Porcupine شکوڼ هغه حيوان دئ چى په اوسط ډول سره خپل شاوخوا 30000 پوري اغزي لري،او د خطر په وخت كې په همدې سره د ځان دفاع کوي. يو وخت د ژمي په موسم کي د دوى د اوسيدلو په ځاى کى ډير سخت يخ راغلي او ژوندي پاته کيدل مشکله وه. نو دوى فيصله وکړه چي يو بل ته په نږدې اوسيدلو سره کولاي شى چى ژوندي پاته شى، په داسي کولو سره د دوى بدن تودوخه توليدول او هغه دوى ګرم ساتل. خو مشکل دا وو چي د دوى اغزي يو او بل باندي جګيدل او دوی د درد احساس کوي، نو ځينو يي دغه درد و نه زغمي او جدا شول او بلاخره د يخ دلاسه يي ژوند دلاسه ورکړ. نو يو ځاي اوسيدل او درد زغمل د مړه کيدلو څخه بهتره وو او دوي په دي پوه سوي وو. که موږ فکر وکړو موږ تاسې هم په يوه ټولني کي ژوند کوو چى هغه زموږ ملګري،کورني او د کار ځاى تشکيلوي. اکثرآ موږ دهغو خلګو چي موږ ته نږدي دي له خبرو او کړو وړو څخه ځوريږو او دهغو سره رابطه قطع کوو او تري بيليږو خو نه پوهيږو چي په داسي کولو سره مشکل حل کيږي نه، بلکل شايد د يو بل غټ مشکل سره لاس او ګريوان شو. موږ وينو چي کورني سره بيليږي،د ورونو تر منځ جنګ او د خاوند او ميرمني تر منځ ليريوالي ټول د يوه کوچني اختلاف څخه منځ ته راځي، موږ فکر کوو چي ليرې تلل او رابطه قطع کول به يي د حل لاره وي خو داسي نه ده. شايد ځيني مشکلات او اختلافات مو تر منځ راسي خو بايد په ياد ولرو چي همدا خلګ دي چي زموږ ژوند ته د خزان په وخت کي تودوخه راولي. نو بهتره ده چي د خلګو سره د هغو د اغزيو او نيمګړتياوو سره سره ژوند وکړو تر دي چي بيل شو. شه ملګري او شه کاري ټيمونه د همدې لاري څخه لاس ته راځي او شه کورني هم همدا شان جوړيږي. نو کله چي بل وخت د کوم شکوڼ په اغزو باندي د درد احساس وکړي نو بهتره ده چي د راتلونكي خزان په اړه فکر وکړي او د لږ څه په مقابل کي ډير څه د لاسه ور نکړي. نوراځي چي کورني او ملګري د جدا کيدو څخه وژغورو. يوازئ کيدل آسانه دي، خو يوازئ ژوند کول مشکل دي.
وروستي