سهار څلور بجې وی له خوب څخه راپاڅیدم ملا لا آذان نه و کړی، ځای کی ناست وم مور غږ را باندی وکړ، عمره جیګ شه زویه لمونځ وکړه مور آذان نه دی شوی، مور مې ښه کړه او ځای کی کیناسته.
کله چې ملا آذان وکړ لمونځ مې وکړ.
وروسته له لمونځ څخه کرار په خپل ځای کی پری وتم، خوب نه راتلو چرت کې لاړم ګډوډ فکرونه مې وهل چې تلیفون غږ وکړ بلی مې کړل ویل سلام سهار پخیر ما وویل مننه، څنګه وه شپه ښه وه ته څنګه یی؟
مننه، پرته له تا څخه په هیڅ څه کی هم خوند نشته، ډیره می یادبږی، د پوهنتون په رخصتیو کی می هیڅ نه یی لیدلی، هو زماهم ډیر یادیږی کله چی نن پوهنتون ته راغلی په دوهم ساعت کی چکر وهلوته ځو سمه ده تلیفون می بندکړو.
مازدیګر څلور بجی وی چی پوهنتون ته راورسیدم کله چی ټولګی ته ننوتم ښوونکې راغلی وه، هیله هم راغلی وه لومړی قطار کی ناسته وه خپلی خواته یی ماته هم څوکی نیولی وه د سترګو په ایشاره یی پوکړم چی زما خواته کینه.
زه هم ورسره کیناستم، ښوونکی خپل درس خلاص او له ټولګی څخه ووت ښوونکی سره سم موږ هم ووتو له روغبړ وروسته هیلې وویل چیرته به لاړشو؟
ما ویل که قرغی ته لاړ شو څنګه به وی هیلی ویل چی ناوخته ده خوما اصرار کوه چی لاړ شوه هغی ویل چی کور کی په تشویش کیږی خو ما ونه منله ورته ومی ویل چی کورو ته به زنګ ووهو له ډیره پابندی وروسته یی ومنله کورته له زنګ وهلو وروسته مو موټر ونیولو قرغی ته لا نوو رسیدلی چی موټر خرابه شه همدلته پاتی شو و موټر وان ته مو پیسې ورکړی شپه نا وخته وه خو هیلی ته می وویل چی زه چی تر بنده پوری پیاده لاړ شو هیلې هم راسره ومنله ، باران هم شروه وکړه لږ وروسته یو دوکان راورسیده هیلې ته می وویل چې راځه یو څه واخلو دوکان ته ننوتو،سودا مو واخیسته هیلی زما څخه زما کیک چور کړو او له دوکان څخه دباندی ووتله سرک ته یی منډی کړه په منډی کی وه چی د بند له خوا څخه تور موټر په تیزی راغلو د هیلې پام نوه ما د هیلی خواته ورمنډه کړه چغه می کړه هیلی له همدی سره د هیلی چغه شوه ، آخ چغی سره په ځمکه را پریوته ورمنډه می کړه کله چی ورورسیدم له خولی څخه یی وینې بهیدی چغه می کړه هیلې هیلې،هیلې څخه غږ نه راووته، هیلېزه یوازی پربښې وم زما هیلې همداسی ابدی هیلې پاتی شوی آسمان هم ژړل ما مې خپله هیله په غیږ کی ونیوله او همداسی د هیلو د هدیرو پر لور روان شولم.
وروستي