سوالګره او قیمتي سکې

د وریځو د کنډکونو پر سر د ښاپیریانو د پسرلین ښار تر مینځ د لویې ماڼۍ په سالون کې پاچا امر وکړ چې یوازینۍ لور ته یې داسې تاج جوړ شي تر څو د ښاپیریانو په نړۍ کې یې ساری نه وي.
د وریځو د کنډکونو په بل سر کې د ستورو د ونو په ځنګله کې له څانګو ځړیدونکو ستورو باڼه زمبل؛ د ځنګله د مینځ په زرینه ګوډله کې د سپین ږیري ښاپیري سپینه ږیره او سپین وزرونه د اوربلکي په شان ځلیدل او د مریو له تارونو یې د اذکارو د موسیقۍ زیر او بم پورته کیدل.
د ځنګله له کږې وږې لارې د وریځو د سپینو اسونو ترپکې په ځنګله کې خپرې شوې چې د سپوږمۍ له خټې جوړه روښانه ګاډۍ يې کشوله. ګاډۍ د سپین ږیري ښاپیري د کوډلې مخې ته ودریده، د ښاپیریانو پاچا کوډلې ته ننوت او سپین ږیري ته یې وویل: غواړم خپلې یواځینۍ او ګرانې لور ته د نړۍ تر ټولو ښایسته تاج جوړ کړم.
سپین ږیري وویل: د نړۍ تر ټولو قیمتي سکې پکې ولګوه! او د دې کار لپاره باید ستا لور سفر وکړي او پیدا یې کړي.
پاچا وویل: دا سکې به چېرې پیدا شي؟
سپین ږیري وویل: د انسانانو په مالت کې یې ولټوه.
د پاچا لور ښایسته ښاپیرۍ چې نیلي وزرونه یې وو په سفر ولاړه تر څو د نړۍ تر ټولو قیمتي سکې پیدا کړي. هغه اسمانونو ته پورته شوه، د ځمکې مسوولې ملایکې ته ورغله او ترې ویې پوښتل: غواړم تر ټولو قیمتي سکې له ځمکې راوړم تر څو خپل تاج پرې ښایسته کړم، چیرته به پیدا شي؟
 ملایکې خپلې کتابچې چې د یاقوتو پوښونه یې درلودل مخې ته کیښودې، زرینې پاڼې یې واړولې راواړولې او بیا یې ښاپیرۍ ته وویل: د لوړو غرونو تر مینځ هغه ښار ته ولاړه شه چې په ونو او ډبرو یې سپینې واورې پرتې دي او په لارو کوڅو کې یې داسې ښځې ناستې دي چې لاسونه یې تل اوږده نیولي وي، قیمتي سکې د هغې پیغلې سره دي چې په معصومو سترګو کې یې نهیلي موجونه وهي او سپین لاس یې د لویې لارې د ګرځندي پرغاړه اوږد کړی دی.
ښاپیرۍ ځمکې ته راښکته شوه دښتې او شیلې یې ولټولې، وچې او دریابونه یې ولټول. بله ورځ ستړې ستومانه نیلي وزرونه د یوه غره په ډډه پر پورته ختلي زاړه دیوال کیناسته چې د خپل پخواني عظمت یادونه یې په مبهمه نقاشۍ پر اړخونو ترسیم شوي وو. ستړي باڼه یې پورته کړل؛ ښار و، د دنګو غرونو تر مینځ و، د هیلو غوټۍ یې وغوړیدې او اننګي یې ویړ شول، والوته لارو او کوڅو ته یې وکتل آه! بې شمېره ښځې اوږده لاسونه ولاړې وې. تر مازدیګره یې هره لاره ولیده، ماښام چې د ښار خلک د کورونو پر لوري تلل د لویې لارې په یوه ګرځندي کې یې د تورو جامو پیغله ولیده چې دانه دانه د واورې ګلونه یې په پلو کې اسماني سړو روحونو ټومبل، ښایسته شونډو یې د ریږد ورد تکراراوه او سپین لاس یې له دې امله چې خپل غرور یې پکې د پلور لپاره نیولی و سور اوښتی و او لارویو ته یې وار په وار لیلاماوه.
ښاپیرۍ یې څنګ ته ودریده، پیغله د کور پر لور روانه شوه او د غره په ډډه کې د ټیټو دیوالونو کورته چې د کوټو د یوې کړکۍ شلیدلي پلاستیک یې باد ته څڼې اچولې ننوته. ښاپیرۍ ورغله، نجلۍ د خپل غرور او عزت په بیه راټولې کړې سکې ورکړې. هغه سکې د نړۍ تر ټولو ارزښتمنې سکې وې چې د شهزادګۍ ښاپیرۍ د تاج ځلا یې د سپوږمۍ پر لوري استازي ولیږل.