمدشاه بابا سره یو ځای د کندهار ښار ته ولاړل، د عینو د دا ډول افغاني زړورتوب او د کارېز د ورکړي خبرې د خلکو پر ژبو شوې او تر نن ورځې پورې په همدې نوم یادیږي. )د اکاډمیسین سیستاني له لیکنې څخه؛ یادی از زنان دلیر ونامدار افغان در تاریخ) اوس مهال په هغه سیمه باندې د ولسمشر حامد کرزي د حکومت په دوران کې، د عینو مېنې په نوم د شلو زرو کورونو یو ښاګوټې هم جوړ شوی دی.
نور بیا