دچين هېواد دانټرنېټي ويروس ضد يوسټېشن جوړکړ

چين ويلي په هېواد کې يې داسې يوانټرنېټي سټېشن جوړکړی ، چې دهغوانټرنيټي پاڼوپېژندنه وکړي چې ويروسونه خپروي .
دمخابراتومرستيال ((جاوجيګوا)) په يوه مرکه کې ويلي ،چې دخلکوپه مرسته تراوسه سل زره ويروس خپرونکي پاڼې پېژندل شوي . نوموړي زياته کړه ، چې دغه پاڼې دمخابراتووزارت په تورلست کې شاملې دي اوهغه پاڼې ،چې ګټورې چارې ترسره کوي په سپين لست کې راغلې .