کوښښ وکړئ ترڅو د ټولنې د مثبت اړخونه خپل کړي

کله چې يو کس پيدا شي، نو هغه د مستقیم يا غير مستقيم ارتباط په توسط په ټولنه کي خپل ژوند پيلوي   هرکس مثبت او يا منفي اړيکو په پلي کولو سره په ټولنه کي ژوند پيلوي، هره ټولنه مثبت او منفي اړخونه لري، مثبت يامنفي اړخونه او يا ټولنیزي اړیکي د بدن ارګانونو په څير دي، يعني لکه د بدن هر ارګان د بل ارګان سره منسلک دي، او د هغوی متقابل تعامل کوي، هر کس په ټولنه کي ځانګړيتوبونه لري او په کومه  ټولنه کې چې دي مکلف دي، په خپل ټولنيز چاپيریال کي اړيکې ټينګې کړي، د دغو اړیکو د تصویب پرته په ټولنه کې ژوند کول ستونزمن کار دي او ددي روابطو په صحيح توګه سره نه تر سره کولو له ټولنيز تکاليفو سره مخامخ کيږي،  په يوه ټولنه کي د روابطو پلي کولو لپاره مختلف قسمه روابط وجود لري ، لکه د خپلو اقرباو سره روابط، ددوستانو سره روابط،  کاروباري معاملات ، عامه روابط ، او ټولنيز روابط، دا ټولې اړيکې له يوه ځانګړي توپير سره سره هم په ټولنه کي ځانګړي ځاي لري، اوس چه څومره ښي اړیکي تاسیس کړي، دا په مجموع کي يو ښه بدلون رامنځته کوي او ښه ژوند د بد ژوند په پرتله مثبتي اغيزي لري، خو اساسي پوښتنه داده چې څنګه د ښه ټولنيز نظام جوړولو لپاره تړون وکړي، او په ځان کي د بدلون په اړه يوه نوي لاره غوره کړي، دا ټولي پوښتني چه د انسان په مغزو کي ګرځي، خو ټولنه چې مثبت او منفي اړخونه لري او هر کس يي د ټولني دخواهشاتو مريې جوړکړي، او منفي اړیکې چې په ټولنيز ژوند کې برخه لري، ځکه چې چيري مثبتي اړیکي وي ، هلته منفي اړيکي هم وجود لري ، خو منفي اړيکي د چاپيريال په ککړتيا کي مهم رول لوبوي ، بلکې په پرتله د ښه ژوند، بد غږ، بد عادتونه، او منفي سلوک، د ټولنې په قواعدو او مقرراتو کي فساد جوړوي، ټولنيزي ستونزي انسانانو په شاوخوا کې په مثبت نتايجو باندي بد اغيز کوي، لکه يو ډلې يا ګروه او یا هغه کس چې د ناوړه عادتونه او منفي ارزښتونو خاوند وي، تل ټولني ته تکاليف جوړوي، ځکه چې د بد او يا ناوړه عادتونه د رامنځته کولو او تل د ټولنیز نظام د ګډوډولو لپاره چې په ټولنه کي شر او داړیکو خرابوالي سبب ګرځي، يواځني حل دادي چه ددغسي ناوړو کړنو په خلاف یو جدي اقدام وکړي،او فکر وکړي چې که زه د کومې ستونزې سره مخامخ سم، زه بايد چمتواوسم هر وخت او قوي ژمنه وکړم چه زما له لاسه هر قسم قوت عمل مصرف شي دريغ ونه کړم، ظاهر او باطن په تدریجي ډول سره دوامداره عمل او مثبت بالقوه لاره اختيار کړم څو يو مثبت چلند او سوکاله خوشحالي احساس وکړم