که یوه نجلۍ یاخورکۍ تعلیم وکړي یوه کورنۍ اوکه زیاتې نجونې تعلیم وکړي، نسلونه به مودعلم دزغرې په واسطه له خوارا زیاتوستونزواوکړاونومخنوی وکړي،داچې دعلم زدکړه په هرنارینه اوښځینه فرض ده ،هیله کوم دثواب په خاطرموخپل ماشومان دښونځي په دروازه ورداخل کړئ ترڅوښه راتلونکې ولري اوله زیاتو ګټوبرخمن شي په روغتون کې مې دپرکتیک دورې پرمهال ډیرداسې کسان ولیدل، چې دفزیکي معایناتوپه حال کې یې دناروغ څخه د ډاکتر لاس ایسارکړ،غیرت یې درلود نه یې غوښتل ناروغ ته یې ډاکتردفزیکي معاینې لپاره لاس وروړي، په دې کاریې دشرم احساس کولوهمدایې ناپوهي وه، په دې نه يوهیدو چې طبابت کې شرم اوغیرت ته ځای نشته،هلته دناروغ ژوند ژغورل مهم دي ،باید په دې وشرمیږوچې ولې په نجونو اوماشومانوتعلیم نه کړو،دزمانې تغیر ته نه ګورو، په ځینوکوچیانوکې یو رواج دی چې ناوې به له خپل خاوند پرته څلورکاله دکورنۍ دنوروغړوڅخه مخ پټ ساتي،وروسته له هغو ټول عمرلوڅ مخ،ژوند کوي اوله هيچا مخ پټ نه ساتي دې ته ورته نور... بیکاره رواجونه زموږپه ټولنه کې هم شته په هرحال له دې سره سره له زیاتونوروستونزواومشکلاتوسره لاس اوګریوان یو،اوس مهال زه په داسې سیمه کې اوسیږم چې دښځینه ډاکترموجودیت پریږده دسړک دخراب والي له امله شدید ناروغ ترروغتون پورې نه رسیږي، دروغتون نه موجودیت خولاڅه کوې، دا اودې ته ورته ستونزې مویوازې په تعلیم سره حل کیږي، بله لارناشونې ده ډیری ستونزې اومشکلات چې په ټولنه کې منځ ته راځي فکروکړئ هرکله دداسې کسانولخوا رامنځ ته کیږي چې فکر اوسوچ یې دعلم اوتعلیم په رڼا روښانه نه وي، که تعلیم ونه کړو دناخوالواوسط ورځ تربلې زیاتیږي فکرنه کړم داسې څوک پیداشي چې دتعلیم نه کولویوه ګټه هم راته په نښه کړي، چې داسې ده نوولې تعلیم کول راته شرم ښکاري؟ ولې دالله ج اودهغه درسول په امر عمل نه کړو؟ ولې مودټولنې بې شمیره ستونزې په پټو سترګوقبولې کړې دي ؟ راځئ نورپه خپله ناپوهۍ شرم احساس کړو اود حیاناک ژوندڅخه خوند واخلو که په پوهه اوجوړفکرموسپیڅلی دین اواسلامي خاوره ونه شوی ساتلی نوپه تیاره ذهن ناپوهۍ اوبې عقلۍ یې هیڅ کله نه شوساتلی ضروري خبره ده چې باید هرانسان ته دالله ج په ورکړل شوي حق احترام ولروترڅوخپل ځان وپیژنو.
په درنښت
هلال
۱۳۹۵/۱۲/۵
وروستي