د بدلون وخت

هيله مي لرل چي د را نوي سوي کال د پیل سره سم د ځینو مثبتو لیکنو خپرولو یوه لړۍ را پيل کړم خو بدبختانه را باندي سهار سو او دا کار مي و نه کړ، دا چي ولي؟ بېله خبره ده.
خبر یاست د نوي کال پيل دی راځئ دا نوی کال په ښو ارادو پیل کړو دا نوی کال ۱۳۹۶ لمریز لېږدیز کال دی، خداي (ج) دې را پسي د خیر کړي، او هیله ده چي دا کال به زموږ د هیلو د پوره کېدو کال وي.
عجب ښه وخت دی، راځۍ دې نوي کال کي ځان او شخصیت بدل کړو.
د ښه وخت خبره وسول، ښه وخت په دې دی چي د نوي کال پیل دی، نوی موسم دی د نوو پلانونو جوړېدو، عملي کېدو او شخصیت بدلېدو وخت دی.
د هر کاراو هري پرېکړي او پلان عملي کېدو لپاره هوډ او اراده مهمه ده، هر کار کېدونکی دی خو کله چي اراده قوي وي.
یوه مهمه نقطه له ځان سره یاد ولری کله چي مو کوم کار ته هوډ او اراده وکړه نو کوښښ وکړی او کوښښ وکړی چي د خپلي ارادې او هوډ څخه پر شاه نه سی(پلان مو عملي کړی) ځکه که څو واري پر شاه سی نو بیا مو د هر کار لپاره اراده کمزورې کېږي او بیا پر یو ساده کار هم نه سی بریالي کېدلی.
د ارادې د نه کمزوري کېدو لپاره یوه ښه خبره دا ده چي داسي یو کار ته اراده وکړو چي د کېدو امکان یې وي، یادونه باید وکړم چي ددې خبري څخه دا مطلب وا نه خلی چي لږ ناشونی کار ته هم باید اراده و نه کړو یا بلکل داسي نه، لکه چي مي وړاندي وویل هر کار کېدونکی دی، خو کله چي اراده کلکه او مظبوطه وي، دلته مي مطلب هغه پلانونه دي چي عملي کېدل یې سخت ګران وي یعني د عملي کېدو چانس یې (۰٪) او یا صفر ته نژدې وي.
نو
(اراده مو قوي کړی تر څوبریالیتوبونه خپل کړی)
دا چي د نوي کال پیل دي، نو ښه به وي چي ځان سره قوي اراده وکړو چي سر له ننه به خپلو ارادو کړو وړو، اخلاقو . . .  او شخصیت ته بدلون ورکوو!!!
بدلون څنګه؟
بدلون داسي (که کوم ناوړه عادت ولرو، اراده به وکړو چي سر له ننه: (زه دا ناوړه عادت پرېږدم او بیا به ورګورم لانه) بس همدا جمله ((زه دا ناوړه عادت پرېږدم او بیا ورګورم لانه)) د بدلون شروع ده او دوام یې ستاسو قوي اراده ده اود هغه ناوړه کار پرېښودل همدا بدلون دی چي تاسو یې غواړی.
نو ددې مثبت بدلون لپاره ډېر ښه وخت دی، راسئ ارده وکړو چي سر له ننه به:

  • خپلو ټولي ناوړه او منفي  چاري به پرېږدو او پر مثبت لوري به ورکاټېږو (ور ګرځو)
  • نوي پلانونه به جوړوو او د عملي کېدو پوره هوډ به یې کوو.‍‍
  • خپلو ټولو ښو عادتونو ته به وده ورکوو، بد عادتونه به په ښو بدلوو.
  • او . . .
(همدا د بدلون وخت دی، شخصیت مو بدل کړئ!!!)
عبدالتواب خپلواک/هلمند،لښکرګاه