د دې کلي په سلو کې پنځه نوي فيصده وګړي ټول سرمايه داره دي ، ښه کاروبار يې روان دی ، د هېواد سربېره په بهرنيو هېوادونو کې هم د ګټې وټې مدرکونه لري ، ځينې يې دولتي چارواکې هم دي ، لنډه دا چې ژوند يې ښه په خوند او مړه ګيډه تيريږي .
خو ، په همدې کلي کې ډيرې کمې داسې کورنۍ هم شته چې ، د سخت غربت او فقر په غيږ کې ژوند تيروي ، نه په ګيډه ماړه دي او نه د اوسيدو سم استوګنځای لري ، ماشومان يې د بې وسۍ له امله خوارځواکې او د غريبې کورنۍ نښې پکې له ورايه ښکاري .
دلته د لوړو ، لوړو ماڼيو تر څنګ خورا ټيټ ، له خاورو جوړ او تقريبآ نيم ړنګ شوي کورونه هم شته چې ، د خدای ج بندګان پکې د ژوند شپې او ورځې تيروي .
تېره ورځ ددې دنګو ، دنګو ماڼيو او سرمايه داره خلکو په منځ کې د يوې بې سرپرسته کورنې يتيم ماشوم د سختې خوارځواکۍ له امله د خپلې مور په غيږ کې ساه ورکړه .
ددې بې وسه کورنيو ماشومان هره ورځ د همدې کلي خانانو ته د سوال په هيله لاس غځوي ، ځينې يې بيا په ښار کې پلاستيکونه ټولوي ، وروسته يې پلوري او د خپلې کورنۍ لپاره پرې وچه ډوډۍ پيداکوي .
د همدې کلي خانان او بډايه ځانونو ته تر ټولو پياوړي مسلمانان وايي ، رښتيا هم په خوله کلېمه وايي ، لمونځ کوي ، روژه نيسې ، د حج د سپېڅلې فريضې د ادا کولو لپاره په لکونو پيسې مصرفوي ، خو ، دريغه ! چې د اسلام څلورمه بناء زکات نه ورکوي . همدا لامل دي چې ، ددې کلي غريبانان او بې وسه د غربت په جهنم کې پراته او له لوږې مري ، ورځ تر بلې په کلي کې د سوالګرو او غريبانو په شمير کې لوړوالی راځي او د ټولنې بډايه مو په لوی لاس ابدي ژوند د بربادۍ کندې ته اچوي .
وروستي