څه مو چې له خولي ووځې بيرته نه اخيستل کيږي

څه چې واياست د هغی پر انتخاب غور وکړئ،  لکه څرنګه چې په يوه نړيوال نامتو کتاب کې د خبری د نه انتخاب او د دقت پرته د ويلو په اړه يې د يوه بزګر په هکله داسی ليکلی:
يو بزګر پر خپل ګاونډی تهمت وکړ،کله چې پر خپله غلطۍپوه شونو  د ګاونډی څنګ ته ولاړ او د بښنې غوښتنه يې وکړه.
ګاونډييې ورته وويل ولاړ شه او يوه بوجې د چرګانو وزري يا پخېرا ټولې کړه او دلته يې راوړه
بزګر يې خبره ومنله ولاړ او بيرته د يوه بوجی پخو سره بيرته راغی نو ګاونډ يې ورته وويل اوس ولاړ شه او په دښته کې خالی کړه . بزګر ولاړ او پخی يه په دښته کې خالی کړی . هوا پخی هري خواته ويوړي ګاونډ يې ورته وويل اوس يې بيرته راټولوی شی بزګر وويل نه !!
ګاونډ يې ورته وويل همدا ډول کار ستا د تهمت ويلو سره وکړ که څه هم هغه خبره پر ډيرې ساده ګی ستا له خولۍ را ووته اما اوس يې بيرته نشی اخيستی.
هو ګرانو لوستونکو پورته ليکنه زمونږ لپاره يوه ښه او په زړه پوری مثال دی. که بزګر د خپلو خبرو په ويلو دقت او پام کړی وای نو خپل ګاونډی ته به د بښنې غوښتلو لپاره نه ورتله او نه بې د خپل ګاونډ زړه آزار وای.
د انسان پيژندنه يو رکن د دوید خبرو طرزدی،که چېری د يو چاسره نويمعرفی کيږو نو په لومړيمعرفت کې هغوی زمونږ خبرو ته ډير دقيق وي . نو دلته ده چې هر هغه ټکی يا کلمه چې له خولې اوباسو بايد له دقت کار واخلو ډير کله داسی هم شوي چې يو کس په ډير زيار کوښښ سختيو خپل هدف ته ځان رسولی،خو کله چې يې بيرته خپل پخوانې حالت ته راستون شویيا هغه مقام يې له لاسه ورکړی . تاسو يې وڅيړی نو علت به يې د خبرو طرزپورېتړاو درلود. او يا ډير تکړه او فعاله مشر خپله مشری د يوي خبرې پر ويلو د لاسه ورکړې، نو په کار ده چې څه ويل غواړو د هغې پر انتخاب غور وکړو.
درنښت
 طوفان منګل