د بې وسۍ اوښکې

د اوړي دویمه میاشت چې د روژې اوولسمه ورځ وه، په هیواد کې مو هره ورځ په سلګونو کورنۍ د ویر په ټغر کیناستلې. د خلکو فقر، بېوزلۍ او بې سوادۍ په هیواد کې ساری نه درلود. جنګ جګړو د خلکو اذهان خراب کړي وو.
سپوږمۍ چې د داد محمد دوه کلنه لور وه چې تر څنګه یې یوه بل شپږ کلنه خور هم درلودله او د دادمحمد میرمنې ثنا د دې سره سره چې په هیواد کې نا ارامي وه د خپل خاوند او دوو لورګانو سره خوښ ژوند کاوه.
یوه ورځ چې دادمحمد له خپلو کلیوالو سره د ځمکې په سر شخړه وکړه چې وروڼه یې هم د دښمنانو په لمسون د ده پر خلاف شول. ده نارینه اولاد نه درلود خو یو حق غوښتونکی سړی و؛ نه یې چا ته خپل حق پریښوده او نه یې هم د بل حق خوړلو. د خپل صداقت له امله د وروڼو هم نه خوښیده، یوه ورځ یې د کلیوالو سره شخړه آن تر دې راورسیده چې دی یوه شپه په پالنګ کې پروت په ټوپک وویشتل شو او ځای پر ځای په خوب ویده ووژل شو، د شپې دوولس بجې وې چې د ثنا له کوټې څخه چیغې او نارې پورته شوې. د هغې په نارو نه یوازې دوه لورګانې یې هم په چیغو او نارو سر شوې بلکه د شاوخوا ګاونډیان یې هم په منډه کورته ورغلل.
کلیوالو د داد محمد د مړي په لیدو ویل: اخ دا کوم ظالم دا کار وکړ؟
او چا هم ویل چې پیغلوټي ښځه یې کونډه او وړې لوڼه یې یتیمانې پاتې شوې!
سهار لس بجې دادمحمد خپلوانو او ګاونډیانو خاورو ته وسپاره.
د دادمحمد ورور جبار خان چې په کابل کې اوسیده د داد محمد په وژل کیدو سره له کابل څخه کندز راغی، څو ورځې همالته پاتې شو او بیا یې له خپلې وریندارې ثنا څخه وغوښتل چې د هغې شپږ کلنه لور وړانګه ترې کابل ته بوزي. خو ثنا له دې کار سره کلک مخالفت وکړ خو جبار خان په زور وړانګه ترې کابل ته بوتله.
د ثنا حالت ورځ تر بلې خرابیده، خو بیا یې هم خپل همت ونه بایلود، دې به سهار وختي د کور په کارونو بوخته وه او له بلې خوا به چې کله له کار څخه وزګاره شوه نو کالي او نور شیان به یې اوبدل چې له دې لارې به یې ځان او کوچنۍ لور سپوږمۍ ته خوراک او پوښاک تیاراوه.
یوه ورځ چې ثنا ډېره ناروغه وه له معمول سره سم یې سهار وختي غوجل پاکوله، په داسې حال کې سترګې یې له اوښکو سرې او لاسونه یې د سختې تبې له کبله لړزیدل چې په دې وخت کې سپوږمۍ ورته په معصومانه لهجه وویل: مورې ولې ژاړې؟
ثنا ژر خپلې اوښکې پاکې کړې، سپوږمۍ یې په غیږ کې ونیوله او ورته ویې ویل: هله لورې ته ځه چې زه مې په بېړه دا کار خلاص کړم او بیا به تاته ښکلي کالي واوبدم.
سپوږمۍ ولاړه او د خپلو همزولو سره په لوبو بوخته شوه.
ثنا د خپل مېړه له وژل کیدو وروسته ډېره بې وسه او بې کسه شوې وه، د کور خلکو به هم ورسره ناوړه رویه کوله او تل به یې د سپېرې او بدبختې غږ ورته کاوه، او له بلې خوا به یې د ماشومې وړانګې په یاد کې سترګې د ژړا له امله سرې اوښتې وې.
بله ورځ سپوږمۍ له خپلو همزولو سره په لوبو کولو بوخته وه چې مور یې ورغږ کړ: سپوږمۍ، وه سپوږمۍ هله لورې ژر راشه!
 دې د مور په غږ سره راغله او ویې ویل: مورې ما ته دې څه ویل؟
-          هو لورې، دلته راشه زما تر څنګه لوبې وکړه، د باندې مه ځه هسې نه خدای مه کړه درباندې څه ونه شي، ته ورته ګوره څومره د ټوپکو او توغندیو اوازونه اوریدل کیږي.
سپوږمۍ د مور تر څنګه په لوبو بوخته شوه چې ناڅاپه درز شو، تورو لوخړو د کوټې فضا بدله کړه، په سرو وینو کې ثنا او سپوږمۍ دواړه پرتې وې، خلکو په چیغو او نارو سره سپوږمۍ چې لا بې هوښه وه روغتون ته یووړه او د ثنا حالت د فاني نړۍ څخه د تل لپاره سفر کول وو.
وروسته سپوږمۍ هم خپل تره جبار خان له ځان سره کابل ته بوتله، او سره  له دې چې یو لاس او یوه پښه یې له لاسه ورکړي وو خپله خوږه مورکۍ یې هم د تل لپاره بایلوده.
د وخت په تیریدو سره د سپوږمۍ د نهیلۍ ورځې هم پیل شوې چې خپل لاس او پښې ته به یې زړه خوړلو.
سپوږمۍ رالویېده چې تره یې جبارخان د کابل په یوه دولتي ښوونځي کې شامله کړه. دې به هره ورځ د معمول سره سم ښوونځي ته تلله په داسې حال کې چې کالي به یې خیرن او د سر ویښتان به یې جړ وو. خو د دې یوه ښوونکې چې د دوی د ټولګي نګرانه هم وه د سپوږمۍ ویښتان ګومنځول. د وخت په تیرېدو سره سپوږمۍ دوولسم خلاص کړ او له ښوونځي تر فارغیدو وروسته په کور کیناسته چې د خپل ژوند څخه به ستړې ستومانه او تل به یې ګوښه والی اختیاراوه، تل یې د اوښکو او سلګو سره سرو کار شو. تره یې که څه هم پخوا د دې له مور سره ښه چلند نه و کړی خو پر دې مهربانه و او حالت ته به یې تل اندیښمن و. د سپوږمۍ دا حال همداسې روان و چې یوه ورځ یې ټولګیوالې ( حیا) ورته وویل چې د طبابت به برخه کې د معیوبینو لپاره یوې بهرنۍ موسسې د مصروفیت یو پروګرام په لاره اچولی دی، د دې تره ترېنه وغوښتل چې په ازموینو کې ګډون وکړي چې دې هم زړه نازړه امتحان ورکړ. د پایلو له اعلان وروسته سپوږمۍ په اعلی درجه بریالۍ شوه. د خپل استعداد او وړتیا له کبله چې درلوده یې د زده کړو تر څنګ په روغتون کې د ښوونکو له خوا په دنده هم وګمارل شوه. دې چې کوم معاش ترلاسه کاوه نو تره به یې ترې اخیستلو، خو د دې سره سره یې هم خپله دنده او زده کړې پر مخ بیولې. په داسې حال کې چې له خپل ژوند څخه بېزاره او ناهیلې وه یوې ټولګیوالې موسکا د تفریح پر مهال په خپل موبایل کې یوه سندره راوسته، نو سپوږمۍ ورڅخه غوښتنه وکړه چې دا سندرې یې موبایل ته ولیږي. موسکا همدا کار وکړ. له دې وروسته به سپوږمۍ د بې کارۍ پر مهال همدا سندره اوریدله. بله ورځ یې په ټولګي کې موسکا ته وویل: هغه سندره دې چې ما ته رالېږلي وه کله چې له روغتون څخه کور ته ولاړم ډېر زړه مې په تنګ و، نو د کوټې دروازه مې پورې کړه او پردې مې کش کړې او دا سندره مې په لوړ اواز واوریده:
د ژړا او د غمو سره مې کار دی
اې سکونه چېرته ورک یې زړه مې وخوت
ما هم په زوره زوره ورسره ژړل تر دې چې په ژړا ژړا کې ویده شوې وم، یو وخت مې کتل چې د سهار لس بجې دي او له خوبه راپاڅیدم. کله مې چې مخ په هنداره کې ولیده نو سترګې مې د اوښکو له امله تکې سرې اوښتې او پړسیدلي وې.
د سپوږمۍ د ژوند همداسې حال دی او تل له اوښکو او نهیلیو سره مل وي.