د خوست خوشال بابا فکري بهير ٢٨ غونډه ترسره کړه:

د خوشال بابا فکري بهير د خوست څانګې د معمول په څېر پرلپسې ٢٨ غونډه وکړه، چې پکې، د مدني ټولنو استازو، ژورنالستانو، محصيلينو، زده کوونکو او د ادب مينوالو ګډون کړى وه.
غونډه د قران کريم په مبارکو اياتونو پيل شوه، په سر کې د حديث شريف لپاره احسان الله ته بلنه ورکړل شوه، احسان الله د علم په اړه حديث او د هغه تفسير وړاندې کړ.
ورپسې د اونۍ پيښو ته د کتنې په موخه اسدالله نورزي راوغوښتل شو. اسدالله نورزي د افغانستان سيمې او نړۍ پيښو ته لنډه کتنه وکړه.
د پوهنتون محصيل قدردان شيرخېل د مدني ټولنې تر عنوان لاندې لنډ پريزينټيشن وړاندې کړ، ده د مدني ټولنې په جوړښت، ځانګړتياوو او اړتياوو رڼا واچوله.
وروسته د مقالې لپاره نظيرالله ته بلنه ورکړل شوه، ده د ځوانانو لپاره د وخت د مهموالي په اړه خپله مقاله وړاندې کړه.
د غونډې په پاى کې سپين روان نورزي ته بلنه ورکړل شوه چې د غونډې لنډه ارزونه وکړي. ده په خپلو خبرو کې ځوانانو ته وويل چې دا نه يوازې يو بهير بلکې يو اکاډميک او د ښه شخصيت د روزنې مرکز دى.
 
C:UsersRohiDownloadsIMG_7978.JPG
C:UsersRohiDownloadsIMG_7981.JPG