معيارونه او نورمونه بدل ښکاري!

وایي نن وزیر صیب برطرف شو!
- ما ته څو كاله مخكې د یو ١٦ كلن هلك فلم او د هغوی د مور سره دیالوګ او مکالمات چې مور له زندانه او جیله راخوشې شوې وه په یوه رواني فلم کې چې د واقعیت پر بنیاد ‌‌‌‌‌‌ډک شوای وه کته او داقصه را یاده شوه. دا دوه نیم ساعته فلم کې او یو نیم ساعت. مور ښودله چې د رشوت د اخیستو او حبس کیدو له امله د خپل زوی له کترو او کنایو شرمیده او داسې افاده کوله چې ګناه او اشتباه یې کړې نو ځکه یې زوی ور سره خفه دی. فلم روستیو صحنه کې ښکاره کیږي چې زوی په ده خاطر خفه نه دیچې مور یې رشوت اخیستی او خیانت کړای. دا مور بیا پوهیږي چې زوی یې په ده خاطر په قهر دی چې رشوت او خیانت خو هر څوک او هر یو کوي دی په دې په خپل مور په قهر وه چې ولې ونیول شوه او ولې یې په هوښیارۍ غلا او رشوت وانه اخیسته؟
- د امام ابوحنیفه رح له مدرسې نه د فراغت ‌‌‌‌‌‌ډېر کاله روسته خپل د فقه استاد د وردګو مشهور مولوي نور محمد خان تصادفا په لار کې ولید. دېر یې په لیدو خوشاله شوم او کلک روغبړ مو سره وکړ او خبرې مو پېل کړې. بحث جالب او ښه اوږد غوندې او مولوي صیب سره مو ‌‌‌‌‌‌ډېر وخندل او د زړه خواله مو سره وکړل. الله تعالی دې وبخښي زبر دست عالم او استاد وه. ټوکي او خوش طبعه شخصیت وه.
ما ترینه پوښتنه وکړه مولوي صیب شاګردان څنکه او اخلاق یې څنګه دي؟ گذاره ورسره کیږي؟ لږ غلۍ او مسکی شو. ما ویل مولوي صیب څنګه چل دی؟ ولې غلی شوې؟ داسې راته پاس او کښته وکتل او بیا را غبرګ کړل: صلاح الدینه څه به درته وایم؟ کوم اخلاق؟ هغه اخلاق چې مونږ پيژندل او که دا نوي اخلاق؟ دلته خو اوس بداخلاقي اخلاق دي او اخلاق بد اخلاقي ده. ....
نو کله چې دا دوه قصې او حکایتونه سره جنګوم او جمع او ضرب او حلاجي کوم نو د الله ج نه پناه غوښتل په کار دي. اوښونه او کاروانونه له بارو سره په ب‌‌‌‌‌‌ډه وهي. وژني، جنسي تجاوز کوي او تعدي او بیا هم راشي له اندکترین شرمه ستا نه به ځان خادم او جنایت او تخلف نه به نه تنها چې شرم او پښيماني نه کوي بلکې ستا به پاس بړ بړ غږیږي. الله (ج) دې مونږ ته هدایت وکړي.
مونږ ته هدایت وکړي چې په تیرو ناخوالو کې خپل مس‌ؤلیت وپيژنو او د خدمت جوګه شو. وزیر صیب ته به په دې په قهر وي چې ولې و نه توانیده خپل تخلف پټ کړای شي؟ و من الله التوفیق
٢١/٣/٢٠٢٧