کابل له مسکو نه څه غواړي؟

د افغانستان ملي امنیت سلاکار حنیف اتمرد روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره پرون په مسکو کې دافغان امنیتي ځواکونو په سمبالښت او دترهګرۍ پر وړاندې دمبارزې په برخه کې دهمکارۍ غوښتنه کړې، دغه لیده کاته په دوستانه فضاء کې ترسره شوي دي افغان حکومت هیله مند دی چې دغه سیمه ایز ځواک به ورسره د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې او د افغان ځواکونو په سمبالښت کې مرسته کوي.
له بده مرغه هره ورځ مو له وینو، وژنو او ټپیانو سره پيلیږي او په همدې ډول مو شپې ورځې تیریږي.
د افغانانو ټولنیزې پاڼې؛ د غمیزو د خبرتیاو په پاڼو بدلې شوي دي.
د ځینو خونړیو پېښو مسؤلیت طالبانو ومني؛ او د ځینو نورو پړه داعش واخلي.
 زما په نظر په افغا نستان کې د طالبانو او داعشیانو تر منځ توپیر کول ستره تېروتنه ده.
طالبان هم له افغان حکومت او بهرنیانو سره د مخالفت په نوم عام افغانان وژني.
او داعشیان هم د وحشیانو په څېر افغان ولس وژني.
د دې ډلو تر منځ توپير په څه کې دی؟
د طالبانو پخواني غړي د داعش اوسني غړي دي او د طالبانو جګړیز تکتیکونه کاروي.
په ۲۰۱۳ میلادي کال کې طالبانو پرسردار محمد داود خان روغتون برید وکړ، او سږکال داعش په دې روغتون کې په لسګونه بې ګناه وګړي ووژل.تېر کلونه طالبانو د شعیه ګانو پر زیارتونو بریدونه کول، اوس د داعش په نوم بریدونه کیږي.
طالب ځان وژنې کوي، او داعش هم
طالب بریدونه کوي ماینونه خښوي او داعش هم
طالب زده کوونکی، بزګر، ځوان،زوړ،ښځې او نر وژني او داعش هم
طالب برمته نیونې کوي،صحرايي محکمې لري او داعش هم....
داعش د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې زندانونه، محکمې او روزنیز مرکزونه لري.د داعش له خوا په دې ولایت کې عام خلک وژل کیږي، ښځې او ماشومان په میاشتو بندي کیږي او له نارینو سرونه پرې کیږي.
که چېرته د طالبانو او داعشیانو تر منځ توپیر شته، او دوی په حقیقت کې سره مخالفې ډلې دي، نو داعش څنګه د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې فعالیت او شتون لري؟
دواړه ډلې د وحشت په خپرولو سره خپل نفوذ ثابتوي!
دواړه ډلې زمونږ له امنیتي ځواکونو سره په نښتو دي.
په افغانستان کې ټولې غیر قانوني وسله والې ډلې د هیواد دښمنې ډلې دي، ترمنځ یې هیڅ توپیر نشته، او باید د پیاوړو امنیتي ځواکونو لخوا له منځه ولاړې شي.
 خو افغان حکومت پر ځای د دې چې د افغان امنیتي ځواکونو جلب او جذب، روزنې او ودې ته پاملرنه ور زیاته کړي؛ د کمېټو ټاکنو،لمانځغونډو، د سلاکارانو په ټاکلو او خپل منځي اختلافونو اخته دي.
موږ لا ډیرو مسلکي او قوي مورال لرونکو سرتیرو ته اړتیا لرو، آيا مسؤلینو دا محاسبه کړې ده چې: د شهیدو او ټپي سرتیرو شمېر د نویو سرتېرو له شمېر سره برابر دی او که نه؟
وړاندې له دې ویل کیده چې امنیتي ځواکونه دفاعي بڼه خپلوي، خو اوس ډیری مهال تکتیکي شاتک کوي، حکومت باید د ځواکونو مورال نور هم پیاوړی کړي او د جګړې پرمهال بیړنې مرستې همهاله وروسوي.
د ځواکونو په امتیازاتو او اسانتیاو کې څومره پرمختګ شوی دی؟
نړیوال ځواکونه د هوايي او امنیتي ځواکونو په روزنه کې څه ور زیات کړي دي؟
او...
افغان ځواکونه د سرونو په بیه د خپلو هیوادوالو ساتنه او دفاع کوي.
په افغانستان کې هرې مخالفې ډلې ته  پیاوړي افغان ځواکونه ماتې ورکولای شي،نو باید تر هر څه ډیر د افغان ځواکونو، ودې او سمبالښت ته پاملرنه وشي.
د روسیې او هند هیواد،رښتني همکاري به افغان ځواکونه پیاوړي کړي.نړیوال هم باید د افغان امنیتي ځواکونو ودې او تجهيزته ځانګړې توجه وکړي.
پیاوړي کشفي، امنیتي او دفاعي ځواکونه به د هیواد دښمن ته کلک ګوزارونه ورکړي، او دوی به خپلو شومو موخو ته پرېنږدي.