سندره دبهار

غاټولوغيږه واکړه
شين سهار
بهار راغې بهار
سلايې نجونوپه لاس کې
کړي سينګار
بهار راغې بهار
بلبلان په ترانو شول
زرغون زما ديار
بهارراغې بهار
مبارک مونوی کال شه افغانانو
جشن د ديدار
بهارراغې بهار
سوله او وروري کړو وطنوالو
يو اوبل ته په جار جار
بهارراغې بهار
دنوروز جنډه شوه پورته په مزار
ياسينه ګلان پاش کړه په امبار
بهارراغې بهار
١٣٨٥ دکب اخيره
ياسين (امانت)
جرمني