د افغان کرکټ لوبډلې پرله پسې لسمه بریا او د راشد ارمان نوی ریکارډ

افغان کرکټ لوبډلې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې پرله پسې لسمه بریا د آیرلنډ ټیم پر وړاندې خپله کړه چې په دې سره یې نړیوال ریکارډ پوخ کړ.
له دې مخکې انګلستان اته شل اوریزې پرله پسې لوبې ګټلي وې، چې افغان لوبډلې یې ریکارډ مات کړ.
له بلې خوا تکړه افغان توپ اچوونکي راشد ارمان وکولی شول چې په ننۍ شل اوریزه لوبه کې په دوو آورونو کې د دریو منډو په ورکولو سره پنځه لوبغاړي وسوځي چې په دغه کار سره یې د توپ اچوونکو په نوملړ کې په یوه لوبه کې تر ټولو ښې توپ اچونې ریکارډ ټینګ کړ.
د ننۍ لوبې په ګټلو سره افغان لوبډلې له ایرلنډ څخه د دریو لوبو څخه دوه پر صفر سریز وګټلو.