لوبو کې بری د هېوادوالو د یووالي پلمه

لوبه؛ که کرېکټ وي یا فوټبال خو چې د هېواد مو اتلان یې ګټي، ټول په یوه خوله ورته خورا خوښ وي.
وروستیو کلونو کې د افغانستان کرېکټ لوبډلې، لږه موده کې هومره بري خپل کړي، چې اوس په نړیواله کچه پېژندل شوې لوبډله ده.
دغه راز فوټبال کې هم د هېواد اتلانو بهرنیو سیالیو کې د پام وړ بري لرلي او په ښه نوم یادیږي.
کرېکټ بیا هومره مینه وال خپل کړي، چې هر ځای وي؛ د کرېکټ سیالیو حال اوریدل کېږي او سړی ترې خبریدای شي.
که په موټر کې یې، که هټۍ کې او که دفتر کې، بس چې هر ځای یې او د کرېکټ سیالي وي نو ټول ورته ښه په ځیر ناست وي.
همداشان، که پښتون دی که تاجک، که هزاره او چې خبر شي د افغانستان د کرېکټ سیالۍ ده، نو ځان له پاره مناسب ځای او اسانتیا برابروي او د هېواد د اتلانو سیالي څاري.
کله چې بیا د هېواد کرېکټ لوبډله مو سیالي وګټي بیا نور هر ځای خوښي کېږي او ټول په یوه غږ بری لمانځي.
نورو ځایونو کې پر خوښۍ سربیره، ټولنیزو رسنیو کې تقریباً ټول هغوی چې یې کاروي د کرېکټ د بري په اړه یې لیکلي وي او  د افغان اتلانو مېړانه یې ستایلي وي.
د نورو ډېرو برخو په پرتله، لوبې زموږ د هېوادوالو د یو موټي والي او یووالي له پاره ښه لار ده او لکه چې په پورته کرښو کې ولیکل شول ټول یې تر ډېره سره یو کړي هم دي.
له دې ټولو سره سره، چې کله چارواکي د لوبغادو هڅونې له پاره د سیالۍ ډګر ته ځان رسوي؛ نو په دې کار سره د ډېرو زړونه هم ګټلی شي.