د Antibiotics په مقابل کې ډیریدونکی مقاومت که ستر بشري ناورین

انټي بیوټیک هغه درمل دي چې د میکروبونو د لمنځه وړلو لپاره کارول کیږي .
پواسطه جوړ شوچې د طبابت په Alexander Fleming په کال ۱۹۲۸م کې د Penicillin
تاریخ کې لومړنی انټي بیوټیک شمیرل کیږي ، دا انټي بیوټیک په دویمه نړیواله جګړه کې بیا په پراخه کچه د ټپیانو د درملنې لپاره وکارول شو چې د میکروبي ناروغیو د درملنې لپاره په بیساري ډول ګټور ثابت شو له ۱۹۴۰ م کال څخه وروسته دې درملو د میکروبي ناروغیو په لمنځه وړلو او کمولوکې د پام وړ پرمختګ لرلی او په بیساري کچه یي د مړینې ګراف را ټیټ کړیدی ، خو له بده مرغه په تیرو ۷۰ کلونو کې د دې درملو پراخه او په ځینو پیښو کې غیرمسلکي کارونې د دې درملو په وړاندې د میکروبونو مقاومت په بیساري توګه زیات کړیدی ، په ځانګړي توګه په وروستۍ یوه لسیزه کې ، چې د نړۍ د ډیرو ډاکټرانو او روغتیایي ادارو، په ځانګړي توګه د نړیوال روغتیایي سازمان اندیښنه یي را پارولي ده .
په ۲۰۱۶ م کال کې د شمیرو له مخې ۲۳۰۰۰ کسان د انټي بیوټیکونو د مقاومت له کبله د امریکا په متحده ایا لاتو کې مړه شویدي ، له بده مرغه د دې اټکل له مخې کیدای شي چې په میلیونونو خلک هر کال د دې درملو د مقاومت له کبله و مري ، چې د مړینې کچه یي په بیوزلو او مخ پر ودې هیوادونو کې زیاته ده .
اوس پوښتننه دلته پیدا کیږي چې ولې د وخت په تیریدو د دې اغیزمنې وسیلې په وړاندې مقاومت ډیر او همداسې ورځ تر بلې ډیریږې ، چې دلته يي په لاملونو او مخنیوي بحث کوو!
دا درمل نیږدې ۵۰ ٪ په غیرمسلکي شکل هغو ناروغانو ته ورکول کیږي چې اړتیا ورته نلري ، په ځانګړي توګه زموږ په هیواد کې په ډیره ناوړه توګه دا درمل د غیرمسلکي کسانو لخوا کارول کیږي ، اړین ډوزاو د درملنې وخت یي په پام کې نه نیول کیږي ، همدارنګه دا درمل د څارویو د درملنې لپاره هم په نه مسلکي توګه کارول کیږي ، چې د دې درملوپه وړاندې مقاومت منځته راوړي ، که د یوه حلقوي ځنځیر په توګه یي فرض کړو مقاوم میکروبونه د انسان اویا څاروي د فضله موادو سره د باندې وځي اوبیا همدا مقاوم میکروبونه د اوبواویا خوړو له زیرمو سره ګډیږي او بیا د انسانانو او څارویو پواسطه همدا ککړشوي مواد خوړل کیږي او دا پروسه بیا بیا تکراریږي ، چې له بده مرغه له هر ځل تکراریدو سره د میکروبونو مقاومت هم لوړیږي ، یوه بله غټه ستونزه زموږ په هیواد کې د سړکونو او لارو د سر خوراکونه دي ، دا خوراکي مواد دومره په میکروبونو ککړ دي چې له ټولو ناوړه خواړه ورته ویلای شو .
د انټي بیوټیکونو په وړاندې د مقاومت بل تر ټولو ستر لامل بې کیفیته درمل دي چې زموږد روغتیا لپاره تر چاودیدونکو توکو ډیر خطرناک دي .
 
یا د ساري ناروغیو د کنټرول ادارې په ۲۰۱۳ م کال کې د ۱۸ ډولو میکروبونو یو نوملړ CDC
خپور کړ چې په مختلفو کتګوریو د ځانګړو انټي بیوټیکونو سره مقاومت لرې دلته ورڅخه یادونه کووم !
1: Clostridium difficile
2:Carbapenem –Resistant enterobacteriaceae
3: Neisseria gonorrhoeae
4: Multidrug resistant Acinetobacter
5: Drug-resistant Campylobacter
6: Fluconazole-resistant Candida
7: Extended spectrum Enterobacteriacaea
8: Vancomycin-resistant Enterococcus
9: Multidrug resistant Pseudomonas Aeruginosa
10: Drug resistant non Typhoidal Salmonella
11: Drug resistant Salmonella serotype Typhi
12: Drug resistant Shigella
13: Methicillin resistant Staphylococcus
14: Drug resistant Streptococcus Pneumoniae
15: Drug resistant Tuberculosis
16: Vancomycin resistant Staphylococcus Aureus
17: Erythromycin resistant Group A Streptococcus
18: Clindamycin resistant Group B Streptococcus
 
زما د خپلې شخصي تجربې له مخې په افغانستان کې د توبرکلوز ، بولي لارو او فنګسي انتاناتو سره مقاومت ډیر دی او له تیرو لسو کلونو را هیسي مخ په ډیریدو دی ، هیله لرم چې ګران ډاکټران ، د روغتیا وزارت چارواکي او هغه کسان چې خلکو ته په بازارونو کې خام اویا پاخه خوراکي توکي برابروي لږ ترلږه لومړني وقایوي ګامونه هیر نکړي ځکه د دوي له بې احتیاطي څخه ټولنه او د دوي کورنۍ تر جدي ګواښ لاندې نیول کیږي .
 
د انټي بیوټیکونو په وړاندې د مقاومت د مخنیوي لپاره ګڼ شمیر لارې چارې شته چې باید په پام کې یې ونیسو !
۱: د لاسونو پریمینځل
۲: وخت په وخت باید واکسین وشي
۳: هغه انتانات چې د خوړو له لارې خپریږي باید مخنیوی یي وشي
۴: اوبه باید پاکې وساتل شي
۵: د جنسي ناروغیو له خپریدو څخه باید مخنیوی وشي
۶: هغو ناروغانوته باید انټي بیوټیکونه ورکړل شي چې اړتیا ورته ولري ، دولت مکلفیت لري تر څو له خپلسرو، او د روغتیا په برخه کې د غیري مسلکي کسانو له درملنې څخه مخنیوی وکړي .
۷: د عامي روغتیا وزارت باید د درملو د کیفیت د کنترول په موخه ګټورې لارې چارې په پام کې ونیسي ، او د بې کیفییته درملو له ورود څخه مخنیوی وکړي .
۸: روغتیایي تعلمیات باید په دولتي او خصوصي روغتیایې مرکزونو کې په منظمه توګه ترسره شي .
۹: په نړیواله کچه باید د درملو جوړونکي کمپنۍ تر جدي څار لاندې ونیول شي ترڅو د انټي بیوټیکونو کیفیت تضمین شي .
۱۰: نوي انټي بیوټیکونو باید جوړ شي چې پدې لا له وړاندې جدي کار روان دی .