
۲۹/۱۲/۱۳۹۵، ل، ل
د نړۍ په بېلابېلو ادیانو او مذهبونو کې، د ځانمرګو د ځانوژنو ډولونه او نورې کړنې:
د ځانمرګو بریدونو اعمال د نړۍ په یو شمېر ادیانو او منحرفو مذهبونو کې لیدل کیږي، لکه د اسرائیلو، پخوانیو جاپانیانو او د هندوانو د جین په دینونو او د اسماعیلیه فرقې په د ننه د نزاریه ډلې په مذهب کې.
د تاریخ په اوږدو کې، د ځانمرګو بریدونو عملیات په نوموړو دینونو کې په پراخه کچه تر سره شوی دي، چې د جاپانیانو او نزاریه ډلې د ګروهو(عقایدو) مهم ارکان تشکیلوي.
اسرائیلي(یهودي) ځانمرګي:
نني اسرائیل(صیهیونستان) د خپلو شرارتونو د پلي کولو په موخه نړیوالو ته ګواښونه کوي، که څوک یې پر وړاندې ودریږي نو د اسرائیلو د یو تن پخواني انتحاري مشر(سامسون) په شان به انتحار وکړي، په دې مانا چې د خپلو مخالفینو پروړندې به اټومي وسله وکاروي، چې په پایله کې به اسرئیل او مخالفین دواړه له منځه ولاړ شي.
د اسرائیلو دغه انتحاري مشر چې اسرائیل یې خپل اتل بولي، د فلسطینیانو لخوا په دواړو سترګو ړوند شوی ؤ او پر هغو فلسطینیانو باندې یې ځانمرګی برید وکړ چې په خپل معبد کې راټول شوي وو، راټول شوي کسان یې له ځان سره یو ځای ووژل. د اسرائیلو په دغه انتحاري مشر باندې د دوی په مذهبي منابعو کې اوږدې خبرې لیکل شوي دي چې له هغې څخه هغه برخې چې پر موضوع پورې تړاؤ لري په لنډو کرښو کې لیکو:«سامسون یې له زندان څخه د معبد د ننه راوست، هغه یې د[معبد] د دوو ستنو(مټو) په منځ کې ودرولو، چې په هغو ستنو باندې د معبد چت ولاړ ؤ، سامسون هغه ماشوم چې د ده لاس یې نیولی ؤ او دی یې رهنمایي کولو وویل: زما لاسونه [د معبد] په دواړو ستنو باندې کېږده، غواړم تکیه پرې وکړم. دغه مهال معبد له خلکو ډک ؤ، پنځه تنه د فلسطینیانو مشران، د درو زرو کسانو سره، د سامسون د لیدلو لپاره ناست وو او دی یې مسخره کولو. سامسون خدای ته دعا وکړه، داسې یې وویل: ای خدایه، زما خدایه! یاد مې کړه، یو ځل بیا زما ځواک راکړه، ترڅو د خپلو سترګو غچ، له فلسطینیانو څخه واخلم. هغه وخت سامسون خپل لاسونه په ستنو باندې کېښودل ویې ویل: «پریږده چې له فلسطینیانو سره یو ځای مړ شم.»بیا یې په ټول ځواک سره پر ستنو باندې زور وکړ، د معبد چت د فلسطینیانو د مشرانو او ټول هغه کسان چې هلته ناست وو راولوید. د هغو کسانو شمېر چې ده د خپل مرګ په وخت کې ووژل له هغو کسانو څخه زیات ؤ چې ده د خپل عمر په اوږدو کې وژلي وو.» (لرغونی عهد: د قاضیانو کتاب: ۱۶باب،۲۶تر۳۰)
(سامسون د فلسطینیانو د معبد د ورانولو په حال کې)
جاپانې ځانمرګي(سمورای)
جاپانیانو وړاندې له دوهمې نړیوالې جګړې(۱۹۴۵،ز) څخه د ځانمرګو بریدونو عملیات د خپلې دیني او نژادي ګروهې(عقیدې) پر بنسټ ترسره کول، دوی امپراتور پرست او وطن پرست وو او خپلو امپراتورانو ته يې د خدايانو په نظر کتل.(۱) د جاپانیانو ځانمرګي جګړه ييز عمليات د دوی د دين(شینتو/ د خدايانو لار) يوه مهمه برخه وه، چې د (پوشيدو/ د زړورو تګلاره) په نوم د جګړې ډېر منظم اداب او ځانګړي قواعد لري، چې د جاپان د جنګي سرتيرو يوه ډله د (سموراى) په نوم ياديږي عملي کوي، سمورای له ځان سره دوه تورې لري، یوه د جګړې او بل کوچنی خنجر(ستاوه) د خپلې ماتې، خطا کارۍ او یا نورو ځانګړو حالاتو په وخت کې د ځان وژلو په موخه له ځان سره ساتي. سمورای په جګړه کې په چا رحم نه کوي او له بل چا هم رحم نه غواړي، سمورای یوازې د خپلو وسله والو دښمنانو سره مخامخ او په سپین ډګړ جګړیږي، سمورای د اسماعیلیه د نزاریه ډلې، تامیل پرړانګانو، ننیو داعشیانو، طالبانو او نورو پرخلاف په بې وسلې، بې وزلو او په بې دفاع خلکو باندې بریدونه نه کوي، دوی په جګړو کې غولونه (ناځوني) نه کوي، (د پښتونولۍ په شان) خپل دښمن ته په جګړه کې سپکې سپورې نه وایي او د دښمن د مړي بې عزتي نه کوي. (د ډېرو مالوماتو لپاره ولولئ، د جان بي ناس، تاریخ جامع ادیان، د علي اصغر حکمت فادسي ژباړه، ۴۳۹-۴۴۰مخونه)
جاپانیانو د تاریخ په اوږدو کې د خپلو جګړه ییزو اصولو سره سم ډول ډول ځان وژنې(هاراکیري) او ځانمرګي (کاميکازه/ الهي باد) بريدونه تر سره کړي دي او خپله خاوره يې تر(۱۹۴۵،ز) کال پورې[تز هغې چې د امریکایانو لخوا اټومي بمونه نه وو پرې استعمال شوی] د پرديو له تيريو څخه داسې ساتلي وه چې هيڅ يو تن بهرني د دوى پر خاوره باندې پل نه دى ايښى. (۲)
د جاپان خلکو داسې باور درلود چې هغه مهال چې نړۍ اوبو نیولي وه، د کامی خدای زوی(ای زاناګي) او لوریې(ای زانامي) د اسمان او سمندر په منځ کې د شنې زرغونې(رنګین کمان) څخه لاندې زرینې سیمې ته کتل او غوښتل یې چې په هغه کې ځای پرځای شي، نو یو مهال ای زاناګي، خپله نیزه د سمندر په اوبو کې ووهله او په لاندې خټو کې یې تاؤ کړه، کله یې چې راپورته کړه د نیزې په څوکه باندې خټې نښتي وې، د خټو څو ټوټې له نیزې څخه د بحر پر مخ باندې وغورځیدې، د وخت په تیریدو سره[له هغو خټو څخه] د نړۍ لومړنۍ ځمکه، یعني د جاپان اته ټاپوګان جوړ شول ... [نوموړي خدایان] له اسمان څخه د شنې زرغونې په لاره ځمکې ته راکوز شول... .(۳) له دې امله ده چې جاپانیان خپله خاوره د خدایانو خاوره او د خدایانو کور بولي او خپل ځانونه د امپراتور له نسل او وارثينو څخه شمیري. د امپراتور امر د خدای امر ګڼي او د خپل هیواد ساتل د خدایانو د ځمکې د ساتلو په مانا دي، د دې عقیدې پربنسټ جاپاني پيلوټانو په دوهمه نړيواله جګړه کې د امپراتور په امر او د خپل هیواد د ساتلو لپاره د باروتو او تيلو ډکې الوتکې هوا ته الوزولې او د امريکايانو د لويو لويو بحري جنګي بيړيو سره يې جنګولې. جاپانیانو ځانوژونکو بريدونو ته د (کامي کازه/ الهي باد) په وايي. (میچیکو یوسا: دینهای ژاپني، ژباړه: حسن افشار،۷۶مخ)
چاپانیان خپلو ځانمرګو ته له دې کبله کامي کازه/ خدایي باد، وايي، چې د، ۱۲۷۴،ز په اکتوبر کې د قوبیلا قآن مغل(۲۵۰۰۰) سرتېري د جاپان په کیوشو ښار د یرغل په موخه روان او د چین په بحر کې د بحري طوفانونو سره مخ شول او وځپل شول، دوهم یرغل یې په ۱۲۸۱،ز کې ترسره کړ چې دا ځل هم د سمندري طوفانونو له امله یې، کښتۍ له لویو تیږو او یو تربله سره ټکر شوې، د مغلو سرتیري په اوبو کې ډوب شول او ځیني یې جاپانیانو ته ژوندي په لاس ورغلل ... جاپانیانو هغه سمندري باد، کامیکاز/خدایي باد وبللو. (۴) دغو غیبي بریالیتوبونو، د جاپانیانو باور د شینتو په دین باندې لا زیات کړ چې د مغلو په هرو دوو بریدونو کې لوی بحري بادونه په مناسب وخت کې راورسیدل او د یرغلګرو جنګي کښتۍ یې ډوبې کړې، د مغلو ډېر عسکر ووژل شول، د جاپانیانو په ذهنونو کې دا عقیده لاپسې پخه شوه چې هیواد یې د خدایانو(کامي یا د کامي زامنو) تر ساتنې لاندې دی او خدایان یې د خطر په وخت کې الهي باد، د دوی د مرستې لپاره ورلیږي، له هغې نه وروسته چې کله به د جاپان هیواد له کوم بهرني خطر سره مخامخ شو د هیواد حاکمانو به اعلان وکړ چې جاپان د خدایانو(کامي/ هسک) هیواد دی. (میچیکو یوسا: دینهای ژاپني، ژباړه: حسن افشار، ۸۳ مخ)
د چاپان د سمورای طبقي سرتیرو په جګړو کې د خپلې ماتې، خطاکارۍ، اعتراض، د چا سره د خواخوږۍ په اړه یا د کوم لوی ګناه له کبله ځانونه پخپله وژل، چې دغې عمل ته یې هاراکیري یانې (د خېټې څیري)، جاپانیان د هاراکیری نوم نه خوښوي او د هغې پرځای د سپوکو/ د خېټې د څیري کولو اداب، نوم کاروي(لکه اوس مهال چې طالبان د ځانمرګو نوم نه خوښوي او فدایان یې بولي)، که یو لوړپوړی تن به په مرګ باندې محکوم شو، خو د امپراتور لخوا به رحم پرې وکړی شو، نو د اعدام حکم به ځانوژنې، هاراکیرې ته را ټیټ شو، چې په ستاوه باندې به یې خپله خېټه له چپ نه ښۍ او له پاسه کوزې خوا ته څیري کوله. په ۱۸۹۵،ز کې چې جاپان د اروپایانو تر فشار لاندې راغی او د لیائوتونګ[سیمه] یې پریښودله، څلوېښتو پوځي کسانو د اعتراض په توګه ځانوژنې وکړې، همدارنګه په کال ۱۹۰۵،ز کې له روسيې سره د جګړې په مهال د جاپان ډېرو افسرانو او سرتېرو ځانونه ووژل، ترڅو روسانو ته ژوندي په لاس ورنه شي. که چېرې به یو شریف سمورای د خپل مالک لخوا سپک یا ورټل شو، نو د ده د کور پر وړاندې به یې ځانوژنه کوله... .(۵) د جاپان یو تن جنرال نوګي چې د روسانو سره یې په جګړو کې نړیوال شهرت موندلی ؤ، کله چې په ۱۹۱۲،ز کې د جاپان امپراتور ميجي مړ شو، نوموړي د خواخوږۍ پخاطر او په بله نړۍ کې د امپراتو له روح سره د ده د روح یو ځای کیدو لپاره د خپلې ښځې سره یو ځای، ځان وژنه وکړه. (جان بي ناس: تاریخ جامع ادیان، ۴۴۰مخ)
وروسته له هغې چې امریکایانو د جاپان په دوو ښارونو(هیروشیما او ناګاساکي) باندې اټومې بمونه وغورځول، د جاپان امپراتور اړ شو چې متحدینو ته تسلیم شي، د امپراتور د دې عمل په اعتراض کې یو شمېر جاپانیانو د جاپان د امپراتورۍ ماڼۍ پر وړاندې، ځانوژنې وکړې او یوې بلې ډلې په لاسي بمونو باندې ځانونه والوزول.(۶) کله چې د جاپان د دفاع وزیر جنرال آنامي له امپراتورسره یو ځای اړ شو جاپان تسلیم کړي، د دفاع وزیر له دې نړۍ څخه د خدای په امانۍ دوه لیکونه ولیکل... سهار څلور بجې د امپراتورۍ ماڼۍ ته مخامخ ودرید، لومړۍ یې خپله خېټه په ستاوه باندې څیره کړه، بیا یې خپله غاړه غوڅه کړه. (ریچارد استوری:تاریخ جاپان، ترجمهء فیروزه مهاجر،۲۲۷مخ)
(د جاپان د سمورای د ډلې یو تن ځانمرګی)
هندوان او ځانمرګي:
د هندوانو په مذهبونو کې د ځانمرګو بریدنو کړنې نه تر سترګو کیږي، کیدی شي د سریلانکا د (تامیل پړانګان) ځانمرګو بریدونو منشا په قومي بنیاد باندې ولاړې وي یا د جاپانیانو له کامي کازه او یا له نورو تاریخي ځانوژنو څخه اخیستل شوي وی.
... د دې ډلې مشر پرابهکاران په ۱۹۷۶،ز کې د تامیل پړانګانو (لبرېشن ټایګرز اف تامیل) بنسټ کېښود. تامیل پړانګانو په ۱۹۸۷،ز کې د تورو پړانګانو ګروپ جوړ کړ، تورو پړانګانو ځانمرګی بریدونه کول او اکثره غړی یې ځوانې او کم عمره ښځې وې. دوى چې به کله ځانمرګی برید ته تیارې شوې نو دا ویاړ به یې په نصیب کېده چې د ډلې مشر پرابهاکاران سره یوازې ډوډۍ وخوري او بیا د مرګ په سفر روانې شي، د راجیو ګاندي ترور د تورو پړانګانو د دې نوی تاکتیک یعنې د انتحار یو خورا کامیاب مثال و، راجیو ګاندي چې کوم وخت صدراعظم و، نو په ۱۹۸۷،ز کال کې یې سریلانکا ته د هندوستان سوله ساتي عسکر استولي وو، د ګاندي دغه کار په پړانګانو ښه ونه لګېد، نو کله چې راجیو ګاندي په ۱۹۹۱،ز کال کې د انتخاباتي مبارزو په لړ کې د هند د تامیل ناډو ایالت یوه کوچیني ښار ته لاړ، هورې ورباندې یوې مېرمنې ځانمرګى برید وکړ او ویې واژۀ. http://8am.af/category/culture) : د سید کبیر سلیم له مقالې څخه)
د هندوانو د جین مذهب لاره ویان ژوندي موجودات نه وژني، تردې چې پخپل لاس میږی هم نه وژني، خو خپل ځان پخپله، سره د ډېرو شکنجو او کړاوونو په تدریجي توګه وژنی، د جین مذهب ځانمرګي د یهودو، جاپانیانو،اسماعیلیانو، داعشیانو، طالبانو او نورو ځانمرګو په شان، د ځان او بل دښمنان نه دي بلکه یوزوای د ځان دښمنان ورته ویلی شو. د جین په مذهب کې، لوړ مقام(تدریجي ځانوژنه) د نفس او دنیایي غوښتنو له قید څخه آزادول او نیروانا(جنت) ته ورسیدل دي، کله چې د جین مذهب کسان وروسته د سختو کړاوونو له تیریدو څخه ومري نو دا ډول ځان وژنې ته جینه(بریالی - فاتح) وایي. (جان بي ناس: تاریخ جامع ادیان،... ۱۶۶مخ)
د نوموړي دین راهبان، هر هغه څه چې د جسم غذا، یا د ژوند کولو عامل ګرځي له خوړلو څخه ډډه کوي چې د دوی دا عمل د تدریجي مرګ سبب کیږي، دغې مرحلې ته رسیدل په دې مانا دې چې شخص د خپل فاني جسد له سلطې څخه وتلی دی، په دې مرحله کې د خپل ځان ویښتان شکوي او خپل جسد له لوږې، تندې او نورو ډېرو زورونو سره مخ کوي ترڅو ومري.
د جین په دین کې انتحار هغه لوړه مرحله ده چې یوازې دغه مقام ته وروسته له ۱۳ کلونو د رهبانیت له سختو تعلیماتو له تېرولو څخه، ځانګړي راهبان رسیدلی شي، د جین د دین عام کسان په دې بسنه کوي چې څوک ونه وژني، غوښه ونه خوري، انسانانو او حیواناتو ته ضرر ونه رسوي او په انساني غوښتنو باندې بری ومومي. (مانع بن حماد جهني:شناخت ادیان و مذاهب معاصر،۲۱۹مخ)
(د هندوانو د جین دین انتحاریان د تدریجې ځان وژنې په حال کې)
---------------------------------------------------------------------------------------
۱ــ پنډت جوارلال نهرو: نگاهى بتاريخ جهان،۹۶۹مخ.
۲ــ جان بي ناس: تاريخ جامع اديان، ترجمه: علی اصغر حکمت٤٢٢مخ.
۳ــ هاشم رضی: تاریخ ادیان، کتاب دوم، ۱۰۰۴ مخ.
۴ــ میچیکو یوسا: دینهای ژاپني، ژباړه: حسن افشار، ۷۶ مخ؛ ریچارډ استوري: تاریخ معاصر جاپان، ترجمه فیروزه مهاجر۳۲-۳۳مخونه؛ ویل دورانت؛ تاریخ تمدن،۵۹۸مخ سره یې پرتله کړئ.
۵ــ ویل دورانت: تاریخ تمدن،۶۰۵مخ
۶ــ ریچارد استوری:تاریخ جاپان، ترجمهء فیروزه مهاجر، ۲۳۰مخ
نور بیا...