
د پسرلي موسم په لاره روان و، شاوخوا یې وکتل، له غرونو دښتو او ماشومانو څخه یې پوښتنه وکړه او ویې ویل: ولې تاسې ټول داسې سپېره شوي یاست؟
ټول ورته د ژمي له موسم څخه شکایت وکړاو له پسرلي څخه یې هیله وکړه چې غرونه رغونه سمسور کړي، خو کله یې چې په یوه زړه بوډۍ سترګې ولګیدې چې یوې لویې ډبرې ته یې ډډه لګولې او د یوه خړکي نوي قبر سرته ناسته وه او د خیالونو په نړۍ کې ډوبه وه، دی ورنېږدې شو او سلام یې واچاوه. بوډۍ سر راپورته کړ او چاودې شونډې یې وخوځیدې او بیا یې خپل شلیدلی ټیکری پر سر راکش کړ.
پسرلي وویل: زه پسرلی یم، او زه چې په کومه لاره راشم پر هغه ځای باندې د امن او سمسورتیا وزرې غوړوم، له تا څخه څو شیبې وړاندې مې له غرونو دښتو او ماشومانو څخه پوښتنه وکړه، هغوی راته خپلې هیلې بیان کړې، ایا ته هم له ماڅخه کومه هیله لرې نو کولی شې هغه ما ته ووایې چې پوره یې کړم.
بوډۍ سوړ اسویلی وویست، او بیا یې په رپیدلو شونډو او خوارو سترګو د پسرلي په لور وکتل او ویې ویل: ایا ته کولی شې هغه هیله چې زه یې لرم ته پوره کړې؟
پسرلي ځواب ورکړ: هو ولې نه، ته خو یې یو ځل راته ووایه!
بوډۍ چې په سترګو کې یې اوښکو پټ پټونی کاوه په چاودیدلو شونډو یې داسې وویل: اې پسرلبه! ایا ته کولی شې چې زما د شهید زوی وینې د هیواد پر غرونو، دښتو، او د تنکیو ماشومانو لپاره د امن او ښکلاګانو لپاره د یو نوي زیري په څیر راوړې او په ټول هیواد یې خورې ورې کړې، تر څو د هیواد راتلونکي او تنکیو ماشومانو لپاره د امن په فضا کې د زده کړې ځلانده ستوري له شنه اسمان څخه له ځان سره راکوز کړی شي، او زموږ د کلي د جینکیو لپاره د پخوا په شان د ګودر پر غاړه په دنګو چنارونو کې د ګودر پرغاړه د شنو منګیو پر کتارونو د امن او الفت ټپې په سرو شونډو زمزمه کړي او پر شوخو لوبو سره د دنګو چنارونو مرغان په خپلو کې په شور او چغار راولي او زلمو ته مو په شنو پټیو کې د یکه زار غږونه د مطرب پر ګوتو په اتڼ او ګډاګانو راولي او هرې خواته د ځمکې شین فرش د امن په ګلونو سور او سمسور ووینم، نو اې پسرلیه زه به تا هلته پسرلی ومنم او درته به ښه راغلاست ووایم، ایا ته زما په غوښتنه پوه شوې؟
پسرلی چې تر دې دمه ارام او خاموشه ناست و د بوډۍ په دې خبرو سره بې ځوابه پاتې شو او ورو د بوډۍ له څنګه پورته شو او په نمجنو سترګو په خپله لاره د ستړیو لاریو په شان ستړی ستومان بېرته ستون شو.