«مور یې د دې پلار وژلې»

د څلور لارې له منځه، عمر خوړلې مېرمن د سړک غاړې ته په بېړه روانه وه.
له همدغې مېرمنې سره یو سپین ږیری سړی هم و.
بوډا سړي؛ په لوی څادر کې کوچنۍ نجلۍ په شا کړې وه، لکه کوم چا چې پېټي تر شا کړی وي.
د پاخه عمر مېرمنې راته کړې:
زویه! محکمې ته له کومه ځایه موټر ځي.؟
ـ ترورې! له همدې ځای. یوه شېبه تم شئ، موټر پيدا کېږي.
ـ سمه ده زویه. ښه.
زما لوری هم هماغه ځای و، چې د پاخه عمر مېرمن او سپين ږیری سړی ور روان وو.
تصادف هغوی هم هماغه موټر ته پورته شول چې زه هم ورپورته شوم.
مېرمنې موټروان ته کړې؛ وروره د محکمې مخې ته مو ښکته کړه.
موټر کې ناستې نورې سپرلۍ له همدغې مېرمنې وپوښتل:
ـ ترورې دا ماشومه دې څه کېږي؟
ـ لمسۍ مې ده. مور یې د دې پلار وژلې.
دد ې جملې په اوریدو سره، موټروان او په موټر کې سپاره ټول هک حیران شول.
کوچنۍ نجلۍ چې د آنا په غېږ کې یې وه، هره شېبه به په چېغو چېغو یې ژړل.
د ماشومې نجلۍ ژړا موټر کې سپاره ټول، سخت غمجن کړل.
له سپرلیو یوه، له سپین ږیږي سړي وپوښتل:
ـ ستاسې د لور وژونکی اوس چېرې دی.
ـ په زندان کې.
ـ کوم زندان کې؟
ـ د بغلان په زندان کې.
ـ څنګه ظلم یې کړی، دا ولې؟
ـ بس ناحقه یې لور راووژله. اوس زموږ ټولو فکر دې کوچنۍ نجلۍ ته دی.
ددې خبرو په اوریدو سره مې په یوه ډول له خپل ځانه "نارینتوبه" بد وایسېدل.
راسره مې وویل، د معصومو مېرمنو پر وړاندې تل نارینه تاوتریخوالی کوي. آن وژني یې. دا نارینه ولې داسې ظالمان دي.؟ څنګه یې زړه شي چې داسې یوه معصومه مېرمن ووژني؟ دا فکر نه کوي چې دا وړه لورکۍ به یې څنګه ژوند کوي.؟ هغه لورکۍ یې چې لا د مور شیدو ته اړتیا لري.
هغه شېبه مې را په زړه شوه، چې دې بې ګناه مېرمنې به خپل خاوند یې چې وژله څه ډول زارۍ او ننواتې کړي؟ خپله کوچنۍ لور به یې یاده کړې یې، چې کوچنۍ لور ترې پاتې کېږي.
څو دقیقو له پاره په موټر کې ټول غلي وو، ټول ډېر غمجن شول.
د پاخه عمر لرونکې مېرمنې له دوسیې یو کارت راوویست.
زما څنګ ته ناست کس ته یې ورکړ.
ـ وروره دې کارتکې لیکلی دفتر کوم یو دی.؟
ـ د ښځو چارو وزارت. دا کارت د ښځو چارو د وزیرې دی.
بالاخره، د محکمې موقعیت ته هم ورسېدو.
د پاخه عمر مېرمن، ورسره سپین ږیری سړی او د ځوانیمرګې بغلانۍ، کوچنۍ نجلۍ له موټره ښکته شول.
موټروان د محکمې دروازه وروښوده.
زړه مې تر ډېره نارامه و.
فکر کې مې دا خبره وه چې زموږ په وطن کې له ښځینه پاړکي سره څرنګه دغه څېر ظلم کېږي؟
دا مو په وطن کې څه روان دي؟