ولسي جرګه د مسخرو لپاره؟

ارګ په تکرار سره هغه ادعا ردوي چې ګواکي ولسمشر ویلي چې که د امنیتي سکتور مشران استیضاح شي، نو ولسي جرګه به لغوه کړي. د ولسي جرګې ځینو غړو ادعا کړې وه چې ولسمشر د امنيتي چارواکو د استيضاح په صورت کې د دې جرګې لغوه کولو ګواښ کړى دی. د ولسي جرګې غړو دغه ادعا ته توند غبرګون ښودلی دی. د همدې لانجو په لړ کې پرون یو ځل بیا په ولسي جرګه د پارلماني ګروپونو مشرانو، د کمېسيونونو رييسانو او اداري پلاوي له ولسمشر سره په ارګ کې کتلي دي. ویل کيږي ولسمشر ټینګار کړی چې دوی د ولسي جرګې پرېکړو ته درناوی لري او شوې ادعاوې سمې نه دي.
دا یوازې یوه تشه ادعا نه ده، هغوی چې دا ادعا یې کړې، باید په دې اړه نور وضاحت ورکړي، ځکه په ځینو ټولنیزو شبکو کې ان دا خبره هم شوې چې ولسمشر وکیلانو ته سپکې سپورې ویلې او زیاته کړې یې ده چې که افغانستان سقوط هم وکړي، ده ته مهمه نه ده. که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ دا ټولې ادعاوې یو مخ ردوي، خو د ولسي جرګې مرستیال همایون همایون د تړلو دروازو تر شا وکیلانو ته ویلي چې ولسمشر د ولسي جرګې د لغو کولو ګواښ کړی. اوس په کار ده چې ولسي جرګه دا مسئله جدي وګڼي او په خپلو پرېکړو کې رښتیا هم د ارګ له اغېز څخه ځان خلاص کړي. د ولسمشر او حکومت یوازې دا خبره بسنه نه کوي چې دوی د ولسي جرګې پرېکړو ته درناوی کوي، بلکې دوی باید په عمل کې ثابته کړي چې رښتیا هم ولسي جرګې ته درناوی کوي. میاشتې وشوې چې څو وزیران د ولسي جرګې له خوا سلب صلاحیت شوي، خو لا هم خپل کار ته دوام ورکوي. ولسمشر د ولسي جرګې له تایید پرته په ناقانونه ډول د ټاکنو په اړه تقنیني فرمان ورکړی، دغه راز ګڼ نور داسې کارونه هم شوي چې ښيي ولسمشر او په ټوله کې حکومت په عمل کې د ولسي جرګې پرېکړو ته درناوی نه لري.
دا سمه ده چې د ولسي جرګې وخت ختم شوی او حقوقي مشروعیت نه لري. همداسې زموږ حکومت هم په ناقانونه ډول رامنځ ته شوی. څنګه چې د ولسي جرګې مشروعیت تر پوښتنې لاندی دی، دغسې د ولسمشر مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې دی. که ولسمشر ته ولسي جرګې ناقانونه ښکاري او کار یې سم نه ګڼي، نو بیا څه اړتیا ده چې غځوي یې او ولې د ولسي جرګې ټاکنې نه کوي؟ له دې ښکاري چې ولسمشر په قصدي او شعوري ډول غواړي یوه ناقانونه ولسي جرګه وساتي، چې کله یې خوښه شي، نو کار دې ترې اخلي او کله چې د ولسي جرګې کار د دوی د ګټو خلاف وي، نو بیا دې یې پرېکړې نه مني او آن د لغو کولو ګواښ دې یې کوي. دا حالت په ولسي جرګه له ریخشند وهلو پرته بله هېڅ معنی نه لري. د ولسي جرګې غړو ته په کار ده چې نور ځان له دې ریشخند او مسخرو څخه خلاص کړي، یا دې حکومت اړ کړي چې پرېکړې یې ومني او یا دې نور د ولسي جرګې دروازې وتړي.