د خاورې د تخریب په مخنیوي کې د ځنګلونو رول!

د خاورې تخریب یوه نړیواله ستونزه ده ،کوم چې د نړۍ په زیاتره وروسته پاتې هېوادونو کې چې کرنه یې په نشت حساب ده،په لوړه کچه لیدل کیږي، د خاورې ضایع کیدلو ته په دې ډول هېوادونو کې پاملرنه هم ډیره کمه ده، همدا علت ده چې په وروسته پاتې هېوادونو کې کر او کښت په کم ډول سترګو کیږي.
د خاورې تخریب د ژوند چاپیریال له ډول ډول ستونزو سره مخ کړی، چې د مخنیوي لپاره یې ځینې اصول او پرنسپونه شتون لري چې باید عملي،او د همدې پرنسپونو په پیروي سره د خاورې تخریب راکم شي.
که په ټوله کې ووایو نباتات د خاورې د تخریب په مخنیوي کې تر ټولو وړاندې ښکارندويي کوي، په کومه ساخه کې چې نباتات ډیر وي حتمي ده،چې په همغه ساخه کې به د خاورې تخریب په نشت خساب وي.ځنګلي ونې هم د نباتاتو یو ټولی ده، کوم چې د خاورې په تخریب په مخنیوي کې یې رغنده رول لوبولی ده.
په افغانستان کې ځنګلونه عمومآ په میلاني سیمو کې شتون لري،کوم چې په میلاني سیمو کې د خاورې تخریب نسبت نورو ساخو ته په زیاته کچه شتون لري ، خو په دې ډول سیمو کې د خاورې د تخریب په مخنیوي کې د ونو شتون ختمي او ضروري ښکاري،چې کولی شي د خاورې د تخریب فیصدي په زیاته پیمانه راټيته کړي.
ځنګلونه په لومړي قدم کې د اوبو او باد سرعت کموي ، کوم چې د خاورې په تخریب کې اوبه او باد لومړني عوامل دي ،کله چې ځمکه لوڅه وي نو د اوبو او باد سرعت کولی شي، چې د خاورې پورتنۍ برخه په ډیره کچه له منځه یوسي، همدا د ونو ،د ونو د پاڼو ،تنو او ښاخونو شتون ده ،چې د اوبو او باد سرعت نهایي راکموي.
د ځنګلونو د ونو ریښې د ځنګلي ساخې خاوره محکمه ساتي، د ونو ریښې په ډیرې ژورې په خاوره کې ننوزي، چې د خاورې کلکوالی ، په خپله د خاورې د تخریب د کیدو مخه نیسي.
ځنګلونه د باران د څاڅکو د شدت د کمیدو، د نبات په پاڼو، او د نبات په تنه باندې د اوبو د حجم د کمیدو او د نبات د ریښو په واسطه د اوبو د جذب لپاره ډیر مهم فکتور ده، چې کولی شي د زیاتو سیلابونو له راوتلو څخه مخنیوي وکړي،شدید سیلابونه کولی شي په ډیره کچه خاورې،کروندې ،کورونه،ښارونه او نورې ځمکې له تخریب سره مخ کړي،نو په کوم ځای کې چې ځنګلونه موجود وي ،په همغه ځای کې به سیلابونه کم او په کم شدت سره شتون لري،کله چې سیلابونه کم وي نو د خاورې تخریب به هم ورسره په څنګ کې کم تر سترګو کیږي.
ځنګلونه د باد ماتوونکو په خیث دنده سرته رسوي، کله چې په کوم ځای کې د باد سرعت ډیر وي، په همغه ځای کې لوڅې ساخې د باد د شدت له وجې له یو ځای څخه بل ځای ته په دوامدار ډول وړل کیږي، خو که په کوم ځای کې ځنګلونه شتون ولري، هلته باد د ونو په واسطه ماتیږي او سرعت یې کمیږي،کله چې د باد سرعت کم شو ، نو خاورې له تخریب څخه ژغورل لیږي.
په ځنګلونو کې د ژویو په واسطه د تیږو ټوتې او خاورې رغړول کیږي، خو په ځنګلونو کې د شته ونو په واسطه رانیول کیږي ، او نه پریږدي چې په زیاته فاصله ورغړول شي.
د ځنګلونو د ونو د لرګیو او پاڼو ټوټې کوم چې په ځمکه د ځینو عواملو له امله رالویدلي، په خاوره کې له تجزیې وروسته د اوبو د ښه جذب قدرت لري، چې کولی شي د بارانونو په وخت کې د روانو اوبو حجم کم، او په ځمکه کې د اوبو حجم زیات کړي،چې دا بیا په وار سره د وچکالیو د کمیدو سبب کیږي.
ځنګلونه د چاپیریال په پاک ساتلو کې د پام وړ رول ادا کوي، فضا ته د خاورو او دوړو جګیدل ، هغه څه دي ، چې هوا ککړه کوي ،خو د همدغو دوړو او ګردو د ناستې ځای ځنګلونه او ونې دي چې کولی شي د خاورې زرات د زیات وخت لپاره په خپل ځان کې سمبال کړي ، کوم چې د خاورې د تخریب په مخنیوي او د چاپیریال په پاک ساتلو کې اغیزمن تمام شوی.
په پورته ډول د خاورې په تخریب کې د ځنګلونو رول تر ډيره بریده روښانه شو،خو که د افغانستان د ځنګلونو اوسنی وضعیت وګورو، ددې هېواد ځنګلونه د تمامیدو په حال کې دي، چې بد اثرات یې د هېواد په هره سیمه کې ښکاره دي.
د افغانستان ځنګلونه په بې دریعه ډول داسې وهل کیږي، چې په نږدې راتلونکي کې به ددې هېواد ځنګلونه په زیاته کچه راکم شي، چې ورسره به ډيری محیطي،اقتصادي او ټولنیزې ستونزې رامنځته شي، د کرنې سکتور به له ګواښ سره مخ کړي.
په لنډو ټکو کې ووایو،چې د ځمکې څخه هر شین بوټی په یو نه یو ډول د ژوند کولو لپاره اړین دی،نو باید چې په دې برخه کې ځانونه له نورو وړاندې کړو.