هلمند کي مدني فعالانو ۲۰ زر سي سی وینه ايمرجنسي روغتون ته هديه کړه

د هلمند مدني ټولني مشر او غړو يې نن ايمرجنسي روغتون کي د جګړي وروستيو قربانيانو ته په داسي حال کي وينه ورکړل چي دهلمند د ځينو ولسواليو دبيرته نیولو عملیات پيل سوي.
د هلمند مدني ټولني مشر سردار محمد همدرد ايمرجنسي روغتون کي رسنيو ته وويل: وينه ورکول يو خيريه کار دی.  د ده په وينا چي د ايمرجنسي روغتون ورڅخه غوښتنه کړي وه چي د جکړي د سيمي څخه ورته ډیر زخميان راوړل سوي او وينه ته اړتيا لري نو په همدي اساس موږ هم دلته د ويني ورکولو ته راغلو او له دغو ژوبل سوو کسانوته مو وينه ورکړه. همددر زياته کړه چي هلمند مدني ټولنه په هر حال کي دخپلو ولسونو تر شاه ولاړه وي او تل به خپلو داسي خيريه کارونو ته دوام ورکوي.
همدا ډول دهلمند مدڼی ټولني نورو غړو هم دويني ورکول يو خيريه کار ياد کړ او زیاته يې کړل چي موږ دخپلو ولسونو قرباني نه هيريدونکي بولو اوتل به د دوي ملاتړ کوو دوي دټولو ولسونو څخه غوښتنه وکړل چي ایمرجنسي روغتون کي ژوبل سوو کسانو ته وينه ورکړي او خپل اسلامي او ایماني وجيبه پرځاي کړي.
ددوي په وينا چي دا لړي به دوامداره وساتي ترڅو هغه کسان چي دويني دکمبود سره مخ دي دا ستونزه يې حل سي.