داسې بریښې چې وسله وال طالبان د کندز او ځينو نورو ښارونو د نیولو لپاره نوي پلانونه جوړوي.
د بریدونو او چاودنو سربیره، په رڼا ورځ د طالبانو او داعشیانو محکمې تر سره کیږي او بې وګناه وکړي وژل کیږي.
ولسمشر پارلمان ګواښي،وزیر وکیل او وکیل، وکیل تورنوي.
د وردګو علي پورو وسله واله ډله پښتنانه ځوروي.
مفسد جنرال او د ولایتي شورا ریس نیول کیږي.
برمته نیونې، غلاوې، جنايي جرمونه او تیري اوج ته رسيدلي.
لسګونه ښوونځي تړلي دي.
اقتصاد ورځ تر بلې کمزوری کیږي،پانګه وال او سوداګر هیواد پریږدي.
روسیه او ایران د طالبانو د پیاوړتیا هڅې کوي.
پاکستان د افغانستان په خاوره اغزن مزي اچوي او......
ښکاره ده چې:د یوه جګړه ځپلي، بې وزلي، وروسته پاتي، نا لوستي،د دسیسو ښکار،د خاینینو، ظالمانو او غاصبینو لرونکي هیواد مشري کول اسانه کار نه دی.
خو د افغانستان دښمن، مخالف، خاین، جاسوس او قاتل معلوم دی، په هیواد کې د پردو د دلچسپۍ لاملونه هم ښکاره دي.
افغانستان د کلونو راهیسې له ډول - ډول ستونزو سره مخ دی؛ خو د دې ستونزو د حل لپاره سالمه تګلاره او نوی فکر نشته.
د هیواد مشران یوازې په شعارونو او نطق کې پیاوړي دي.
عملاً هیڅ نه وینو، ولسمشر غني د ولس په منځ کې له ټولو جریانونو پوه و، د پلان او فکر لرونکي مشر په توګه د ډېرو هیوادوالو لخوا بدرګه شو،
د بهرني سیاست او امنیتي تګلارې پلان یې د ولس هيلې را ژوندۍ کړې وې.
ولسمشر خاین، غاصب او هر قانون ماتونکی پيژانده او په وړاندې یې د قانوني چلند ژمنې کړې وې.
له بده مرغه اوسمهال ولسمشر له ځينو غاصبینو، خاینینو او جنګسالارانو سره دومره بوخت دی چې خپلې اساسي دندې ورڅخه هېرې دي.
ښکاره ده چې ځينې جنګسالارې ډلې د ولسمشر د فعالیتونو په وړاندې خنډ دي، د دې ډلو ماتول او جلا کول د ولسمشر بری دی، خو هیواد له ډیرو نورو ستونزو سره هم مخ دی، په هره برخه کې افغانستان پیاوړي مدیریت او عملي کار ته اړتیا لري.
په داسې حال کې چې د مخالفینو تګلارې او پلانونه بدلون کوي، وسله وال طالبان هر پسرلی له نویو جګړیزو تخنیکونو کار اخلي.
خو افغان حکومت د دښمن د پلان د شنډولو ، له برید وړاندې د دوی د موندلو، د دوی د ځپلو او افغانستان ته د دوی د راننوتلو مخنیوي لپاره هیڅ نه کوي.
له هر خونړي برید وروسته، مسؤلین په دې وینا چې: برید کوونکي له ګاوندي هیواد ته اوښتي وو، او دا د هیواد د ټېکاو د دښمنانو فعالیتونه دي، ځان خلاص کړي.
ځيني مسؤلین د غندنو تر څنګ د څېړنې یو کمیسیون وټاکي.
د پارلمان ځیني غړي اوښکې تویې کړي، ځيني له غوسې او احساساتو ډکې وینا وکړي، ځيني د استیضاح او ځيني نور د مسؤلینو د صلب اعتماد غوښتنه وکړي.
په غندنو او استیضاح مسؤلیت نه رفع کیږي.
د ټولو ناتوانیېو او بدمرغیېو زمینه همدا تاسې جوړه کړې ده؛شکمن، د نا سمې سابقې لرونکي،ناتوانه، بې تجربې او غیر مسلکي کسان ولې کابینې ته لار پیدا کړي؟
ولسمشر د کسانو په معرفي کولو او ولسي جرګه دې کسانو ته د باور رایې په ورکولو سره؛ د ناتوانه بنسټ د رامنځته کېدو لاملین دي.
که چیرته په لومړي سر کې د اشخاصو په ټاکنه کې دقت وشي نو ستونزې به دومره نه وي.
بالکل ښکاره ده چې : بې کفایته کسان به، فاسدين او خاینین ټاکي؛ بېلګې یې موږ او تاسو وینو.
که په مجبوري او جبر سره پنځوس سلنه ونډه جنګسالارانو ته وقف شوې ده نو؛ آیا دا نیمه بله برخه سالمه ده؟
که چېرته حکومتي ګمارنې سمې دي؟ نو ولې د هیواد په حالت کې مثبت بدلون نه راځي؟
د لویدیځو هیوادونو مسؤلینو د وړاندوینو له مخې به سږ کال بیا هم د افغانانو لپاره یو خونړی کال وي، مخالفین به له نویو بڼو او تخنیکونو سره د ډېرو بریدونو هڅې وکړي.
د مسؤلینو هوښ او فکر یوې خوا ته وقف دی د یوې ډلې د مخالفیتونو،د معلم د استعفا، د واک وېش او د واک نیونې او ساتنې لپاره نويېو فکرونو او چلونو لپاره پلانونه جوړیږي.
د ځواکونو د پیاوړتیا، د دښمن د پلانونو د شنډولو، له ګاونډ څخه د ځانمرګو د راننوتلو، وزارتونو، روغتونو او مهمو ادارو ته د ترهګرو د ننوتلو، د ولسوالیو او ښارونو د نیولو د دښمن د ناتوانه کولو او ځپلو لپاره هیڅ مسؤل ځان نه په زحمتوي.
له امریکې، ناټو ګاونډیو او پردیېو تمې بې ځایه دي، کله چې تاسې خپله د خپل هیواد او ولس غم نه خورې، پردي به مو څه په درد وخوري.
د پخواني ولسمشر ددفتر رییس کریم خرم په وینا: پردي افغان سرتیري یوازې جګړې ته چمتو کوي، په سرتیرو د جګړې ډګر ګرم ساتي او بس!
انسان ته هيڅ هم نا ممکنه نه دي، صداقت او مسؤلیت پيژندنې ته اړتیا ده؛ پوهیږم چې په دې ساده خبرو ولسمشر او نور چارواکي تر ما ډېر ښه پوهیږي؛ خو د ستونزو علل او معلول دی یوازې د دوی ژمنتیا او قوي اراده به ستونزې اوارې کړي او د ډیرو بې ګناه وګړو د وژل کېدو مخه به ونیول شي او امنیتي حالت به هم ښه شي.
کنه نو په یاد ولرئ! تاریخ نه مري؛ تاسې به هم د ترهګرو د جرم د برابرو حق دارانو په توګه وپیژندل شې.
وروستي