د پاکستانۍ کلداری پر ځای څنګه خپله افغانۍ کارولی شو؟

هر هیواد د ځانګړی جغرافیې په لرلو سره چی ورباندې پیژندلای شوی وی په څنګ کی ځینی نور عناصر  یا ارزښتونه هم لری چی د همهغه هیواد ټولنیز او  سیاسی جوړښت همدارنګه د همهغه هیواد سیاسی خپلواکی په ګوته کوی لکه تاریخ، کلتور، ژبه (ژبی)، ملی سرود،  ملی بیرغ،  ملی کرنسي وغیره.
نو کله چی د کوم هیواد په کومه برخه او یا برخو کی د بل هیواد بیرغ ولاړ وی یا د بل هیواد ژبه کارول کیږی او یا هم د بل هیواد کرنسي یا پیسه چلیږی ویلای شو چی په نوموړی برخه یا برخو باندې د کوربه  هیواد سیاسی نفوذ وجود نه لری یا په بله وینا د هیواد همدغه برخه چی پاکستانۍ کلداره پکشی چلیږی د افغانستان خاوره نه شمارل کیږی.
زموږ د هیواد په کومو برخو کی چی ایراني تمان یا پاکستانۍ کلداره کارول کیږی نه شو کولای چی ټول مسؤلیت یی د حکومت پر غاړه ورواچو او ولس له پامه وغورځوو څومره مسؤالیت چی حکومت لری په همهغه اندازه ولس هم مسول دی پدې شرط چی حکومت پلان جوړ کړی او ولس ته یی وړاندې کړی، ځکه خو موږ حکومت ته لاندې پلان وړاندې کوو هیله ده چی ولسونه د نوموړی پلان په پلی کولو کی د حکومت سره د زړه له خلاصه مرسته وکړی.
موږ د هیواد هغه والیانو  ته چی په ولایت کی یی پاکستانۍ کلداره چلیږی په خاص ډول د خوست والی صاحب ته لاندې پلان وړاندې کوو هیله ده چی د عمل جامه ورواغوندي!
۱-لومړۍ د والی صاحب  خپل شهر وال  صاحب ته دنده وسپاري چی د پلورنځیو  ټول توکي د کلدارو له نرخ څخه افغانیو ته واړوی یعنی نرخ نامه د جوړه کړی، ورپسی د دې  نوموړ نرخنامی کاپی تر هر پلورونکی حتا تر ټولو ولسونو پوری ورسوی.
۲- په دوهمه مرحله کی د والی صاحب د مرکزی حکومت په مرسته د خوست له ښار څخه ټولی کلداری ټولی کړی په مقابل کی د هر پلورونکی ته د کلداری معادل افغانۍ ورکړی، همدارنګه د ټولو خوستوالو ته خبر ورکړی تر څو خپلی کلداری تر ټاکلی وخته پوری دولتی او غیری دولتی بانکونو ته د تبادلی له پاره وروړی.
۳- ښاغلی والی صاحب د امنیتي او عدلي ارګانونو د شهر والۍ سره د مرستو د لارو چارو لارښونه وکړی باید یاد شوی ارګانونه د شهروالۍ سره مرسته وکړی.
۴- د پورته پلان د اجرا کولو لپاره د والي صاحب یوه با صلاحیته کمیټه جوړه کړی  چی د شهروالۍ، پلورونکو، پولیسو یا امنیتی ځواکونو  او څارنوالۍیو یو با صلاحیته او په کار پوهه  استازی پکشی شامل وی، لومړي د همدغه استازی د کار پلان او د مجازاتو یو لایحه ترتیب کړی همدارنګه د همدغې کمیټی ټولی چارې د والی صاحب تر مستقیم څار لاندې اوسی په کلکه  د ورڅخه څارنه  کوی.
۵- کله چی پلورونکو ته نرخ نامه سپارل کیږی ورسره  د یوه د مجازاتو لایحه  هم وسپارل شی د هغه کسانو لپاره چی د پورته پلان په وړاندې خنډ او ځنډ پیدا کوی سخته جزا وټاکل شی.
افغان ولس که د افغانستان اقتصاد یا شتمنۍ ته چی د تومان او کلدارې له لاری زیان رسیږی په پام کی نه نیسی  د خپل افغاني غویور او غیرت له مخی  د کلداره او تومان د کارولو څخه ډډه وکړی.
ایا چی پاکستان ستا پر خاوره راکیټونه واروی، پلونه،سړکونه، مدرسی، ښونځۍ د ورانوی، هر ورځ د په لسهاو وروڼه در وژنی لاری درباندې بندوی تا ته شرم نه ودریږی چی تاسو یی د خپلی با عضته افغانۍ پر ځای ناولي کلداره کاروي؟ باور وکړی چی ډیر د شرم او افسوس خبره ده.
په اخیر کی موږ بیا هم د خوست له والی او د هغه سیمو والیانو چی هلته کلدارې او تومان د افغانۍ ځای نیولی دی په کلکه  غواړو چی د همدغه کرنشیو مخه ونیسی، دا ځکه  کله موږ بهرنۍ کرنسي کارو پدې ډول یو خوا زموږ شتمنۍ  زیانمنه کیږی او بل خو د افغانستان سیاسی خپلواکی د پوښتنې لاندې راځی.
مننه
18/03/2017