ډاکټران او ځانمرګي په قرآن کې: څلورمه برخه

د نړۍ په بېلابېلو ادیانو او مذهبونو کې، د ځانمرګو د ځانوژنو ډولونه او نورې کړنې(اسماعیلیان او ځانمرګي)
د اسماعیلیانو مذهب اړوند، د نزاریه فرقه چې ځانونه مسلمانان بولي، خو نوموړي ډله له پېړیو، پېړیو راهسې اسلامې پوهانو د اسلام له سپیڅلي دین څخه وتلي بللي ده، بلکه د اسلام په د ننه کې، د مسلمانانو دښمنان یې بولي، تر څو د اسلام او جهاد په نوم مسلمانان قتل کړي، د نزاریه ډلې د ځانمرګو د روزلو په اړه په زړه پورې مالومات راټول شوي دي، د ايران د نزاريه فرقې مشر حسن صباح چې د مصر د فاطمي خلافت لخوا یې ملاتړ کیده، د خپلو ځانمرګو کسانو لپاره د ایران د قزوئین، د الموت په کلا کې ډېر ښکلي باغونه او ودانۍ جوړې کړي وې، چې په هغو باغونو او ودانیو کې، تقريباً د جنت په شان نعمتونه، د هغو ناپوهو ځوانانو د غولولو لپاره برابر شوي ؤ چې د ځانمرګو بريدونو په موخه روزل کيدل، د ايران نزاريانو د سيمې هغه ناپوهه او تنکي ځوانان د خپلو دښمنانو د ترور لپاره روزل چې هر اړخیز او ژور فکر يې نه شو کولى او ډېر ژر به بې لارې(ګمراه)کيدل.
که له یوې خوا د نزاریه ډلې د ترهګرو مشران زيرک او (اهريمن١) صفته کسان وو، خو له بلې خوا د دوى ټيټ پوړي کسان بې عقل، ګنګس او ګيچ خلک وو، تاریخ لیکونکی ذکريا قزويني د دغو بې حسه کسانو د حماقت په اړه وايي:«الموتيان چې د حسن صباح دين يې غوره کړى دى داسې بې حسه، بې شعوره او بې عقل خلک دي، چې د ونې په هغه څانګه ناست وي ،چې دى يې له ونې څخه لنډوي( نو کله چې څانګه غوڅه کړي د ونې د ښاخ سره يو ځاى لاندې ځمکې ته راغورځيږي) چې له داسې خلکو څخه د هر ډول ليونيو کړنو انتظار کيداى شي»(محمدبن زین العابدین خرساني فدایي: فرقه اسماعيليه،١٦٣مخ، د الکساندر سیمونوف په اهتمام)
حسن صباح په خپلو جنت ډوله باغونو او قصرونو کې روزل شوي ډېرې ښايسته ښځې او جلکۍ د ځوانانو د غولولو لپاره ساتلې وې، چې ډېرى يې له نورو ملکونو څخه د مصر فاطمي خلافت لخوا رالېږل شوي وې.
ښاغلي ويلاديمر بارتول په خپل کتاب (الموت) کې، په دې اړه ډېر په زړه پورې معلومات ليکلي دي نوموړی وایي: ... د نويو ځوانانو ماغزه به یې ورمينځل، په دې به یې هم پوهول چې حسن صباح پيغمبر دى، په ټولو غيبو او راتلونکو پېښو باندې پوهيږي. زده کوونکو ته يې دا ورزده کول چې د دوى ټول مخالفين په ځانګړي توګه هغه مسلمانان چې د اسماعیلیانو د کفري عقايدو مخالفت يې کولو د کفارو او ديوانو په نوم ورپيژندل. د سلجوقيانو د لړۍ پاچاهان او سلجوقیانو په اړه يې داسې تبليغات کول چې: «د سلجوقيانو د حکومت کسان د پيريانو او ديوانو له نسل څخه پیدا شوي دي، چې نيمې تنې يې د انسانانو دي او نيمايي تنې يې د ديوانو دي، سلجوقيان د هغو شريرو ارواحو نسل دی چې د انسان نژادو ښځو سره يې زناوې وکړې او سلجوقیان ترې پیدا شول، سلجوقيان مسلمانان نه دي، خو دوى ځکه ځانونه مسلمانان بولي تر څو خپل ريښتيني خصوصيات پټ کړي او وکولى شي د ديوانو او شيطانانو حکومت په ټوله نړۍ کې رامينځ ته کړي.»
نزاریانو خپلو ځانمرګو ته دا هم ويل چې په ايران کې تر ټولو سخت د اسلام(اسماعیلیانو) دښمن خواجه نظام الملک دى، چې د سلجوقيانو په حکومت کې ځواکمن وزير دى. د عزت، غيرت او اتلولۍ داسې تبليغات به یې هم ورته کول څوک چې لوى، لوى کارونه کوي، نو خپل ژوند له مرګ څخه پيل کوي او هغه څوک چې ډارن دي او تل له مرګ څخه ډاريږي څو، څو ځله وژل کيږي.
زده کوونکو ته یې د جنت د نعمتونو خبرې کولې او دا به يې ويل چې کهڅوک د دوى مخالفين له مينځه يوسي فوراً به جنت ته داخل شي.
دوى به پرته د ترهګریزو زده کړو څخه په علمي او فرهنګي برخو کې هم زده کړې ورکولې لکه د څو ژبو زده کول، شعر او نور حکمتونه. (ایلیا پالویچ پطروشفسکي:اسلام در ايران ٣١٥مخ، ترجمه: کریم کشاورز)
کله چې د زده کوونکو ذهینیت او فکر د حسن صباح په عقيده برابر شول، نو وروسته به د ترور عملي زده کړې ورښودل کیدلې، ځانمرګي جسماً ځواکمن او پياوړي ځوانان وو، سپورت او نور ډېر مشکل تمرينات يې ترسره کول، ترڅو وکړى شي په سخت او خاص حالت او په هر ډول شرايطو کې خپل هدف ته ځان ورسول شي او د کوچني زهر لړلي خنجر په وسيله خپل هدف له مينځه يوسي. (ناصر نجمي: فرمان رواى الموت(حسن صباح) ٧٠مخ)
که چېرې به د تعليم او تربيې په جريان کې کوم زده کوونکي سهوه یا خطا وکړه، نو سخته سزا به يې ورکوله، لکه د اور په سکروټو لوڅې پښې ګرځول، د ساه (تنفس) بندول تر هغې پورې چې بې هوښه به پرېوتل، په ځنځيرونو او نورو توکو باندې د ځانونو وهل، تر څو ملاوې به يې شنې او زخمي شوې او وينې به ترې روانې وې.
د الموت د کلا نور قيودات داسې وو چې که چا به د خپلو مشرانو له امر څخه سر غړونه وکړه شراب به یې وڅښل، د خپلې فرقې غړى به یې وواژه، چا به يوازې ځان ته ساز اوريدلو، يا به څوک ګډا ته ناست وو او يا به په خپله ګډيدل، ګمراه کونکي کتابونه(د اسماعیلیه نزاريه باطنيه فرقې بې غير، اسلامي او نور کتابونه) به يې لوستل او يا به يې د هغې مطالب نورو ته اورول، تر مرګ پورې سزاګانې ورکول کيدلې. (ویلادیمر باتول: الموت ٤٤٦مخ؛ ایلیا پالویچ پطروشفسکي :اسلام در ايران ٣١٦مخ)
دا قيودات د دې لپاره وو چې د روزنې لاندې ځوانان منع شويو کړنو ته ښه ليواله شي، ښځې، سازونه، ګډا او شراب چې دا ټول د حسن صباح په (جنت) کې د دوى لپاره تیار شوي وو، نو کله به چې ځوانان هغو باغونو او قصرونو ته وردننه کړی شول، نو هغه نعمتونه چې له باغ څخه د باندې دوى ترې منع شوي وو ورسره مخامخ به شول.
وروسته له هغې چې ځوانانو ټولې نظري زده کړي پاى ته ورسولې او په ځينو مخامخ چيريکي جګړو کې به هم ازموينې ورکړی شوې، د ډلې د مشر لخوا به د فدايي(ځانمرګى) رتبه ورکړل شوه، فدايي رتبه لرونکي ځوانان به په دې وخت کې د مور او پلار او نورو ټولو خپلو خپلوانو څخه لاس په سر شوي وو، يوازې او يوازې به خيالي جنت ته د رسیدو په هیله وو. د حسن صباح په باغ کې خسي شوي سړي(خواجه ګان) او تجربه لرونکي ښځې موجودې وې چې په باغ کې هغو ښکليو ښځو او جلکيو ته یې د هر ډول جنسي کړنو زده کړې ورکولې، هغو ښايسته ښځو او جلکيو ته د حسن صباح له خوا داسې خبرې ویل کیدلې چې ګواکې دا د خدای تعالَی خبرې دي!، نوموړي داسې ویل:تاسې په دې باندې باید پوه شئ چې زموږ له امرونو څخه څوک سر غړونه وکړي، موږ یې هېڅ کله نه بخښو، کله چې زما اتلان[ځانمرګي] تاسې ته راشي، پريږدئ چې ستاسو سره مينه وکړي او ستاسو په مينه کې ډوب او ورک شي، زه دا وياړ او زيرى  تاسو ته د خداى په نامه درکوم: يوه شپه د خداى تعالَى استازى راغی او زه يې له ځان سره اووم اسمان ته پورته کړم بیا يې د الله تعالَى حضور ته حاضر کړم، خداى تعالَى راته وويل:«ابن صباح! اې زما پيغمبره او زما استازيه! په دغه اووم اسمان کې زما باغونه ښه وګوره، کله چې ځمکې ته وګرځيدې د دغو باغونو په شان د الموت په کلا کې باغ جوړ کړه، په هغه ځاى کې د تورو سترګو والا، باکره پېغلې راټولې کړه او زما له لوري هغوى ته ووايه: د جنت د حورو په شان دې خپل کړه وړه ترسره کړي... او وروسته د هغه باغ دروازه د خپلو اتلانو پر مخ خلاصه کړه چې په اتلولى او سر ښيندنې سره د خپل مقدس هدف لپاره جګړه کوي... ابن صباح! باور وکړه چې هغو اتلانو ته به په خپل ځاى د اسمان په دغه طبقه کې  ښه راغلاست ووايو تر څو دوى ته، موږ د دوى د ښو اعمالو بدله ورکړو.
بې له محمد(ص) او بې له تا چې حسن ابن صباح يې، بل هېڅ چا ته اجازه نه ده ورکړل شوي چې په ژوندوني(جسماً) دلته راشي، دا چې ستا باغونه به زموږ د باغونو په شان وي، نو هغو مېلمنو ته چې مومن او متعقد وي، هېڅ ډول ضرر ونه رسيږي او هغه به وروسته له مرګ څخه زما د قدرت د سيورې او ريښتيني جنت په باغونو کې اوسيږي.»
هو! خداى تعالَى دغه مطالب راته وويل او ما د هغه هدايات ترسره کړل، نو ځکه زه له تاسو(ښځو او جلکيو) څخه غواړم چې د خپلو مېلمنو سره د جنت د حورو په شان چلند وکړى او تاسې به هم لوړ مقام(ريښتيني جنت) ته ورسېږئ، دوى زموږ ريښتيني اتلان دي، دا داسې اتلان دي چې زموږ د دښمنانو د سترګو اغزي او د خپلو دوستانو لپاره ځانونه قربانوي، دوى د دې وړ دي چې زر ځله د جنت له نعمتونو څخه برخمن شي، که  چېرې څوک زما له امر څخه سر غړاوی وکړي او هغه ځوانان نااميده کړي، همدا نن شپه به تاسې خپل سرونه له لاسه ورکړى، هېر نه کړى چې دا غوښتنه زما غوښتنه نه ده بلکې، د الله تعالى غوښتنه ده ... . (ویلادیمر باتول: الموت،٣٠٠-٣٠١مخونه)
ويلاديمر بارتول زياتوي: ځينو هغو هوښيارو جلکيو چې د حسن صباح په چل ول پوهې شوي وې او نه يې غوښتل چې د تل لپاره د هر چا د غيږې نانځکې وګرځي او تر مرګه پورې په بداخلاقیو کې پاتې شي، نو له ناچارۍ به يې خپل ځانونه وژل او له لوړو کمرونو څخه يې هغه درياب ته وردانګل، چې د الموت د باغونو په څنګ کې تېر شوي وو... . (ویلادیمر باتول: الموت ٥٣٢مخ)
روزل شوي ځوانان به په حشيشو(مخدره توکو) باندې نشه کړى شول او د ژور خوب په حالت کې به د حسن صباح د هغو خسي شويو مزدورانو له خوا چې له مصر څخه ورته راليږل شوي وو، هغه مصنوعي جنت ته یوړل شول، هغه مهال چې ځوانان به له نشې څخه روغ شول، وبه يې ليدل چې په شا او خوا کې يې ښکلي جلکۍ او ښځې په سندرو، سازونو او ګډاګانو باندې بوختي دي او د دوی ستاينې کوي.
دغه نادان ځوانان به په دې فکر کې شول چې دا هغه ريښتينى جنت دی، چې دوى یې له خپلو استاذانو څخه خبرې اوريدلي وې، بیا به د جنت د نعمتونو په شان خوراکونه ورته تيار کړل او د شرابو په څښلو به نشه شول، دا داسې روزل شوي جلکۍ وې چې په لږ وخت کې به يې هغه ځوانان هر ډول (د مينې او جنسي)کړنو ته چمتو کول، که چېرې به کوم ځوان د شرابو له څښلو څخه انکار وکړ نو هغو جلکيو به د قرآن د آياتونو په استناد ويل: ناپوه يې تا قرآن نه دى لوستلى؟ چې په جنت کې شراب او نور هر څه الله (ج) حلال او روا کړي دي، شيطان او شريرو خيالونو ته په سر کې ځاى مه ورکوه، همدغه شېطان ؤ چې زموږ پلار آدم (ع) يې له جنت څخه ایستلی دی... ځوانانو به چې دا حالت وليد، نو وبه يې منله چې همدا جنت دى او د حسن صباح لخوا جنت ته رالېږل شوي دي، د جنت چابۍ (کيلۍ) رښتيا هم د حسن صباح (سيدنا) په ﻻس کې دي. وروسته د يو څه وخت له تېريدو څخه به بيا، هغو جلکيو ځوانان په شرابو او نورو نشيي توکو په څښلو نشه کړل او له هغه باغ څخه به يې د نشې په حالت کې یوړل، نو چې په خود به شول، حسن صباح به ورته وويل:«وګورئ هر هغه چا چې زموږ دښمنان له منځه يوړل او تاسې فدايان چې په هغه ځاى کې شهيدان شى، سمدلاسه به جنتونو ته داخل شى او هغه حورې چې تاسو وليدلې د هغو سره به يو ځاى شى، چې اوس ستاسو په انتظار کې ناستې دي او که ژوندي بېرته راستانه شى نو بيا به زه تاسو ته د جنت دروازې خلاصې کړم او د خپلو حورو سره به يو ځاى شى. »
له هغې ورځې راپه دیخوا چې هغه ځوانان د مصنوعي جنت څخه رایستل شوی وو او له هغو جلکيو څخه جدا شوي وو، نو د جدايې په لمبو کې به سوڅیدل، له سخت خفګان او تکليف سره به مخ وو، هر يوه به غوښتل چې زرترزره جنت ته داخل شي او د خپلو حورو سره يو ځاى شي، دغو له جنت څخه شړل شويو ځوانانو به خپلو ملګرو ته د هغو قصرونو، باغونو او حورو په اړه خبرې کولې چې دوى ليدلي وو او که چا به د دوى په خبرو کې لږ شک ښکاره کړ، نو له هغوى سره يې جګړې کولې ويل به يې:«هغه حورې خداى زما لپاره پيدا کړي دي او زما په انتظار کې ناستې دي، زه د دوى په بېلتون کې سوځېږم، سيدنا (حسن صباح) ته ورځم چې زرتر زره دنده راته وسپاري، ترڅو خپله دنده تر سره کړم او د جنت دروازه راته پرانیزي، که نه نور نو ځان وژنم، ځان په خپل خنجر وهم، له هغه لوړ ځاى څخه ځان غورځوم، د خداى لپاره د آدم(ع) غوندې له جنت څخه شړل شوى يم.» هغه ځوانان چې خپل مرګ او د نورو مرګ ته تيار ؤ، حسن صباح ته به ورغلل، نو هغه به چې چا ته خوښه وه په دغو داوطلبو فدایانو(ځانمرګو) باندې به یې ترور کول.
(مارکوپولو۲) په خپله مشهوره سفرنامه کې چې په (١٢٧١-١٢٧٢، ز) کې يې ايران ته سفر کړى دی، د حسن صباح د باغونو په اړه د لږ څه مبالغې سره داسې لیکلي دي: د دوو غرونو په منځ کې لوى او ښکلي باغونه جوړ شوي دي، چې د نړۍ ټولې مېوې په کې دي، ډېرې ښکلي ودانۍ او قصرونه چې په ډېر ظرافت سره نقاشي شوي، په هغه ځاى کې موجود دي، د شرابو، شيدو او ګبينو ويالې ډکې دي، په لوړه کچه د نړۍ ښکلي ښځې او جلکې چې د سازونو، سندرو ويل او غوره نڅاګانې کوي، په هغه ځاى کې اوسیږي، د الموت څښتن (پيرکوهستان) خپلو فدايانو ته وايي چې، دغه د جنت باغ دى، نو ځکه هغه(حسن صباح) نوموړی ځاى د هغه جنت په شان جوړ کړى دى، چې د اسلام پېغمبر(ص) خپلو اصحابو او مومنانو ته په بل جهان کې  وعده ورکړي ده، [چې د ښو اعمالو په بدل کې به هغه نعمتونه د دوى په نصيب وي.]
مارکوپولو وړاندې وایي: څوک دغه باغ ته نه شي ورننوتلى، مګر هغه چې د فدايي درجې ته ورسيږي، د باغ په دروازه کې داسې مستحکم ټاپو (برج) ولاړ دی، چې هیڅ څوک قدرت نه لری هغه ونيسي، چې د ننوتلو لار يې يوازې په هغه ځاى کې ده. د غرونو رهبر (پيرکوهستان) د هغې سيمې ځوانان چې عمرونه يې د (١٢ او ٢٠ ) کالونو تر منځ وو، په خپل دربار کې ساتل او له هغو ځوانانو څخه يې لس، شپږ او يا څلور تنه هغه باغ ته وردننه کول او په هغو به يې حشيش (نشه کوونکي توکي) وڅښل، ټول به يې په خوب ويده کړل او بيا به يې باغ ته يوړل، کله به چې ځوانان له خوبه ويښ شول، د باغ منظرې به يې ډېرې خوښې شوې او فکر به يې کولو چې رښتيني جنت ته راغلي دي، ښځو او جلکيو به د دوى ټولې غوښتنې پر ځاى کولې، داسې چې دوى به نه غوښتل له هغه ځای څخه ووځي، وروسته به یې بيا هغه شان نشه کړل او هغوى يې د مشر(حسن صباح) قصر ته وړل، چې د يو مهم کس د وژلو(ترور) په فکر کې به ؤ، هغه ځوانان به چې په خود شول، هغوى ته به يې وويل: اوس ولاړ شئ او فلانى سړى ووژنئ او کله چې بېرته راشى زما ملايکې به تاسې جنت ته يوسي او که چېرې د خپلې دندې په وخت کې ووژل شی، زه به ملايکو ته ووایم چې تاسې جنت ته ورسوي. (جان بې ناس: تاريخ جامع اديان ٧٧٩-٧٨١مخونه؛ ډاکټر پروېز درجاوند: سرزمين قزوئين ٢٠٠مخ)
--------------------------------------------------------------------------------------------
۱-اهريمن، د زردشت په دین کې شرير، بد، پليد او فساد کوونکي ته وايي او د اسلام په دین کې د شيطان سره برابر دى.
۲- مارکو پولو د ایټالیا اوسیدونکی له (١٢٥٤-١٣٣٢،ز) پورې د نړۍ له مشهورو سياحانو څخه ؤ، چې له اروپا ايران او لرې ختيځ پورې یې سفر وکړ او د سوماترا او جاوا له لارې اروپا ته بېرته ستون شو، د نوموړي يون ليک له ډېرو غوره اثارو او منابعو څخه شمېرل کيږي.
پای



C:UsersAdministratorDesktopalamot-1030-mm2.jpgC:UsersAdministratorDesktopimages(306).png
 
(د الموت کلا او د ځانمرګو مشر حسن صباح)