زه پوهيدم چې ته به راځې!

دوه خواږه ملګري، چې له ماشومتوبه د ښوونځي دوره او تر عسکرۍ پورې سره يوځای ول.
«بيل»او «ناتون»
شپه ده بيل او ناتون په يوه سنګر کې پراته دي چې جنګ شروع شی ټول عسکر خواره شول هرې خواته چيغی او فريادونه ول .
بيل غږ وکړ: ناتونه راشه مرسته راسره وکړه!
ناتون د خپل ملګری غږ واوريد چې په لومړی کرښه کې دی او له هغه ځايه د مرسته غوښتنه کوی
ناتون قومندان ته وويل قوماندانه اجازه راکړه د بيل مرسته لپاره ورشم
قوماندان وويل !! ناتونه بيل نور ختم دی لږ وروسته يې غږ ورکيږي که ته هم ولاړ شی نو لاس مې لنډيږی مونږ به ټول مړه شو نه غواړم يو تن بل سرتيری هم له لاسه ورکړم
ناتون غلی شی خو لږ وخت نه وه تېر چې بيل بيا غږ وکړ ناتونه راشه !!
ناتون بيا قوماندان ته وويل قوماندانه خېر دی اجازه راکړه چې مرسته ورسره وکړم
قوماندان مجبور شو، و یې ويل ورشه خو د هغه کار تمام دی ستا به هم تمام شی
ناتون ورغی او بيل يې پرمټ راوړ ګوری چې بيل مړ شوی دی جنګ هم قرار شو
عسکر راټول شول او قوماندان ناتون ته وويل !!
نه مې درته ويل د هغه کار تمام دی؟
تا ډير غلط کار وکړ که ته هم مړ شوي وای نو .........تا ډير غلط کار وکړ ناتونه
ناتون وويل ما ډير ښه کار وکړ
کله چې ولاړم نو بيل ژوندی وه په غيږ کې مې واخيست او راته يې وويل زه پوهيدم چې ته به راځی
پند : د اعتماد وړ و اوسه او صداقت تمرين کړه
ډېر يو پخوانی متل دی چې وايې يو پاو وفاداری تر يوه کيلو هوښياری څخه بهتره ده.
زه وايم چې تاسو به لری هغه څوک چې خوارا ځانګړتياوي او توانايې لری ولی د اعتماد وړ ندی ايا تاسو به هغه خپل ټيم کې حساب کړی ايا پر هغه به مو زړه ټول وی ؟؟ هيڅ کله هم نه نو د خپلو شته ځانګړتياوو سره سره وفاداره ووسی
درنښت : طوفان منګل