اندونیزیا ته د سعودي د پاچا د سفر ۱۷ حیرانونکي ټکي
بهرام خیل پاڅون
د سعودي پاچا سلمان په یو ۹ ورځني سفر اندونیزیا ته تللی دی. دا په معاصر تاریخ کې یو بل هیواد ته د یو پاچا تر ټولو حیرانونکي او مجلل سفر بلل شوی دی.
نوموړی ددې نهه ورځو څخه درې ورځې دې هیواد ته د رسمي سفر په توګه جاکرتا کې تیروي او شپږ نورې ورځې د اندونیزیا په بالي نومې مشهور تفریحي ټاپو کې د تفریح لپاره له خپلو ټولو عرب شیخانو سره تفریح کوي.
لاندې څو هغه ټکي درسره شریکوو چې د سعودي باچا دا سفر یې د نړۍ د نورو سترو هېوادونو د مشرانو له سفر بیل کړی دی.
1- دا په پنځوسو کلونو کې لومړی ځل دی چې یو سعودي پاچا اندونیزیا ته چې د نړۍ یو ګڼ میشتی مسلمان هیواد دی سفر کوي.
2- له سعوي پاچا سره په دې سفر کې ۱۵۰۰ کسان ملګري دي په کې پنځوس شهزادګان او لس وزیران دي.
3- اندونیزیا د د دیرش زرو په شا او خوا کې اضافي امنیتي او پوځي پرسونل ټاکلی چې د سعودي د پاچا او ورسره ملګري پلاوي ساتنه وکړي. دا پر هغو ساتونکو سربیره دي چې سعودي پاچا او وررسره ملګري هییت یې ځان سره له سعودي عربستان څخه بیولي.
4- د لس زرو په شاو او خوا کې اندونیزیايي چارواکي ټاکل شوې دي چې د سعودي د پاچا او ورسره ملګري هییت سره چلن وکړي.
5- سعودي پاچا سره په دې سفر کې له خپل هیواد څخه دده د یو لویې الوتکې په شمول اوه الوتکې، شپږ سوه موټر او دوه د پاچا شخصي میرسیډیز لیموزین موټر بېول شوي دي.
6- سعودي پاچا په معاصر تاریخ کې لومړی کس دی چې له خپلې سترې الوتکې څه پر هغو برقي زینو په جاکرتا کې کوز شو چې له سرو زرو جوړوې شوې دي. دا زینې هم له نوموړې سره له سعودي عربستان څخه وړل شوې دي، او ویل کیږي د شنبې په ورځ به له جاکرتا څخه بالي ته له الوتنې وروسته هم همدا زینې د نوموړې د راکوزیدو لپاره وکارول شي.
7- په دې سفر کې د سعودي پاچا هییت ځان سره اندونیزیا ته ۵۰۶ ټنه بار( لګیج) وړی، او یو اندونیزیايي شرکت یو نیم زر کسان کمارلي چې د سعودي هییت بارو بسترې خوندي کړي.
8- په جاکرتا کې د ولسمشرۍ ماڼې ته د ننوتلو پر مهال چې باران اوریده اوه دانې چترۍ وکارول شوې څو پر سعودي پاچا د باران څاڅکې ونه غورځیږي.
9- ځايي رسنیو راپور ورکړی چې د اندونیزیا پاچا د سعودي پاچا ته د میلمستیا برابرولو لپاره ۱۵۰ تنه اضافي اشپزان ګمارلي څو پاچا سلمان او ملګری هییت ته یې خواړه تیار کړي.
10- د جاکرتا په استقلال جومات کې چې ټاکل شوې سعودي پاچا لیدنې ته ورشي د زرګونو ډالرو په لګښت د پاچا لپاره ځانګړی تشناب او جومات ته د پورته کیدو ځانګړی لیفټ جوړ شوی.
11- په مرکز جاکرتا او تفریحي ټاپو بالي کې د سعودي پاچا ددې سفر لپاره لسګونه پنځه ستوریز ستر ، او عصري هوټلونه په کرایه نیول شوي دي.
12- د اندونیزیا په پارلمان کې د سعودي پاچا د وینا لپاره ځانګړې چوکۍ او یوه برقي لاره او لیفټ تنظیم شوی دی.
13- د شنبې په ورځ سعودي پاچا او ورسره ملګری هییت یې د اندونیزیا مشهور تفریحي ټاپو بالي ته په نهو الوتکو کې ځي. رویټرز خبري اژانس وايي، دا تفریحي ټاپو د سعودي پاچا تر سفر مخکې د پوځي تمرین په یو مرکز بدل شوی، ۲۵ زره اندونیزیايي پولیس او پوځي سرتیري د پاچا د امنیت لپاره ځای پرځای شوي دي، همدارنګه د ټاپو شا اوخو سمندري اوبو کې پوځي کښتۍ ودرول شوي .
14- د سپینې شګې په نوم ساحل کې چې د بالي یو مشهور تفریحي ساحل دی د پنځه ستوریزو هوټلونو یوه اوږد کتار سعودي چارواکو او ورسره ملګري هییت ته ځانګړی شوی. دغلته ددې ساحل شا او خوا دوه متره د شیشې دیوال درول شوې څو عرب ملیمانه د خلکو له سترګو پناه وي.
15- اندونیزیايي پوځ وايي، د ترهګرۍ ضد پوځیانو په شمول شپږ پوځي بیړۍ د بالي په هغو اوبو کې ولاړې دي چیرې چې سعودي باچا او هییت یې رخصتي تیروي.
16- په بالي کې د ټکسي چلونې یو لوی شرکت ویلي عرب هییت د مارچ تر دولسمې نیټې پورې په د غه ټاپو کې د دوی ټولې میرسیډیز ډوله ټکسيانې بوک کړې دي. همدارنګه له جاکرتا څخه هم د سعودي هیت لپاره بالي ټاپو ته دوه سوه میرسیډیز لیموزین موټر استول شوي دي.
17- د بالي جنوب کې د نوسا دوا په نوم ټاپووزمه کې د اوښ ځغلولو یو واړه شرکت ته سعودي هییت د سل اوښانو د چمتو کولو فرمایش ورکړی خو دا شرکت وايي، له بده مرغه چې دوی دومره ډیر اوښان نه لري.
وروستي