یاده پنځوس اوریزه لوبه چې نن ورځ د افغانستان پر وخت اته بجې او دېرش دقیقې د هندوستان په ګرټر نویډه لوبغالي کې پیل شوه د لومړي ځل لپاره د ایرلنډ لوبډلې کفتان ویلیم پوټرفیلډ پچه وګټله او په خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د نوموړې لوبډلې د پیل لوبغاړو پولسټرلېنګ او ایډ جایس په زړه پورې لوبه وکړه او تر پنځلسو اورونو پورې یې کوم لوبغاړی له لاسه نه و ورکړی. خو د افغانستان له لوري د لوبې پنځلسم اور کې راشد خان په دې باندې وتوانېده چې اېډ جایس له مخې پورته کړي.
د افغانستان له لوري ټولو بالرانو په زړه پورې توپ اچونه وکړه او په پنځوسم اور کې یې د ۲۳۰ منډو په ورکولو سره ټوله لوبډله وسوځوله.
د افغانستان له لوري د پیل لوبغاړو شهزاد محمدي او نجیب ترکي په لږ وخت کې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې، خو د ځوان لوبغاړي رحمت شاه زرمتي په زړه پورې سلیزې او د ده سره د کپتان اصغر ستانکزي او سمیع الله شینواري په زړه پورې ملګرتیاوو افغانستان بریا ته ورساوه.
له دې وړاندې لومړنۍ دوې لوبې افغانستان او وروستنۍ دوې یې بیا ایرلینډ ګټلي وې چې په ننۍ بریا د یادو لوبو لړۍ په دریو بریاوو او دوو ماتو سره د افغانستان په برخه شوه.
یاده دې وي چې د لوبې غوره لوبغاړی رحمت شاه زرمتی، د سریز غوره لوبغاړی د ایرلنډ پولسټرلینګ، غوره توپ اچوونکی راشدخان ارمان او غوره توپ وهونکی هم پول سټرلېنګ ونومول شول.
وروستي