په درې اړخیزو ناستو کې افغانستان!

د پاکستان دوه مخې سیاست یو ځل بیا د ملی وحدت د حکومت مشران په دری اخیزو ناستو کې مصروف وساتل او خپلی ګټې یې تر لاسه کوي، دری اخیز ناستې چې د پاکستان، انګلیستان او افغانستان د رسمې چارواکو په استازولی تر سره کیږي د افغانستان او پاکستان په وروستیو ترینګلو حالاتو خبری او بحث سره کوي، افغان حکومت مشران انګیرلی چې پدې ناستو سره به دوی له پاکستان څخه خپل حق واخلی البته دا هغه څه دی چې په ښکاره یې افغان چارواکې په رسنیو کې وایې دا چې د پردې شاته کومه لوبه یې روانه کړي بیل بحث دي زه به پدې تحلیل کې تر زیاته د پردۍ شا ته په شونو شکونو بحث وکړم.
پاکستان له هغې ورځې چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پيل کړي په یواځې ځان سره دا کار نه کوی پاکستان د افغانستان په ضعیف او ډارن سیاسی موقف تل لوبی کړي دي او د خپلو موخو د تر لاسه کولو دپاره منظم اوږد مهال پلان جوړ کړي او یو په دوه یې عملې کوي.
کله چې د ملی وحدت حکومت راغې ولسمشر اشرف غنی پاکستان ته زړه ورکړ چې په کور دننه کې ولسمشر اشرف غنی ته زیات تاوانونه وکړل، خو پاکستان هم د ولسمشر اشرف غنی روحی پيژندنه (روان شناسی) ډير ژر وکړه او د خپلو ستراتیژیکو موخو په تر لاسه کولو سره یې ولسمشر اشرف غنی د لوی ګړنګ سره مخ کړ، اولس پر اشرف غنی بلکل بی باور شو او افغانانو ځان د پاکستان د استخباراتو په لومو کې بند انګیرلو. چې وروسته تر زیاته همداسی وشول.
د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې د پاکستان لوی درستیز راحیل شریف کابل ته راغی د ملی وحدت د حکومت د زیاتو مشرانو سره یې بیلی بیلی لیدنې وکړي، راحیل شریف بیا هم د پاکستان شیطان او دوه مخۍ سیاست ولوبلو ځکه خو یې افغان مشران په غوړو وعده تیر ایستل، خو کله چې راحیل شریف اسلام آباد ته ستون شو دوه ورځې وروسته هغه واشنګټن ته په سفر ولاړ او هلته ۷ ورځې تم کیږي او د اوباما ادارې ته افغانستان د یو لاسې آلې په توګه معرفی کوي او پاکستان چې په افغانستان کې د ښکیلی جګړې واک بیانوی اباما هم ورسره همغږۍ کیږي او د پاکستان خبرو ته لومړیتوب ور کوي، راحیل شریف د خپلو استخباراتی کړنو بیان اوباما ته وړاندې کړ.
پاکستان تر دری اړخیزو ناستو د مخه د خپلو اوږد مهالو موخو د تر لاسه کولو د پاره د جګړې د دوام پلان عملی کړي دي، پاکستان چې د حقانی په شبکه بشپړ برلاسۍ دي هغوی یې د جګړو به لیکو کې په پوره ځواک ځای پر ځای کړل خو د حقانی شبکې مشرانو او قومندانو ته یې امر کړي چې افغانستان کې  د هیڅ یوی حملی مسئولیت د نه منې، ځکه پاکستان په یوه بله تروریستې او ترهګره ډله بوخت دی تر څو هغه په سیمه کې واکداره او زوروره ښکاره کړی، ځکه پاکستان ددی پلان لری که طالبان سولی ته کینی هسی نه چې په افغانستان کې د پاکستان د ګټو د خوندیتوب بدیل نه وي نو ځکه همدا دي چې د زیاتو ترهګرو حملو مسئولیت د داعش ډله په غاړه اخلې، د استخباراتی څیړونکو او پوهانو په وینا په افغانستان کې داعش د پاکستان يوه ښکاره او په سند سره پروژه ده او دا پروژه د سوریی او عراق له داعشیانو سره هیڅ تړاو نه لري، چې د افغانستان د ناآرامې د پاره یې په پوره مهارت سره کاروي.
سوال دا پیدا کیږي چې پاکستان ولی هره ځل لوبه له افغانستان څخه ګټې؟
پاکستان هره ترهګره او دوه مخې طرح د انګیزانو په مشوره سره ترسیموي، او بیا خپله پایله انګلیستان ته ورکوي، انګلیستان یې پر امریکی او نورو زبرځواکونو منې، همدا دې چې پاکستان ورځ تر بلی خپل غښتل توب په سیمه او نړۍ کې تقریبا د خپلو ګټو د تر لاسه کولو دپاره ساتلۍ دي.
پاکستان په نوم اسلامې هیواد دي خو د پاکستان هغه علماء چې د افغانستان جګړې څيړي او د جهاد فتوا پری ورکوي ټول د پاکستانی استخباراتو سره اړیکې لري او دوی د پاکستان همغږو هیوادونو ته په ډاډه زړه سفرونه کوي.
افغانستان چې کله د ناټو هیوادونو جنګې لوبو کې ښکیل شو هیڅ یو حکومت او وزارت د افغانستان د شته او روان سیاسې کړکیچن حالت څخه تحلیل نه دی وړاندې کړي، پخوانې ولسمشر حامد کرزی یوځل د ځینو چارواکو څخه یو کمیسیون ټاکلی وو تر څو ولسمشر ته د افغانستان وضعیت ترسیم کړي چې په افغانستان کې څه روان دي خو هغه کمیسیون هم خپل کار ونه کړ. افغان حکومت تر زیاته پدې بوخت دي چې پاکستان حملی کوي، پاکستان ترهګر روزې خو ددی توان یې پیدا نه کړ چې افغان حکومت باید د بدیل د پاره څه وکړي؟ اګر چې په کال ۲۰۱۳ کې افغان څارګری اداری پاکستان ته یوه اندازه جیو پولیټیک او جیو ایکنامیک انديښنې پیدا کړي خو لویه بدبختی دا شوه چې دلته هر څه د ولسمشر او د هغه د نیژدي ټیم په لاس کې دي هغوی د خپلو ګټو په پاللو کې زیات وخت تیروي او همغه پالې. چې تر زیاته هغه نظامی چارواکې د خپلو همدې موقفونو قربانې شول او دوخت ولسمشرانو ته یې یو اوږد یاداښت وسپارلو خو تعقیب نشو.
افغانستان تر اوسه خپل ستراتیژیک دوست هیوادونه نه دي په نښه کړي کله د امریکی او کله هم د روسیی په لمن کې ځانونه پالې چې دا د افغانستان روانې جګړي هیڅ دوا نشې کیدي.
تر ټولو لومړي باید افغان حکومت په کور د ننه کې د باور پيدا کولو دپاره هلی ځلی وکړي او د عامه خدمتونو په وړاندې کولو سره د اولس باور پر ځان را مات کړي، پدې معنی چې له اداری فساد سره جدي سیاسی اراده رامنځ ته کړي، د بیکاری په لمنځه وړلو کې په اداری اصلاحاتو کمیسیون کې قوی سمونه راولې او له هغو طالبانو سره چې سوله غواړې خپلواکې ښکاره کړي او نړیوالو ته د خپل اولس اراده توضیح کړي او تر ټولو مهم دا خپل چارواکې د ځینو سیاسی لوبو قربانې نه کړي. تر څو افغان حکومت وکولای شې چې په بهرنۍ سیاست کې حد اقل ډاډه وي او له ښکیلو هیوادونو سره لږ تر لږه د خپلواکې بحث تر سره کړي.
په همدې هیله چې افغانستان د نړۍ له سیاسې لوبو بهر شې.
لیکوونکی ذبیح الله وردګ