یوازې پوهنه مو د ژوند لوري بدلولای شي، پوهنه د ژوند اړينه برخه ده. هغه تورې تياری، چې په ژوند کې مو خورې دي او مونږ نه پرېږي، چې د يوه روښانه سهار په لور ولاړ شو، تل مو دغه توری تياری زوروي، بل ته مو احتياجوي، جنګ او فقر ته مو بيایئ، لاسونه مو د نورو په وينو سره کوي او په خپل تور زندان کې مو ساتي، چې هلته پرته د غم بل څه نه ليدل کيږي. په دې تور زندان کې انسان ړوند وي، د ښو او بدو تر منځ توپير نه شي کولاي، د ژوند ټول خواږه په کې ترخه احساسيږي، هلته د ګړۍ هره ثانيه چې تيريږي، لکه په ملاء دې، چې د تبرګي ګوزارونه کيږي، داسي وي. د دغه تور زندان او تور ماښام د خلاصون يوازېنۍ لار علم او پوهه ده، چې انسان تر لوړو مرتبو رسوي او تل په کې د لمر زرينې شغلې وي. پوهنه د يوه داسي بڼ په څير ده، چې هلته د سپينو اوبو چينې بهيږي او خپل محيط زرغونوي، هلته غوټۍ په ګلونو بديږي، چې مرغان هم ورته د خوشحالۍ نه نڅيږي او په ښکلو آوازونو يې ويده هم راويښيږي. پوهنه د انسان هغه ښکلې څيره رابرسيره کوي، چې د مينې، محبت او ورووګلوي معنا ورکوي.
آيا دغه پوښتنې مو په ذهن کې نه راګرځي، چې ولې مو په ګران هيواد کې تل د غمونو باران وي؟ ولې مو لاسونه په خپلو وينو سره دي؟ ولې مو کورونه د کونډو، يتيمانو ډک دي؟ ولې د نورو د لاسو آله ګرځيدلي يو؟ ولې مو ګران هيواد په کنډوالو بدل کړي؟ ولې مونږ انسانان نه يو او که د هوسا ژوند حق نه لرو؟
نو د دغو ټولو بدو او ناروا کړنو يوازېنی لامل بې علمي ده، چې د هلاکت کندې ته يې غورځولي يو او خپلو کې يې يو بل ته بلاء کړي يو، نو آې افغانانو رلځئ، چې دغه تياری په رڼا بدلې کړو او د پاي ټکي ورته کيږدو. راځئ چې يو بل ته د مينې محبت لاسونه ورکړو، تر څو ژوند په ورووګلوي سره تير کړوږ راځئ چې يو د بل په زخمونو د ملحم پټۍ کيږدو. راځئ چې خپل اولادونه په علم او پوهي سمبال کړو. راځئ چې د علم او پوهې په ذريعه د يوه روښانه ژوند دروازې پرانيزو.
دغه هيواد، چې مونږ او تاسي جوړ نه کړو، نو آخر څوک به يې جوړوي؟ نه يې امريکا درته جوړوي او نه يې همسايه هيوادونه جوړوي، د هر هيواد وګړي، چې دلته راغلي خپل شخصي اهداف لري. دوي ستا د هيواد د آبادولو لپاره ندي راغلي او نه ستا د غمه مړه دي، بلکې تر خپله وسه مو په خېټې پښې ږدي او همداسې په غفلت او احتياج کې مو ساتي.
اې د وطن ګلاليو ځوانانو په تاسو غږ کوم، چې خپل وخت بې ځايه په ټولنيزو ميډياو او فاحش سريالونو مه تيروئ، تاسو د هيواد د ملاء تير ياست، راتلوونکی ستاسو په لاس کې ده. همدغه تاسو ياست، چې کولای شي د يوه درديدلي پلار او مور په شونډو مسکا خوره کړي، خپلې ځوانۍ بل هيواد ته په تګ مه خاورې کوئ، په خپل وطن کې دې چې قدر اوعزت و نه شي، په بل کې دې والله که وشي. هغه هيوادونه، چې رسيدلي وګړو يې د هيواد د آبادولو لپاره مټي بډوهلي، په ځان يې شپه او ورځ يوه کړې، نو هيواد يې تر دې ځايه ارسولی.
جنګ بس دی، جنګ بلاء ده
پوهه ژوند ده او رڼا ده
ليکونکي: رفيع الله "مهمند"
وروستي